لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو چارواکي وايي د اېټمي وسلو د استعمال خطر دا وخت تر ټولو زیات دی


د بېلاروس صدر د جمعې په ورځ پارلېمنټ ته تقریر کې وویل هېواد یې تیار دی چې روس ته اجازت ورکړي چې د براعظمونو ترمنځ چلېدونکي انټرکانټيننټل اېټمي مزایلې هم په بېلاروس کې تعینات کړي
د بېلاروس صدر د جمعې په ورځ پارلېمنټ ته تقریر کې وویل هېواد یې تیار دی چې روس ته اجازت ورکړي چې د براعظمونو ترمنځ چلېدونکي انټرکانټيننټل اېټمي مزایلې هم په بېلاروس کې تعینات کړي

په نړیواله کچه وسلو د مخنیوي دپاره د متحده قومونو استازي ايزومي ناکامېتسو ویلي د سوړ جنګ د ختمېدو نه پس دا مهال د اېټمي وسلو د استعمال خطر تر ټولو زیات شوی دی.

مېرمن ناکامېتسو وویل په اوکراین کې جنګ د دغه خطر غمازي کوي.

ناکامېتسو د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د تشویش اظهار د جمعې په ورځ متحده قومونو د سېکيورټي کاونسل د یوې غونډې نه پس وکړو.

د روس صدر ولادمېر پوټن تېره هفته اعلان وکړو چې روس به ټېکټیکل یا په وړه کچه د استعمال اېټمي وسلې د جولای د میاشت پورې په بېلاروس کې وګماري.

بېلاروس د روس اتحادي ملک دی چې د اوکراین سره هم پوله لري.

ناکامېتسو وویل د مذاکراتو نیشتوالی، د وسلو د مخنیوي په اړه د شویو معاهدو د کمزوري کېدلو، خطرناکه بیان بازي او مبهمې دړکې د اېټمي تناو سبب کېدلی شي.

هغې غوښتنه وکړه چې د اېټمي تاوتریخوالي د زیاتولو نه دې ډډه وکړی شي او داسې ګامونه نه دې وا نه خیستل شي چې په نتیجه کې یې څه غلطي او یا غلط فهمي وشي.

د بېلاروس صدر د جمعې په ورځ پارلېمنټ ته تقریر کې وویل هېواد یې تیار دی چې روس ته اجازت ورکړي چې د براعظمونو ترمنځ چلېدونکي انټرکانټيننټل اېټمي مزایلې هم په بېلاروس کې تعینات کړي.

پارلېمنټ ته سالانه تقریر کې الېګزېنډر لوکاشېنکو وویل د روس مزایل به د بېلاروس په تحفظ کې مرسته وکړي ځکه چې د هغه په قول بېلاروس د مغربي دنیا نه په خطر کې دی.

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ توقع څرګنده کړه چې امریکا به اینده هفته اوکراین سره د 2.6 بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد اعلان کړې چې په کې په د فضايي حدودو د څارنې، د ټېنک ضد راکټې او د ټرکونو دپاره تېل شامل وي.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ په روس غږ وکړو چې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال اېوان ګرسوېچ دې ازاد کړي. روس خبریال د جاسوسۍ په الزام نیولی دی.

د دې په جواب کې روس وویل که چېرې امریکا د خبریال په سر د فشار اچولو کوښښ کوي نو خرابې نتېجې به يې مخې ته راوځي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG