لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسېف: په بحیره روم کې یورپ ته د تلونکو کډوالو مرګونه زیات شوي دي


د یونېسېف چارواکي وویل "بحیره روم د ماشومانو او د دوی د مستقبل مقبره جوړه شوې ده"
د یونېسېف چارواکي وویل "بحیره روم د ماشومانو او د دوی د مستقبل مقبره جوړه شوې ده"

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف د جمعې په ورځ وویل د بحیره روم دلارې یورپ ته د تلونکو کډوالو د مرګونو شمېره د تېر کال په مقابل کې د سږ کال په تېرو څو میاشتو کې درې چنده زیاته شوې وه.

د یورپ او مرکزي اېشیا دپاره د یونېسېف د کډوالو رابطه کارې رجینا ډی ډومېنيچيس په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل چې د جون نه د اګست د میاشتې پورې د شمالي افریقې او د پورپ ترمنځ د مرکزي بحیره روم په لاره لږ تر لږه 990 کسان مړه شوي او یا بې درکه شوي دي، تېر کال هم په دغه موده کې د کډوالو د مړينې شمېره 334 وه.

یونېسېف نه دي ویلي چې سږ کال د بحیره روم په لاره د مړو او بې درکه کسانو څخه څومره کډوال ماشومان وو خو ادارې زیاته کړه چې د سږ کال د جنورۍ نه تر د سېپټمبر د میاشت پورې 11600 هغه کم عمره ماشومان د مرکزي بحیره روم په لار اټلي ته اوړېدلي دي چې د لوی عمر خپلوان ورسره نه وو بدرګه. د تېر کال د دغه مودې په مقابل کې یورپ ته د تلونکو ماشومانو په شمېره کې دا 60 فیصد اضافه ده.

"بحیره روم د ماشومانو او د دوی د مستقبل مقبره جوړه شوې ده،" ډی ډومېنيچيس خبریالانو ته وویل.

د یونېسېف چارواکې زیاته کړه چې د حکومتي تګلارو له امله په سمندر کې د لټون او د ژغورنې عملیات په موثره توګه نه شي کېدلی. هغې غوښتنه وکړه چې یورپي ملکونه او نړیواله ټولنه دې د هغو ماشومانو غږ ته جواب ووايي چې د پناه او په نړیوال امداد کې د اضافې غوښتنه کوي.

یونېسېف وویل یورپ کې پناه اخیستونکي کډوال اول ځان د جنوبي اټلي لمپېډوسا جزیرې رسوي. دا میاشت دغه جزېرې ته د رسېدونکو کسانو شمېره تر ټولو زیاته وه او په یوه ورځ کې 4800 د اټلې دغې جزېرې ته رسېدلي دي. د اټلي چارواکي دغه شمېره 7000 ته نږدې ښښي.

د یورپين یونین صدرې اورسوله وان ډرلېن د انسانانو د سمګلرانو خلاف د اقداماتو زیاتولو لوظ کړی دی. هغې ویلي د هغو کډوالو د بېرته لېږلو کوښښونه به زیاتوي چې د پناه دپاره اهلیت نه لري.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سېکيورټي کاونسل غونډې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د نیویارک دفتر ډرېکټر روون مېنکډیوېلا وویل د سېپټمبر د 24 نېټې پورې د 2500 نه زیات کډوال یورپ ته د اوړېدو په مهال په بحیره روم کې مړه او یا بې درکه شوي دي. تېر کال په دې موده کې دا شمېره 1680 وه.

د جون په میاشت کې پاکستاني مطبوعاتو دا خبره ورکړی و چې یونان سره نږدې د کډوالو جهاز په سمندر کې د ډبېدو له امله باور کیږي چې قریباً درې سوه (۳۰۰) پاکستانیان مړه شوي دي. د مړه شوو کډوالو رشته دارانو د خپلو عزیزانو د مړه کېدو تصدیق وکړ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG