لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: نړۍ کې د جګړو، تشدد او ځورونو له کبله د کډوالو شمېر 114 میلین ته رسېدلی


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلیپو ګرانډي وایي په نړۍ کې د هغو خلکو شمېر 114 میلینه ته رسېدلی چې پخپلو هېوادونو کې د جګړو، تشدد او ځورونو له کبله تېښتې ته مجبور شوي دي.

افغانستان هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې په لکونو خلک یې په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي او یوې خواته د طالبانو په واکمنۍ کې په لکونو نور خلک دغو هېوادونو ته ورغلي او له بلې خوا پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د داسې افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې چې وایي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ښاغلي ګرانډي د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي چې له خپلو هېوادونو د خلکو د کډه کېدو شمېر په زیاتېدو دی ځکه چې وایي حکومتونه د داسې کډوالۍ د سببونو په مخنیوي کې ناکامه شوي او جګړه کوونکي د نړیوالو قوانینو له پر ځای کولو ډډه کوي:

"موږ د وروستي شمېر له مخې د هغو خلکو شمېر 114 میلینه ته رسېدلی چې د جګړو، تشدد او ځورونو له کبله یې کورونه پرېیښي، بله میاشت به دا شمېر نوی کوو، دا به تر دې هم زیات وي. د داسې سیاسي حل لارو نشتوالی دوامداره دی چې د بې ځایه کېدو د مخنیوي لپاره پکار دي".

د یو این ایچ سي آر مشر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په سخته وینا کې پر دې ادارې نیوکه وکړه چې د نړیوالې سولې او امن په ساتلو کې ناکامه شوې او وایي له غزې، اوکراین او سوډانه نیولې تر کانګو، میانمار او نورو ډېرو ځایونو پورې د شخړو د حل لپاره یې مؤثر ږغ نه دی پورته کړی.

فلیپو ګرانډي پر نامعلومو هیوادونو تور ولګاوه چې د خپل بهرني سیاست په اړه د تنګ نظرۍ پرېکړې کوي او وایي دا فیصلې اکثر وختونه د غبرګونو معیارونو په بنیاد کیږي.

ګرانډي وویل د بشردوستۍ پر نړیوال قانون د عمل نه کولو معنا دا ده چې "په شخړو کې ښکېل نیزدې ټولو اړخونو په زیاتیدونکي ډول هر ځای د جګړې قوانینو ته درناوی بند کړی دی، وایي که څه هم ځینې ورباندې د عمل دعوې کوي.

د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي
د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي

وایي د جګړو په نتیجه د ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته ده، جنسي تشدد د جګړې د وسلې په توګه کارول کیږي، روغتونونه، سکولونه او نورې ملکي ادارې له برید سره مخ کیږي، تباه کیږي او بشري کارکوونکي په نخښه کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر امنیت شورا ته وویل، اوس ډېر ناوخته دی چې د غزې، اوکراین، سوډان او د نړۍ په نورو شخړو کې د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو او د لکونو نورو د کډه کېدو مخه نیول شوې وای.

ګرانډي ویول له دیارلس کلنې جګړې وروسته 5.6 میلینه د شام کډوال د لبنان او اردن په ګډون په هغو ګاونډیو هېوادونو کې اوسېږي چې د فلسطیني کډوالو کوربانه هم دي.

ګراندي وویل د نړیوالو قوانینو سرغړونه او خلک له خپلو هېوادونو تېښتې ته مجبوره کول د نړۍ پر خلکو بدې اغېزې لري.

وایي په میانمار کې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د جګړو له امله تر 1.5 میلین ډېر خلک بې ځایه شوي دي او دا شمیر تر درې میلینه څاوښتی دی، وایي‌ د دې هېواد اکثر خلک هڅه کوي ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG