لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: روهنګیا کډوال دې په زور د بنګله دېش غیر ابادې جزیرې ته نه لېږل کېږي


لیسا شېلن

د ملکرو ملتونو د کډوالو د خصمانې ادارې په بنګله دېش کې د روهنګیا کډوالو د ځان له پرتې جزیرې ته د لېږلو مخالفت کړی دی.

د بنګله دېش چارواکو 1500 روهنګیا کډوال د جمعې په ورځ د بهاسن چار غیر ابادې جزیرې ته لیږلي دي، په دغه جزیره کې زیاتره وخت سمندري طوفانونه او سیلابونه راځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیشن ویاند بابر بلوچ ویلي دي د روهنګیا دغه جزیرې ته د لېږلو د عمل په چارو کې ملګري ملتونه شامل نه وو.

هغه وویل ملګرو ملتونو ته په دې هکله ډېر کم معلومات ورکړی شوي وو.

هغه دا هم وویل چې روهنګیا کډوالو ته هم پوره او کره معلومات نه وو چې د خپلې خوښې اذاده فیصله ېې کړې وې چې دويي بهاسن چار ته څنګه او ولې لېږل کېږي. هغه وویل:

“ مونږ د کیمپونو نه داسې خبرونه اوریدلي دي چې بهاسن چار ته لېږونکو ځیني کډوالو باندې فشار ؤ او دوي هلته په تګ رضا منده نه وو، که داسې وي نو دويي باید په کیمپونو کې پاتې شي”

په 2017 کې یو میلین روهنګیا د میامار نه د وژنو او تشدد د لاسه د بنګله دېش کاکش بازار ته کډوال شوي چرته چې دويي په ډېر مشکل کې ژوند کولو.

د بنګله دېش چارواکي وايي دويي لیدل چې په کیمپونو کې بې کچه ګڼه وه ځکه ددې ګڼې د کمولو په خاطر یې منصوبه جوړه کړه چې 10000 کډوال جزېرې ته ولېږي او په دې لړ کې یې کار شورو کړی دی.

ملګرو ملتونو بنګله دېش ته ویلي دي چې د کډوالو د حقونو احترام دې یاد وساتي او باید بل ځای ته دويي په زبردستۍ او نه لېږل شي.

بلوچ ویلي دي د کډوالو د بل ځای ته لېږلو عکسونو دردونکي دي او د بنګله دېش حکومت یې د ملګرو ملتونو د فکر مندۍ نه خبر کړی دی:

“ مونږ یو ځل ښه په ډاګه وایو چې بهاسن چار ته دې کډوال په زور او نه لېږل شي او دويي ته دې هلته د ژوند د ټولو ضرورتونو په حقله لومړی ښه کره او پوره معلومات ورکړی شي، دويي ته دې هلته د دويي د حقونو ته د لاس رسي معلومات وي”

بلوچ وویل ملګرو ملتونو ته پوره معلومات نشته دی چې په بهاسن چار جزیره باندې د ژوند سهولتونه څنګه دي، هغه وویل حکومت باید د ملګرو ملتونو څارنوالو ته موقع ورکړي چې په جزیره باندې د ژوند تیرولو جاج واخلي او وګوري چې دغه جزیره د ژوند تېرولو د پاره څومره خطرناکه ده.

هغه وویل کډوالو ته دې هرو مرو د صحت، تعلیم، او ژوند د اسانتیاؤ مرکزونه ورکړی شي او دويي دې د قدرتي افتونو او نورو خطرو نه محفوظه وساتل شي.

XS
SM
MD
LG