لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونه: سري لنکا دې په امنیتي ځواکونو بې دریغه انحصار کم کړي


یو اېچ ار د سري لنکا نه دا هم وغوښتل چې د امنیت په اړه په سختو قوانینو انحصار او د پرامنه احتجاج کونکو د چقولو نه دې هم ډډه وکړي
یو اېچ ار د سري لنکا نه دا هم وغوښتل چې د امنیت په اړه په سختو قوانینو انحصار او د پرامنه احتجاج کونکو د چقولو نه دې هم ډډه وکړي

په سري لنکا کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه متحده قومونو د نهې،سه شنبې، په ورځ یو رپورټ کې وویل هېواد دې د امنيتي ځواکونو په بې دریغه استعمال خپل انحصار کم کړي او د پرامنه احتجاج کونکو په ضد دې د سختو اقداماتو نه ډډه وکړي.

د ای اېف پي خبری ادارې ترمخه د متحده قومون د انساني حقونو دفتر، یواېن هیومن رایټس افس، په خپل تازه رپورټ کې وویل د سري لنکا نوی حکومت دې د مېلېټرایزېشن یا د امنیتي ځواکونو د ډیر استعمال په لوري د هېواد د تګ مخنیوی دې وکړي.

یو اېچ ار د سري لنکا نه دا هم وغوښتل چې د امنیت په اړه په سختو قوانینو انحصار او د پرامنه احتجاج کونکو د چقولو نه دې هم ډډه وکړي.

د سري لنکا په اړه د متحده قومونو ادارې دغه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې هېواد د اقتصادي بحران او په سیاسي کچه د اړي ګي سره مخامخ دي.

د اقتصادي بحران په مهال په سري لنکا کې ګراني زیاته شوي او د حکومت په ضد د تشدد نه ډک احتجاجونه شوي دي.

یو اېن اېچ ار او وویل سري لنکا کې د امنیت په برخه کې اصلاحات او احتساب وکړي.

په ورستي وخت کې سري لنکا کې د خوراک او د تېلو کمی پېدا شوی او د ملک د زر مبادله ختمې چې له امله يې حکومت لکه د تېلو په شان د ضرورت بنیادي شیان د بهر نه نشوو اخیستلی.

د اپرېل په میاشت کې د سري لنکا حکومت د پېنځه اشاریه یو بېلین ډالرو قرض په بېرته ادا کولو کې ناکامه شو او د نور قرض اخیستلو دپاره يې نړیوالې مالیاتې ادارې ايي اېم اېف سره خبرې شروع کړي دي.

د سري لنکا مرکزي بېنک اټکل کړی چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به سږ کال د رېکارډ اته فيصد کمی کېږي.

د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو د څانګې مشرې مېشېل باچيلی چې تېره میاشت يې د دندې مېعاد سر ته رسېدلی، په سري لنکا کې د انساني حقونو په اړه رپورټ کې وویل په اقتصادي توګه د ملک د دیوالیه کولو ذمه وار خلک دې عدالتونو ته مخامخ کړی شي.

ای اېف پي خبري اداره وايي دا لومړی ځل دې چې د یو اېن اېچ ار او په خپل رپورټ کې د سري لنکا د اقتصادي بحران مسله راپورته کړه او ويې د هېواد په خانه جنګۍ کې په تشدد کې ککړ خلک دې د انصاف سره مخامخ کړی شي.

د متحده قومونو د ۱۶ پاڼو په رپورټ کې د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وشوه چې د اقتصاد د بحالولو په لړ کې دې د سري لنکا ملاتړ وکړي خو د انساني حقونو خلاف ورزۍ او اقتصادي جرمونه دې هم په پام کې ونېسي.

د متحده قومونو د انساني حقونو دفتر د سري لنکا د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د اقتصادي جرمونو تحقیقات دې وکړي او د ملک غلا شوي اثاثې دې معلومې او لاس ته راوړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG