لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: کېدی شي اسرايل د غزه په بمبارۍ کې د جنګي قوانينو نه سرغړونه کړي وي


ياد دفتر د دې پخلی کړی چې د 200 نه زيات خلک په دې بمبارۍ کې وژل شوي چې پکې د اوسېدو ودانۍ، يو سکول، يو مارکيټ او د کډوالو کيمپونه په نخښه شوي وو.
ياد دفتر د دې پخلی کړی چې د 200 نه زيات خلک په دې بمبارۍ کې وژل شوي چې پکې د اوسېدو ودانۍ، يو سکول، يو مارکيټ او د کډوالو کيمپونه په نخښه شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي “په غزه د هوايي بمبار په وخت کېدلی شي اسرايل د جنګ د بنيادي اوصولو او قوانين نه په بيا بيا سرغړونه کړې وي”.

د شورو، چهارشنبې په ورځ په يو رپورټ کې ويلي شوي د تېر کال د اکتوبر او ډيسمبر ترمنځ د اسرايلي ځواکونو د شپږو بمباريو جاج اخستل شوی چې په غزه کې د روان جنګ د پيل ورځې وې.

ياد دفتر د دې پخلی کړی چې د 200 نه زيات خلک په دې بمبارۍ کې وژل شوي چې پکې د اوسېدو ودانۍ، يو سکول، يو مارکيټ او د کډوالو کيمپونه په نخښه شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هايي کمېشنر والکر ترک ويلي داسې ښکاري چې اسرايل داسې هيڅ هڅه نه ده کړې چې په غزه د بمبارۍ په کمپين کې په فلسطيني ولسي وګړو او د حماس په غړو کې توپير وکړي.

ترک وايي “د نړيوال بشري حقونو د قانون ترمخه ولسي ژوند او بنيادي وداني ته تحفظ حاصل دی. دا قانون په جنګ کې بوخت اړخونو ته يو ډېر روڼ اوصول ږدي چې ولسي ژوند ته تحفظ ورکول لمړيتوب دی”.

رپورټ وايي په يادو شپږو پېښو کې د درنو بمونو چې وزن يې د 113 کيلوګرام نه تر 907 کيلوګرام پورې و د استعمال شک موجود دی. رپورټ دا هم ويلي چې د فلسطيني جنګيالو ډلو لخوا په اسرايل د ميزايلو ويشتل هم د ياد قانون خلاف ورزي او د دې ډلو د خپلو ذمه وارو نه سر غړونه ده.

د حماس د ولقې لاندې غزه پټۍ کې د صحت چارواکي وايي په اکتوبر کې د اسرايلي ځواکونو د هوايي او زمکني بريدونو په نتيجه کې د 34,700 نه زيات خلک تر اوسه وژل شوي دي.

په خبر کې ځينې معلومات د ای پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG