لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: دموسمي بدلون له امله راتلونکي کې پاکستان ته دکال ۲۶بیلینه ډالر نقصان رسیدلی شي


د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د زده کړې د څانګې مشر ډاکټر نفيس محمد ډيوه ته وويل د موسمي بدلون له وجي د تودوخې کچه زياته شي، چې يو ورسره د اوبو کمی مخې ته راشي او بل بهر د کار کولو دورانيه د ګرمۍ له امله راکمه شي چې په پېداواري صلاحيتونو اغېز پرې باسي

د ملګري ملتونو د ايشيا او بحر و الکاهل د پاره د معاشي او ټولنيز کمېشن (ESCAP) په خپل تازه رپورټ کې ويلي پاکستان ته په راتلونکي کې د موسمي بدلون له امله کليز ۲۶ بيلينه ډالره نقصان کيدای شي.

څيړونکي وايي دلته د موسمي بدلون اثرات ښکاره شوي او دا د جاني زيان سره سره د مالي زيان سوب هم ګرځي۔

په رپورټ کې ويل شوي که موسمي بدلون حطرناکې کچې ته رسيږي نو هندوستان ته تر ټولو زيات کليز ۲۲۵ په دويم نمبر پاکستان ته ۲۶ بيلينه او ترکي ته ۲۴ بيلينا ډالره تاوان رسيدلی شي،

رپورټ کې ټولو ۵۳ هېوادونو ته د تاوان اندازه ۳۲۲ بيلينه ډالره لګول شوې ده،

پاکستان په دي هېوادونو کې په وړومبي نمبر دی چې تاوان يې د ملک مجموعي قامي امدن ۹ اعشاريه ۱ فيصد جوړيږي۔

رپورټ کې ويل شوي که موسمي بدلون خطرناکې کچې ته ونه رسيږي نو دا تاوان کمېدی شي۔

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د زده کړې د څانګې مشر ډاکټر نفيس محمد ډيوه ته وويل د موسمي بدلون له وجي د تودوخې کچه زياته شي، چې يو ورسره د اوبو کمی مخې ته راشي او بل بهر د کار کولو دورانيه د ګرمۍ له امله راکمه شي چې په پېداواري صلاحيتونو اغېز پرې باسي۔

نوموړي وويل په پاکستان کې د موسمي بدلون اثرات ليدل شروع شوي دي، ګرمې ورځ تربلې زياتيږي، بارانونه يا کم شوې او يا بې وخته کيږي، دسېلابونو کچه هم زياته شوې او ددې تر ټولو زيات اثرات په زراعتو پريوځي۔

"سوات کي سږکال د شلتالانو دباغونو پېدوار کم شوی، کوم باغ چې به وړاندې په ۴۶ لکه خرڅېدو هغه سږ کال په ۹ لکه روپۍ خرڅ شوی، دغسې د پياز، اوږې او نورو فصلونو پېدوار هم کم شوی چې ورسره په اقتصاد اثر پريوځي"

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي پاکستان کې د موسمي بدلون له امله کلیز دوه اعشاريه دوه ميلينه خلک اغيزمن کيږي او ورسره د پينځوؤ سوو نه زيات خلک ژوند د لاسه ورکوي.

رپورټ کې ويل شوي وړاندې به خلک د سيلابونو له امله ډير اغيزمن کيدل خو په روستيو کلونو کې ليدل کيږي چې د وچ کالۍ له وجې د خلکو په ژوند اثرات پريوځي۔

د رپورټ ترمخه پاکستان کي په وچو علاقو کې زراعت ته ۷۷ فيصده نقصان رسېدی شي کوم چې د خوراک د کمي سوب ګرځېدې شي۔

د موسمي بدلون په اثراتو نظر لرونکی خبريال داود خان وايي د نورې نړۍ په نسبت پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو تاوان زيات ښکاري۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل دلته که يو اړخ ته ځینو علاقو کې وچ کالي ده نو بيا ځینو علاقو کې سېلابونه راځي او د خلکو په تاوان تماميږي.

د پاکستان دحکومت له لوري لا هم ددې رپورټ په اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو د کال ۲۰۲۲ او ۲۳ بجټ کې یې دچاپیریال ساتنې لپاره څه کم لس بيلينه روپۍ مختص کړي دي،

د پاکستان د ماحولياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان په ۱۷ جون ويلي وؤ موسمي بدلون يوه نړیواله ستونزه ده او د نړۍ د ۱۰۰ نه زيات هېوادونه یې اغېزمن کړي دي.

نوموړي ويلي وو پاکستان کې هم ددغې اثرات ښکاري او د غنمو، ګنو او نورو فصلونو پېدوار کې کمی راغلی دی

XS
SM
MD
LG