لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا په اسرایل الزام لګولی چې د فلسطینیانو خلاف جنګي جرمونه کوي


اسرایلي سفېرې وویل دې کاونسل د ډیر وخت راهسې د اسرایل ولس نظر انداز کړی او د حماس حمایت یې کړی دی، دا د ترهګرو دپاره ډال جوړ شوی او د اسرایلیانو او یهودیانو خلاف په تشدد یې سترګې پټې کړي دي. "دا قرارداد په هیومن رایټس کاونسل او په مجموعي توګه په ملګرو ملتونو یو داغ دی."
اسرایلي سفېرې وویل دې کاونسل د ډیر وخت راهسې د اسرایل ولس نظر انداز کړی او د حماس حمایت یې کړی دی، دا د ترهګرو دپاره ډال جوړ شوی او د اسرایلیانو او یهودیانو خلاف په تشدد یې سترګې پټې کړي دي. "دا قرارداد په هیومن رایټس کاونسل او په مجموعي توګه په ملګرو ملتونو یو داغ دی."

د ملګرو ملتونو هیومن رایټس کاونسل یا د انساني حقونو شورا د جمعې په ورځ په لوی اکثریت یو قرارداد منظور کړو چې په کې غوښتنه شوې چې په غزه کې د ممکنه جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د ممکنه جرمونو په سر دې د اسرایل احتساب وشي. شپږو ملکونو د قرارداد خلاف او ۲۹ ملکونو د قرارداد په حق کې ووټونه ورکړل. دیارلسو ملکونو قرارداد په حق او یا په مخالفت کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

د کاونسل په تالار کې چې په قرارداد د ووټونو د نتېجې اعلان وشونو هغو ملکونو د خوشحالۍ اظهار وکړو چې د قرارداد حمایت يې کولو. د قرارداد مخالفینو مایوسي څرګنده کړه.

ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفېرې میراو اېلیون شهار د قرارداد وروسته خبریالانو ته وویل د ملګرو ملتونو هیومن رایټس کاونسل دا اوس یو داسې قرارداد منظور کړو چې دوي ګڼی چې د انصاف او د احتساب دپاره دی.

شهار وویل قرارداد په واضحه توګه ښيي چې اسرایل هېڅ اهمیت نه لري، د یهودیانو قتل هېڅ معنا نه لري، یرغمل کسان هېڅ معنا نه لري او د اسرایلي ښځو سره په زور جنسي فعل هېڅ معنا نه لري. د فلسطیني ترهګرۍ ښکار اسرایلیانو دپاره احتساب چېرته دی.

د ملګرو ملتونو د هیومن رایټس کاونسل په قرارداد کې غوښتنه شوي چې ټول غړي ملکونو دې اسرایل ته د وسلې او ګوله باردو خرڅون ودروي، اسرایل دې په سمدستي ډول دې د غزه محاصره او د اجتماعي سزا ټول قسمونه دي ختم کړي.

په قرارداد کې په غزه کې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه هم شوې ده.

د پاکستان سفیر بلال احمد د مسلمانانو ملکونو تنظیم ارګنایزېشن فار اسلامېک کواپرېشن، او ايي سي، په نمایندګۍ قرارداد پېښ کړو. هغه وویل قرارداد په مقبوضه فلسطيني علاقو او په غزه کې د انساني حقونو د سنګینو خلاف ورزیو او نړیوال قانون ته د اسرایل د عدم احترام په جواب کې وړاندې کړی شوی دی.

بلال احمد وویل د قرارداد سریزه په مقبوضه فلسطیني علاقو کې د جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف جرمونو او د انصاف د نړیوال عدالت په تعین چې د اسرایل د قبضه دلاندې فلسطیني ولس د ممکنه د نسل وژنې سره مخامخ دی د کاونسل د تشویش عکاسي کوي.

په قرارداد د ووټونو نه مخکې په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو دپاره فلسطیني سفیر ابراهیم خریشه په خپل جذباتي تقریر کې په غزه کې صورتحال ته د کاونسل د غړو توجه وګرځوله او ويې وېل چې هلته انساني بحران دی. هغه وویل غواړي چې ټول وېښ شي او د هغه په قول نسل وژنه ودروي. هغه زیاته کړه چې په زرګونو بې ګناه خلک وژل کېږي چې په ټوله دنیا کې په ټېلې وېژن نشر کېږي او پکار ده چې ودرول شي.
په جېنېوا کې د امریکې سفېرې مېشېل ټېلر هم دې خبرې سره اتفاق وکړو چې په غزه کې ډېر زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

مېرمن مېشېل وویل د ملکي کسانو ژوند محفوظ ساتل نه یوازې اخلاقي بلکې سټرېټيجېک اهمیت هم لري خو اسرایل ملکي کسانو ته د نقصان کمېدو دپاره مناسب ګامونه نه دي اخېستلي او امریکې په مستقل ډول د انساني ژوند په غېر معمولي زیان او د بشري امداد په کمي په مستقل ډول تشویش څرګندوي. هغې زیاته کړه چې د انساني امداد کمي په غزه کې سړي، ښځې او ماشومان د لوږې څنډې ته ور سوولې دي.

په جنګ کې د اسرایل په چلند د تنقید باوجود مېرمن ټېلر وویل امریکې ځکه د هیومن رایټس کاونسل د قرارداد په حق کې ځکه هم ووټ ور نه کړو چې د هغې په قول په قرارداد کې ډېر لانجمن عناصر وو.

هغې وویل په قرارداد کې د حماس په خصوصي توګه غندنه نه ده شوي چې په اسرایل يې په اووم اکتوبر حمله وکړه. هغې وویل نه هم د حماس د دغو ګامونو د ترهګرۍ د نوعیت په اړه څه ذکر شوی دی.

امریکايي سفيرې وویل د قرارداد په متن کې د حماس په ولکه کې د یرغمال کسانو او د اسرایل په قېد کې د فلسطینیانو په حالاتو کې څه فرق نه دی شوی. هغې وویل یرغمال کسان یو داسې ترهګر تنظیم نیولي چې د نړیوال قانون پرواه نه کوي او امکان دی چې یرغمال کسان د جنسي تشدد سره اوس هم مخامخ کېږي.

بلخوا، امریکايي استازې زیاته کړه، د اسرایل په قېد د بندیوانو د سرنويشت سرپرستي قوانین کوي. هغې وویل دا واضحه ده چې دواړه ډلې برابر نه دي.

د دولسو نه زیاتو ملکونو د قرارداد په کلک حمایت کې خبرې وکړې. امریکې، ارجنټینا، بلغاریه، جرمني، ملاوي او پېراګوی د قرارداد په مخالفت کې ووټونه ورکړل. فرانس د رای د اظهار نه ډډه وکړه.

اسرایلي سفیري مایوسي څرګنده کړې چې ځینو يورپي ملکونو یې حمایت و نه کړو او د بېلجیم، لکسمبرګ او د فېن لېنډ نومونه يې واخیستل چې د هغې په قول د یو داسې قرارداد حمایت یې وکړو چې د حماس غندنه په کې نه ده شوې.

اسرایلي سفېرې وویل دې کاونسل د ډیر وخت راهسې د اسرایل ولس نظر انداز کړی او د حماس حمایت یې کړی دی، دا د ترهګرو دپاره ډال جوړ شوی او د اسرایلیانو او یهودیانو خلاف په تشدد یې سترګې پټې کړي دي. "دا قرارداد په هیومن رایټس کاونسل او په مجموعي توګه په ملګرو ملتونو یو داغ دی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG