لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې لږ تر لږه اته د پولیو کارکونکي وژل شوي 


د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو نایب خاص استازي رمیض الاکبروف په تخار او کندز کې د پولیو په کارکونکو د حملې غندنه وکړه او د دې په اړه یې معلومات شریک کړل
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو نایب خاص استازي رمیض الاکبروف په تخار او کندز کې د پولیو په کارکونکو د حملې غندنه وکړه او د دې په اړه یې معلومات شریک کړل

ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان په تخار او کندز ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کېمپېن په مهال لږ تر لږه اته کارکونکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ووژل شوو.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو نایب خاص استازي رمیض الاکبروف په تخار او کندز کې د پولیو په کارکونکو د حملې غندنه وکړه او د دې په اړه یې معلومات شریک کړل.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر په خپل یو بیان کې وویل دپولیو دغه کارکوونکي په داسې حال کې وژل شوي چې د انسانانو ژوند یې بچ کولو.

د بیان ترمخه د پولیو کارکونکي د تخار ولایت په تلقان ولسوالۍ، په کندوز ښار کې او د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې وژل شوي دي۔

ملګرو ملتونو وویل د وژل شوو کسانو د کورنۍ او ملګرو سره غمرازي کوي.


الاکبروف په خپل بیان کې ووېل په افغانستان کې د پولیو په ضد د کېمپېن شروع کېدو نه پس دا لومړی ځل دی چې د پولیو په کارکونکو حمله شوي ده.

هغه وویل د حملې وروسته طالبانو په دواړو ولایتونو کې کور په کور ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د رسولو مهم وځنډولو.

په سملاسي ډول د حملې مسولیت لا چا نه دی منلی خو د وي او ای رپورټ وايي د دې نه وړاندې هم په افغانستان کې د پولیو په کارکونکو حملې شوي دي او تېر کال په افغانستان کې د پولیو ضد کېمپېنونو په مهال نهه د پولیو کارکونکي وژل شوي دي.

الاکبروف غوښتنه وکړه چې د پولیو کارکونکو په ضد تشدد دې ودرول شوي. "دا د بشریت د نړیوال قانون خلاف ورزي ده."

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني هېوادونه دي چې د پولیو مرض پکې اوس هم موجود دی او د وی او ای رپورټ وايي په دواړو ملکونو کې د پولیو کېسونه کم شوي دي.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د پولیو ورستۍ پېښه تېر کال رپورټ شوي وه.

په افغانستان کې سږ کال د پولیو یو کېس رپورټ شوی دی. تېر کال دا شمیره څلور وه.

د ملګرو ملتونو په بيان کې دا هم ويل شوي چې د پوليو ضد د قطرو ورکولو کمپاين لکونو ماشومانو ته په رسېدو او هغوي د پوليو رنځ نه په بچ کېدو کې اغېزمن او مهم کردار ادا کوي۔ ماشومان د صحتمند ژوند نه محرومه کول غېرانساني سلوک دی۔

د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو او په ملک کې د جنګ د ختمیدو وروسته ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو شرح زیاته شوي ده او د صحت کارکونکو د نومبر او د ډسمبر په میاشتو کې دوه اشاریه شپږ مېلېن ماشومانو ته په تېرو دریو کلونو کې په لومړي ځل د پولیو وېکسین ور ورسول.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG