لاس رسیدونکی لینک

 
متحده قامونه: ایران په دریو میاشتو کې د ۱۰۰ نه زیاتو کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي
تازه خبر

متحده قامونه: ایران په دریو میاشتو کې د ۱۰۰ نه زیاتو کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي


په جنېوا کې د ايران مستقل معاون استازي مهدي علي ابادي د رپورټ غندنه وکړه او وايي دا د غربي ملکونو په ملګرو ملتونو ورتپلې يوه ناوړې ذمه واري ده چې د ايران بده څېره وښايي
په جنېوا کې د ايران مستقل معاون استازي مهدي علي ابادي د رپورټ غندنه وکړه او وايي دا د غربي ملکونو په ملګرو ملتونو ورتپلې يوه ناوړې ذمه واري ده چې د ايران بده څېره وښايي

د متحده قامونو د سيکرټري جنرل انټونيو ګويټرېس د رپورټ تر مخه ايران روان کال د جنورۍ نه تر مارچ پورې د سلو نه زياتو خلکو ته د پانسۍ سزاګانې وکرړي. رپورټ وايي دا يو وېرونکی عمل دی چې په زياتېدو دی.

په جنېوا کې ياد رپورټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته د نهې/سه شنمې په ورځ د يو اين د بشري حقونو د څانګې معاون مشرې نادا الناشېف وړاندې کړو.
دا د ايران په اړه تازه رپورټ دی چې پکې د زياتېدونکو سزاګانو غندنه شوې ده.

اغلې ناشېف وويل “ايران په کال 2020 کې 260 او په کال 2021 کې 310 خلکو ته د مرګ سزاګانې ورکړي چې 14 پکې ښځې هم دي”.

هغه وايي دا لړۍ دې کال هم روانه ده چې د جنورۍ د پيل نه د 20 مارچ پورې ايران کم نه کم 105 تنه پانسي کړي چې ګڼ شمېر خلک پکې د لږکيو ډلو دي.

ناشېف وايي په رپورټ کې په دې ژورې انديښنې څرګندې شوي چې په وړو جرمونو لکه د نشيزو توکو سره تړلي جرمونه چې په هغې کې هم ايران د مرګ سزاګانې ورکړي.

هغې کونسل ته وويل “د مرګ سزاګانې ورکول کيږي خو دا په غټو جرمونو کې نه وي او بله دا چې د عدالت نظام يې هم د معياري عدالتونو په شان باوري نه دی”.

الناشېف وايي په مارچ کې يې 52 تنو ته د مخدره موادو سره تړلي مقدمو کې د مرګ سزاګانې ورکړلې چې د دې د پاره يې د شيراز جيل منتقل کړي وو. هغې په دې خفګان څرګند کړو چې د نړيوال قانون تر مخه کم عمره تنانو ته د مرګ سزا نه شي ورکول کېدی خو ايران د دې قانون نه هم سر غړونه کوي.

هغه وايي د کال 2021 د اګست مياشت نه د کال 2022 د مارچ پورې دوه تنه چې عمرونه يې کم وو خو په منلي جرمونو کې ورته د مرګ سزا ورکړل شوه او 85 کم عمره نور تنان د مرګ سزا ته په انتظار دي.

دې کال په فيبرورۍ کې د ايران سپريم کورټ يوه مثبته فيصله کړې چې د يو تن د مرګ سزا يې ختمه کړې څوک چې د اتلس کلونو راهسې بندي او د مرګ سزاوار و.

د بشري حقونو د څانګې معاون مشرې په ايران کې د نورو بشري حقونو نه د سر غړونې ذکر هم وکړو او ويې ويل په خاصه توګه د سياسي، ټولنيز او اقتصادي ستونزو په سر مظاهره کونکي نيول کيږي او حقونه يې پايمال کيږي.

په جنېوا کې د ايران مستقل معاون استازي مهدي علي ابادي د رپورټ غندنه وکړه او وايي دا د غربي ملکونو په ملګرو ملتونو ورتپلې يوه ناوړې ذمه واري ده چې د ايران بده څېره وښايي او رپورټ ته يې د بد نيتۍ رپورټ وويلو.

ابادي وايي “د بشري حقونو سپېڅلي اصول د سياسي وسلې په توګه کارول د منلو وړ نه ده او دا بې عزته کار دی”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG