لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي د افغانستان له سېلاب ځپلیو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ترتیبولو اداره «اوچا» وایي د افغانستان د شمالي ولایتونو په وروستیو سیلابونو کې له زیانمن شویو خلکو سره بشري مرستې روانې دي او تر اوسه د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې له نیژدې 15,000 کسانو سره مرستې شوي، خو سیلاب ځپلي ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لري.

سېو دي چلډرن وایي په بورکه ولسوالۍ کې- چې تر ټولو زیاته سېلاب ځپلې ده- سېلاب ځپلي ماشومان او کورنۍ دا مهال تر ونو لاندې او یا هم د خپلو ورانو کورونو په کنډوالو کې اوسېږي ځکه چې وایي‌ سېلاب یې نیژدې ټول کلی تباه کړی دی.

اوچا د می پر 16مه په یو رپوټ کې ویلي، تر اوسه 10,000 کسانو ته خواړه او د کرنې په برخه کې نغده مرسته برابره شوې، له 2,500 کسانو سره د خېمو، تشنابونو او د پخلي د لوښو او لږ تر لږه 500 کسانو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې مرستې برابرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي د می پر 10 او 11مه له ګڼ باران وروسته د افغانستان د درو شمالي ولایتونو بغلان، بدخشان او تخار په 21 ولسوالیو کې سختو سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیات زیانونه اړولي دي.

دې ادارې ویلي تر اوسه په دغو سیلابونو کې د 180 کسانو مړینه او د 280 تنو نورو ټپي کېدل تایید شوي دي. وایي په دغو مړه شویو کسانو کې تر پینځه کلنۍ کښته عمر 51 ماشومان او 74 ښځې هم شاملې دي.

اوچا وایي تر اوسه د 3,390 کورونو تباه کېدل او یا هم ورته زیان رسېدل تایید شوي، چې وایي له امله یې په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.

د دې ادارې د رپوټ له مخې سېلابونو سړکونو، پلونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، کرنیزو مځکو ته زیان رسولی او څاروي یې هم وړي دي.

اوچا ویلي تر اوسه دا تایید شوې چې په سېلابونو کې یواځې په بغلان جدید ولسوالۍ کې 470 څاروي مړه شوي، 700 ایکړه کرنیزه مځکه او 20 کیلیومیټره د اوبو لګولو نهرونه زیانمن شوي دي او په دې اړه نوره ارزونه لا هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي ځینې لارې پاکې شوي، خو لا هم بورکه او نهرین ولسوالیو ته د غزېدلي سړک د خرابېدو له امله ستونځې لا شته او دغو سیمو ته د تګ راتګ لپاره هوايي ټرانسپورټ ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د یورپي اتحاد د بیړني غبرګون د همغږۍ مرکز د خپلو همکارانو له خولې ویلي، د تېرې اونۍ په سیلابونو کې په ټول افغانستان کې تر 80,000 زیاتو کسانو ته زیان رسېدلی دی.

یورپي اتحاد پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، په دغو سیلابونو کې 331 کسان مړه شوي، 396 ټپیان شوي او شاوخوا 12,000 کورونه تباه شوي او یا هم ورته زیان رسېدلی دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ادارې په یو رپوټ کې ویلي، د افغانستان 25 ولایتونه په پسرلي کې په غیرمعمول ډول سختو بارانونو او سېلابونو ځپلي دي، وایي یواځې په بغلان کې تر اوسه د 200 کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ماشومانو لپاره کارکوونکې ادارې سېو دي چلډرن د می پر 13مه ویلي وو، د بغلان شاوخوا 40,000 ماشومان له سیلابونو وروسته بې کوره شوي دي. وایي په دغو زورورو سېلابونو کې له ښځو او سړیو سره سره ګڼ شمېر ماشومان هم مړه شوي دي.

یادونه:- د رپوټ‌ ډېره برخه له وي او اې اشنا اخیستل شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG