لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: افغانانو سره د مالی مرستې دپاره ملګرو ملتونو پنګه جوړه کړه


رپورټ وايي په افغانستان کې بېنکونو سره پېسې په ختمېدو دي، د حکومت کارکوونکو ته معاشونه (تنخاګانې) نه دي ورکړی شوي او په ملک کې د خوراک قیمتونه زیات شوي دي
رپورټ وايي په افغانستان کې بېنکونو سره پېسې په ختمېدو دي، د حکومت کارکوونکو ته معاشونه (تنخاګانې) نه دي ورکړی شوي او په ملک کې د خوراک قیمتونه زیات شوي دي

ملګرو ملتونو ویلي افغان ولس سره په بېړڼۍ ډول د مالي مرستې دپاره یې پنګه جوړه کړې ده.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه افغانانو سره مرستې دپاره د پنګې جوړولو اعلان ملګرو ملتونو د زیارت، چهارشنبې، په ورځ وکړو او ویې وېل پنګې ته پېسې به د هغو مرستو نه اخیستل کېږي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه پس مرسته کوونکو منجمد کړي دي.

ملګرو ملتونو وویل په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد "په غورځېدو" دی د پنګې هدف افغان کورنیو ته مالي مرستې رسوول دي چې دا ډول نه یوازې د ژمي موسم تېر کړی شي بلکې افغانان د کړګېچ باوجود هم په کورونو پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د ترقیاتي پروګرام یو اېن ډوېلپمنټ پروګرام منتظم اېکېم سټاینر وویل جرمني لومړی ملک دی چې افغانانو دپاره پنګې ته یې د 58 مېلین ډالرو ورکولو لوظ کړی دی او یو اېن ډي پي د نورو ملکونو سره هم په رابطه کې دی چې وسایل متحرک کړي.

سټاینر یوې خبري غوڼدې ته وویل پکار ده چې د "ولس اقتصاد" ته ثبات ورکړی شي چې نه یوازېژوندونه بلکې د خلکو روزګارونه هم محفوظ کړي.

هغه وویل که چېرې د افغانانو سره مرسته ونکړی شي نو په مېلینونو افغانان به په خپله ځمکه، کورونو کې او کلو کې د ژوندي پاتې جوګه نشي. "د دې په مضمراتو پوهېدل مشکل نه دي،" هغه وویل چې په غېر مستقیم ډول یې اشاره دا وه چې ګني افغانان په هجرت مجبور شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد کې 30 فیصد کمی کېږي چې له امله یې افغانستان نه ګاونډي ملکونو،‌ ترکي او یورپ ته خلک مهاجرت کولی شي.

رویټرز وايي د پخواني صدر اشرف غني حکومت د ختمېدو او طالبانو د واکمنۍ نه پس په بهر ملکونو کې د افغانستان د مرکزي بېنک اثاثې منجمد کړی شوي دي او نړیوالو مالیاتي ادارو پېسو ته د افغانستان رسايي ځنډولې خو د څه نه څه مرستې افغانستان ته لېږل کېږي.

رپورټ وايي په افغانستان کې بېنکونو سره پېسې په ختمېدو دي، د حکومت کارکوونکو ته معاشونه (تنخاګانې) نه دي ورکړی شوي او په ملک کې د خوراک قیمتونه زیات شوي دي.

د اېشیا او بحرالالکاهل سیمې دپاره د یو اېن ډي پي مشرې کاني وېګناراجا وویل د ملګرو ملتونو د پنګې دلارې به مالي امداد په افغانستان کې د وچکالۍ او سېلابونو د مخنیوي په شان د پروګرامونو کار کوونکو، وړو کاروباریانو او په عارضي توګه د زیات عمر او په جسماني معزورۍ کې مبتلا خلکو ته ورکول کېږي.

کاني وېګناراجا زیاته کړه چې یو اېن ډي پي په لومړي کال کې افغانانو سره د مرستې مالیت اندازه 667 مېلین ډالر لګولي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG