لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېکیورټي کاونسل وایي د شام ولس دې په خپله خوښه د خپل اینده فېصله وکړي


پېډرسن د دمشق نه د سېکیورټي کاونسل ۱۵ غړو ته د صورتحال په اړه معلومات ورکول. هغه په دمشق کې د باغیانو د مشر احمدالشرع او د نګران وزیراظعم محمد البشیرسره ملاقاتونه وکړل
پېډرسن د دمشق نه د سېکیورټي کاونسل ۱۵ غړو ته د صورتحال په اړه معلومات ورکول. هغه په دمشق کې د باغیانو د مشر احمدالشرع او د نګران وزیراظعم محمد البشیرسره ملاقاتونه وکړل

د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا غوښتنه کړې چې د شام ولس دې په ازاده او جمهوري طریقه د خپل اینده تعین وکړي.

سېکیورټي کاونسل د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل پکار ده چې په شام کې حکومت جوړولو دپاره سیاسي عمل د کال ۲۰۱۵ د سېکیورټي کاونسل د قرارداد په بنیاد ترسره کړی شي چې د نوي ایین او د ملګرو ملتونو د څارنې لاندې د انتخاباتو غوښتنه کوي.

د سېکیورټي کاونسل په بیان کې دا هم وېل شوي چې د داعش مخه دې ونیول شي چې په شام کې خپل صلاحیتونه بیا قایم نه کړی شي. یوه لسیزه مخکې داعش د شام په مشرق کې په پراخه کچه سیمو قبضه کړې وه.

سېکیورټي کاونسل د شام په ګاونډیو ملکونو غږ وکړو چې داسې ګامونه دې نه اخلي چې د یو بل امنیت ته نقصان ورسووي. د شام او اسرایل نه په خصوصي توګه مطالبه وشوه چې په جولان یا ګولان غونډیو کې د دواړو ملکونو ترمنځ د غېر پوځي علاقې د څارنې دپاره ګمارل شوي د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ځواکونه دې د زیان نه محفوظ وساتي.

د شام دپاره د ملګرو ملتونو استازي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې په شام کې جنګ لا ختم نه دی، ملک د نازکې مرحلې نه تېرېږي او بې شمېره مشکلات ورته مخې ته پراته دي او پکار ده چې د ټول شموله حکومت د جوړېدو په لوري پرمختګ وکړی شي.

ګېیرپېډرسن سېکیورټي کاونسل ته وویل دا وخت ډېر امید پېدا شوی چې شام د امن، اقتصادي ثبات او ترقۍ او د شام د ولس دپاره د ټول شمولیت او احتساب موقعه لري.

پېډرسن زیاته کړه دا ویره هم موجود ده چې که چېرې د شام ولس او یا نړیوالې ټولنې حالات په سمولو کې غلطي وکړه نو صورتحال بیا د خرابېدو امکان هم موجود دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

پېډرسن د دمشق نه د سېکیورټي کاونسل ۱۵ غړو ته د صورتحال په اړه معلومات ورکول. هغه په دمشق کې د باغیانو د مشر احمدالشرع او د نګران وزیراظعم محمد البشیرسره ملاقاتونه وکړل.

پېډرسن او د سېکیورټي کاونسل یوشمېر نورو غړو اسرایل خبرداره کړو چې په جولان غونډۍ دې قبضه نه کوي او په دې لړ کې يې د بشارلاسد حکومت د نسکورېدو وروسته په سیمه کې د اسرایلي ځواکونو د پېش قدمۍ او د شام په مختلفو علاقو د اسرایل د ۳۵۰ نه د زیاتو حملو ذکر وکړو.

پېډرسن وویل پکار ده چې اسرایل په ګولان غونډیو کې د ابادکارۍ ټولې هلې ځلې ودروي ځکه چې د هغه په قول دا غېرقانوني دي. پېډرسن دا غوښتنه هم وکړه چې د شام په سالمیت او د علاقايي خودمختارۍ حملې ودرېدل پکار دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د دفاع وزیر اېزرایل کېټز ترڅنګ په وړمبي ځل د شام خاورې ته ور واوړېدل او د شام د پولې دننه د جبل الاشېخ نومې سیمې دوره يې وکړه.

کېټز وویل اسرایل به په غېرپوځي علاقه یا بفر زون کې تر هغه وخت پورې موجودګي لري تر څو چې يې ضرورت وي.

اسرایل د ۱۹۶۷ په جنګ کې په جولان غونډیو قبضه وکړه او وروسته یې دا علاقه په ملک کې ضم کړه. واشنګټن د اسرایل دغه اقدام تسلیم کړی دی خو د ملګرو ملتونو په شمول زیاتره نړیواله ټولنه يې نه مني.

اسرایل یوازنی ملک نه دی چې په شام کې پوځ استعمالوي. د هېواد په شمال مشرقي سیمه کې د ترک ځواکونه د امریکې حمایت یافته سېرین ډېموکرېټېک فورسز، اېس ډي اېف، خلاف جنګېږي. د دواړو خواو ترمنځ د پینځو ورځو د ډزبندۍ وخت ختم شوی خو یو امریکايي چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ډزبندي غځول شوې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د دفاع وزیر اېزرایل کېټز ترڅنګ په وړمبي ځل د شام خاورې ته ور واوړېدل او د شام د پولې دننه د جبل الاشېخ نومې سیمې دوره يې وکړه
د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د دفاع وزیر اېزرایل کېټز ترڅنګ په وړمبي ځل د شام خاورې ته ور واوړېدل او د شام د پولې دننه د جبل الاشېخ نومې سیمې دوره يې وکړه

د ۱۴ کلونو د خانه جنګۍ وروسته شام د دنیا د لويو انساني بحرانونو څخه یو دی. د انساني امداد دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر ټام فلېچر وویل په شام کې ۱۷ مېلین خلک، چې د ابادۍ د ۷۰ فیصد نه زیاته برخه ده، امداد ته ضرورت لري خو د دې دپاره پېسې نیشته.

فلېچر هم په دمشق کې و او سېکیورټي کاونسل ته يې وویل الشرع سره ملاقات کې ورته دا اطمینان ورکړی شوی دی چې د شام په سرحدونو به بشري امداد ته اجازت ورکول کېږي.

فلېچر وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام د حلب ښار دوره کوي او بیا به انقره، ترکي، ته ورځي. هغه وویل توقعو ده چې د لبنان او اردن چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي. په دریو واړو ملکونو کې په لویه شمېره کې د شام کډوالو پناه اخیستې ده.

د روس او د چین په شمول د سېکیورټي کاونسل ګڼ شمېر ملکونو غوښتنه وکړه چې شام لګېدلي پابندۍ دې لرې کړی شي. پېډرسن په امریکا او په یورپين یونین په خصوصي توګه غږ کړی چې په شام دې خپلې یکطرفه پابندۍ ختم کړي چې دا ډول جنګ ځپلې هېواد سره مرسته وکړی شي. د اقتصادي کړکېچ په سبب د شام ۹۰ فیصده ابادي په غربت کې ژوند کوي.

یادونه: د دې خبر دپاره د ای پی، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه هم معلومات اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG