لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او چین په امنیت شورا کې د غزې د ډزبندۍ په اړه د امریکې قرارداد ویټو کړ او منظور نه شو


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه پټۍ کې د بیړنۍ ډزبندۍ د غوښتنې په اړه د امریکې وړاندې شوی قرارداد چين او روس ويټو يا رد کړی او منظور نه شو. امریکې په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

په دې قرارداد کې- چې ګیانا هېواد هم له رایې ورکولو ډډه کړې- په غزه کې د بیړنۍ او د شپږو اوونیو لپاره د دوامدارې ډزبندۍ، د عامو خلکو د ژغورنې او بشري‌ مرستو د رسېدو غوښتنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، "د شورا لوی اکثریت د قرارداد په حق کې رایې ورکړې، خو له بده مرغه روس او چین یې د ویټو کولو پرېکړه وکړه".

مېرمن ګرینفیلډ په قرارداد باندې تر رایو اچول کېدو مخکې ویلي وو، دا به د امنیت شورا لپاره یوه "تاریخي غلطي" وي که دا قرارداد منظور نه کړي.

د اسرایل استازي ګیلېډ اردن وویل د امریکې د قرارداد په مسوده کې به په لومړي ځل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر اسرایل د حماس بریدونه غندل شوي وای، خو وایي د قرارداد نه منظورېدل "یو داغ دی چې هېر به نه کړل شي".

په ملګرو ملتونو کې د روس استازي واسیلي نیبینزیا هم په قرارداد باندې تر رایې اچولو مخکې د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د قرارداد په حق کې خپلې رایې ور نه کړي.

نیبینزیا تور ولګاوه چې دا قرارداد "ډېر زیات سیاسي" رنګ لري ځکه چې وایي په دې کې داسې اشارې شته چې اسرایل په رفح کې پوځي عملیات پیلوي، خو امریکا بیا بیا له اسرایل غوښتي چې په رفح کې مځکني عملیات ونه کړي.

د روس استازي‌ وویل، "دا [قرارداد] به د اسرایلو لاس ازاد کړي او نتیجه به یې دا وي چې ټوله غزه او د غزې ټوله ابادۍ له تباهۍ،‌ ویجاړۍ او کډوالۍ سره مخ کړي".

واسیلي نیبینزیا وویل د امنیت شورا یو شمېر غیردایمي غړو د غزې د ډزبندۍ په اړه یو متبادل قرارداد وړاندې کړی وو، چې د ده په وینا مناسبته مسوده یې وه او داسې څه جواز نه وو چې د شورا غړي یې ملاتړ ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژنګ جون وویل بېجنګ هم د متبادل قرارداد ملاتړ کوي او وایي تر ټولو بیړنی اقدام چې باید امنیت شورا یې واخلي هغه د بیړنۍ او بې له شرطه ډزبندۍ غوښتنه ده.

خو د امریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ له متبادل قرارداد سره مخالفت ښکاره کړی او وایي "په اوسني حالت کې دا مسوده په دې ناکامه شوې چې په سیمه کې د سفارتکارۍ د هڅو ملاتړ وکړي، دا کولای شي حماس ته د مذاکراتو له مېزه د تېښتې پلمه په لاس ورکړي".

یو سفارتکار وایي د موزنبیق په همکارۍ د امنیت شورا د 10 غړو د قرارداد مسوده کېدای شي د جمعې په ماسپښین د رایو لپاره وړاندې شي.

رویټرز وایي دا مسوده یې تر لاسه کړې چې پکې په روژه میاشت کې په غزه کې د سمدستي ډزبندۍ، د ټولو یرغمل کسانو د خوشي کېدو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي وایي امریکې چې کوم قرارداد وړاندې کړی د هغه مسوده متوازن نه وه او نیوکه یې ورباندې وکړه چې وایي په رفح کې د اسرایل د پوځي‌ عملیاتو په اړه څرګند دریځ پکې نه دی ښکاره کړل شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG