لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېکیورټي کاونسل د مسجدالاقصا موجوده حېثیت د برقرارساتلو غوښتنه کړې


د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل د قامي سلامتیا نوي وزیر اتمار بن ګوېر د سخت امنیتي ګامونو په بدرګه کې د مسجدالاقصا د اڼګړ دوره وکړه
د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل د قامي سلامتیا نوي وزیر اتمار بن ګوېر د سخت امنیتي ګامونو په بدرګه کې د مسجدالاقصا د اڼګړ دوره وکړه

په یروشلم کې مسجد القصا ته د اسرایل د یو سخت دریځه وزیر د دورې وروسته د متحده قومونو سېکورټي کاونسل یا امنیتي شورا غوښتنه کړې چې د الاقصا موجوده حېثیت دې برقرار وساتل شي.

سېکیورټي کاونسل دغه غوښتنه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

د منځني ختیځ دپاره د متحده قومونو اسسټنټ سېکرېټري جنرل خالد خیاري د سېکورټي کاونسل غړو ته د حال تېرولو په مهال وویل څنګه چې په تېرو وختونو کې هم لیدل شوي، د یروشلم په مقدس مقام کې صورتحال انتهايي نازک دی او هلته څه قسمه پېښه "په مقبوضه فلسطیني علاقو، په اسرایل" او په سیمه کې تشدد راپارولی شي.

ښاغلي خیاري غوښتنه وکړه چې د الاقصا "سټېټس کوو" یا موجود حېثیت دې په ځای وساتل شي. په موجوده وخت کې یهودیان او عیسایان مسجدالاقصا ته په خاص وختونو کې ورتللی شي خو یوازې مسلمانان هلته عبادت کولی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سېکیورټي کاونسل غونډه د اردن او فلسطینیانو په غوښتنه رابلل شوي وه. متحده عرب اماراتو، چین، فرانس او مالټا د غوندې غونډې ته رابلل کېدو حمایت کړی و.

د اسرایل د ښي لاس انتهاپسند حکومت د ډسمبر په 29 نېټه د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په مشرۍ کې سوګند پورته کړو. نېټن یاهو په شپږم ځل د وزیراعظمۍ چوکۍ ترلاسه کړه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل د قامي سلامتیا نوي وزیر اتمار بن ګوېر د سخت امنیتي ګامونو په بدرګه کې د مسجدالاقصا د اڼګړ دوره وکړه.

د کال 2017 نه پس دا لومړی ځل دی چې یو اسرایلي وزیر د مسجد الاقصا دوره وکړه. مسجد الاقصا مسلمانان د الحرم الشریف او یهودیان يې د جبل الهېکل یا د ټېمپل په نامه هم یادوي.

د وي او ای رپورټ وايي د ښي لاس انتها پسند بن ګوېر د اسرایل د نوي کابینې په لانجمنو غړو کې شامل دی او په 2007 کې ورته د اسرایل یو عدالت د عربانو خلاف د نسلي تعصب راپارولو په الزام سزا ورکړې وه. هغه د پرتشدد یهودي تنظیم کهانزم غړی هم پاتې شوی دی.

که څه هم د بن ګوېر د دورې په مهال د تشدد څه قسمه پېښه و نه شوه عرب ملکونو یې غندنه وکړه او مسجد الاقصا ته د هغه تګ یې "راپارونکی" وبللو. په دغو عرب ملکونو هغه هم شامل و چې اسرایل سره یې سفارتي تعلقات قایم کړي دي.

د متحده قومونو دپاره فلسطیني استازي ریاض منصور وویل د بن ګوېر ارادې واضحه وې. ښاغلي منصور وویل بن ګوېر په هغه انتها پسنده اېجنډه روان دی چې ټول عمر یې پېروي کړې ده چې د مسجد الاقصا تاریخي او قانوني حېثیت ختم کړي. فلسطیني استازي زیاته کړه چې بن ګوېر د دې پروا نه کوي چې د دغې ګام نتېجې به څه وي؟

د نېټن یاهو دفتر وویل اسرایلي وزیراعظم ژمنه لري چې د مسجدالاقصا موجوده حېثیت برقرار وساتي.

د سېکیورټي کاونسل غونډې ته د امریکې استازي رابرټ ووډ وویل امید کوي چې اسرایل به خپل لوظ ولاړ پاتې شي.

متحده قومونو دپاره د اسرایل استازي مسجدالاقصا ته د بن ګوېر د سفر حمایت وکړو. اسرایلي سفارتکار ګېلاد اردن وویل د بن ګوېر سفر د مسجدالاقصا د موجود حېثیت سره سمون خوري، یهودیان جبل الهېکل ته ورتللی شي او څو هم چې د دې برعکس خبره کوي حالاتو ته لمن وهي.

د اردن شاه عبدالله د په یروشلم کې د مسلمانانو او د عیسایانو د مقدسو مقاماتو نګران دی. د هغه استازي وویل د بن ګوېر غیراعلانیه دوره د مسجدالاقصا د سټېټس کوو خلاف ورزي وه.

سفارتکار محمود حمود وویل د ګوېر دوره د متحده قومونو د دوو قراردادونو او د الاقاف تنظیم د معاهدو خلاف ورزي وه.

د متحده قومونو یو قرارداد په 2000 کې د هغه د اسرایل حکومت مخالف رهنما اېریل شېرون مسجد الاقصا ته د دورې وروسته منظور کړی شوی و. د اېرییل شېرون د دورې خلاف فلسطینیانو د احتجاجونو لړۍ یا دویمه انتفاضا شروع کړه چې څلور کاله یې دوام لرلو او ګڼ شمېر فلسطینان او اسرایلیان پکې وژل شوي وو.

په 2022 کې اسرایلي امنیتي ځواکونو په داسې حال کې مسجدالاقصا ته ورننوتل چې فلسطیني احتجاج کونکو پې د جومات د اڼګړ نه کاڼي وویشتل. د دې په نتیجه کې په غزه کې د اسرایل او د فلسطیني مسلح ډلې حماس تر منځ جنګ شروع شو چې 11 ورځې جاري و.

فلسطیني استازي ریاض منصور د سېکیورټي کاونسل نه غوښتنه وکړه چې د مسجد الاقصا سره د تړلي صورتحال په اړه دې اقدامات وکړي. منصور وویل هغه څوک چې د نړیوال قانون او د امن حمایت کوي پکار ده چې اوس ګام پورته کړي "او هغه وخت پښېمانه نه شي چې اور د قابو نه بهر شي."

د سېکیورټي کاونسل غړو د تاوتریخوالي په زیاتېدو تشویش څرګند کړو او دا ضروري وګڼله چې د مسجد الاقصا سټېټس کوو دې برقرار وساتل شي، د یکطرفه ګامونو نه دې ډډه وکړی شي چې دا ډول امن خراب نه شي.

د کاونسل غړو د سیاسي مذاکراتو د شروع کېدو غوښتنه وکړه چې په نتیجه کې يې د دوو ریاستونو حل راویستل شي، یعنې د اسرایل ترڅنګ دې فلسطیني ریاست هم جوړ شي.

یادونه: د دې خبر معلومات متحده قومونو دپاره د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG