لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د لبنان او ایران پر وروستيو بریدونو بحث او د تشدد د کموالي غوښتنه شوې


ایران او اسرایل دواړو جلا جلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې یو او بل د وروستیو وژونکو بریدونو له کبله په کلکه وغندي، امنیت شورا په سیمه کې د ارامۍ غوښتنه کړې ځکه چې د جګړې د پراخېدو اندېښنه یې ښکاره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د چارشنبې- شورو په ورځ د امنیت شورا یوې بیړنۍ غونډې ته وویل، امنیت شورا باید سمدستي ګامونه واخلي او له اسرایل سره "د دې تېري" حساب وکړي:

"په دې کې پر بندیزونو لګولو او نورو اقداماتو باندې غور کول شامل دي چې د [اسرایل] د نورو سرغړونو د مخنیوي لپاره ضروري دي او دا اشاره باید ورکړل شي چې نړیواله ټولنه به د اسرایل ناوړه اقدامات ونه زغمي."

ایران او حماس دواړه پر اسرایل تور پورې کوي چې د ایران د نوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند مراسمو ته د حماس پر ورغلي مشر اسماعیل هنیه باندې یې هوایي برید کړی او وژلی یې دی.

اسرایل تر اوسه د حماس د سیاسي دفتر پر مشر باندې د برید ذمه واري نه ده منلې خو په پراخه کچه دا ګومان کیږي چې برید اسرایل کړی دی.

اسرایلي چارواکو د سه شنبې- نهې په ورځ د لبنان په پایتخت بیروت کې د هغه هوایي برید ذمه واري پر غاړه واخیسته چې پکې د حزب الله یو اعلی کمانډ فواد شکر ووژل شو.

اسرایل ویلي فواد شکر د شنبې- خالي په ورځ د اسرایل تر قبضې لاندې د ګولان په غرونو کې د هغه راکټي برید ذمه وار وو چې وایي د فوټبال په میدان کې یې 12 عرب ماشومان ووژل. حزب الله په برید کې له لاس لرلو انکار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل مرستیال سفیر جوناتن میلر د چارشنبې- شورو په ورځ له امنیت شورا وغوښتل چې پر ایران باندې د نویو بندیزونو په لګولو سره له دې هېواد سره حساب وکړي ځکه چې وایي ایران حماس او حزب الله دواړو ته فنډ او وسلې ورکوي:

"[په بېروت کې] دا عملیات یو روښانه پیغام لیږي: موږ به د خپل ځان دفاع وکړو او هغو کسانو ته به په لوی قوت سره جواب ووایو چې موږ ته زیان رسوي."

په ملګرو ملتونو کې د لبنان دایمي سفیر هادي هاشم ویلي، اسرایل هڅه کوي سیمه د یوې پراخې جګړې په لور بوځي چې وایي دا به ناوړه نتیجې ولري. ښاغلي هاشم ویلي:

"موږ مخکې هم ویلي وو او نن هم په تکرار سره وایو: لبنان، د لبنان خلک او د لبنان حکومت جګړه نه غواړي."

هاشم وویل د سه شنبې- نهې په ورځ د بېروت په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې د اسرایلي ځواکونو په برید کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون اوه تنه وژل شوي او 78 تنه ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د چارشنبې- شورو په ورځ په خپله غونډه کې په جګړه کې له ښکېلو اړخونو د زغم غوښتنه وکړه او یو شمېر غړو یې د اسرایلي بریدونو د پلټنې غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د مرکزي یورپ د سلوېنیا هېواد استازي سېمویل زبوګر وویل، "موږ فکر کوو چې امنیت شورا باید پر دې حالت باندې خپل دریځ ښکاره کړي او د تشدد د کموالي، د سفارتکارۍ او خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړي."

د امریکې ځانګړي استازي رابرټ ووډ امنیت شورا ته ویلي، واشنګټن نه د حزب الله پر مشر د اسرایل په برید کې لاس لري او نه د حماس د مشر له وژنې خبره ده، وایي "د هغه د وژل کېدو په اړه له موږ سره د حماس د دعوو خپلواک تصدیق نه شته."

رابرټ ووډ وویل امریکا به په غزه کې د جګړې د ختمولو، په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره خپلو سفارتي هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي، په بېروت او تهران کې بریدونه "د [جګړې] د خطرناک زیاتوالي استازیتوب کوي".

هغه غوښتنه وکړه چې ټولې هڅې دې پر دې ولګول شي چې په غزه کې د ډزبندۍ لپاره تړون وشي او د لبنان او اسرایل تر منځ په پوله باندې د شخړې له ختمېدو سره هلته بیرته ارامي جوړه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG