لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا به د تړل شویو دروازو په شا د نګورنو کاراباخ په صورتحال بحث کوي


په نګورونو کاراباخ کې چارواکو ویلي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ازربایجان د هوايي بمبارۍ او توپخانې د ډزو نه وروسته نښتو کې یې ۵۸ عسکر وژل شوي دي. د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ازري پوځ د تلفاتو پ

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا سکیورټي کاونسل به د نهې، سه شنبې، په ورځ د تړل شویو دروازو په شا د ارمینیا او ازربایجان ترمنځ لانجمنې سیمې نګورنو کاراباخ په صورتحال غور کوي.

د غونډې غوښتنه برطانيي، بېلجیم، اېستونیا، فرانس او جرمني د ګل، دوشنبې، په ورځ په داسې حال کې کړې وه چې د نګورنو کاراباخ په سر د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ د جنګ دویمه ورځ وه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د ازربایجان صدر الحام علییو او د ارمینیا وزیراعظم نېکول پېشنین سره خبرو کې په دواړوملکونو د ډربندۍ، تاو تریخوالي د کموولو او بغیر د څه شرایطو مذاکراتو د شروع کوولو غږ وکړو.

په نګورونو کاراباخ کې چارواکو ویلي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ازربایجان د هوايي بمبارۍ او توپخانې د ډزو نه وروسته نښتو کې یې ۵۸ عسکر وژل شوي دي. په سیمه کې د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ازري پوځ د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دواړه ملکونه په یو بل د درنې توپخانې د استعمال الزامات لګوي. ارمینیا ویلي ازري ځواکونو تارتار نومې کلی په هدف کړی دی.

په نګورنو کاراباخ کې ورستۍ جګړې جنګ د پراخیدو او پکې د روس او ترکي د ښکیل کېدو ویرې راپارولي دي. روس ارمینیا سره دفاعي معاهده لري او ترکي د ازربایجان حمایت کوي.

د کریملن ترجمان دمتري ېسکوو د ګل، دوشنبې، په ورځ د دز بندۍ غوښتنه وکړه او وه وېل صورتحال نه یوازې د روس بلکې د نورو ملکونو دپاره هم د تشویش وړ دی.

د ترکي صدر رجب طېب اردوان وویل نګورنو کاراباخ نه د ارمینیا سمدستي وتل د امن یوازنۍ لاره ده.

امریکې هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ د په نګورنو کاراباخ کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه. د امریکې دخارجه وزارت ترجمانې مورګن اورټېګس په یو بیان کې وویل امریکا په سختو ټکو کې د تشدد د زیاتوالي غندنه کوي. سټېټ ډپارټمنټ هم لکه د ملګرو ملتونو د مشر په څېر د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

نګورنو کاراباخ په ازربایجان کې د ارمینیايي قام د اکثریت سیمه ده خود ۱۹۹۰ په لسیزه کې ارمینیانيي بېلتون خوښو دغه علاقه په جنګ کې ونیوله. په ۱۹۹۴ کې په سیمه کې د نړیوالو کوښښونو په نتیجه کې ډز بندي پرځای کړی شوي ده.

XS
SM
MD
LG