لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان دې د ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لرې کړي، متحده قومونه غوښتنه


په سېکیورټي کاونسل کې په مېرمنو د طالبانو د بندیزونو په اړه قرارداد داسې حال کې منظورېږي چې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به په قطر کې افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو د استازو د غونډې کوربتوب کوي
په سېکیورټي کاونسل کې په مېرمنو د طالبانو د بندیزونو په اړه قرارداد داسې حال کې منظورېږي چې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به په قطر کې افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو د استازو د غونډې کوربتوب کوي

د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یو قرارداد دلارې د افغانستان واکمنو طالبان نه غوښتنه کوي چې د ښځو په تعلیم او کارروزګار قدغنونه دې لرې کړي.

قرارداد به د متحده قومونو په ښځینه کارکونکو د طالبانو د پابندۍ غندنه هم کوي.

د مجوزه قرارداد مسوده چې وي او ای لیدلې په افغانستان کې طالبانو دلاسه انساني حقونو ته د احترام او د مېرمنو د ازادیو په کمېدو د تشویش اظهار کړی دی.

قرارداد متحده عرب اماراتو او جاپان په مشترکه ډول لیکلی او توقع ده چې په سېکیورټي کاونسل کې د ۱۵ ملکونو سفارتکاران به يې منظور کړي.

د متحده قومونو د وېب پاڼې ترمخه، سېکیورټي کاونسل به په مجوزه قرارداد د زیارت، پنجشبنې، په ماسپښین رای ورکوي.

د قرارداد مسوده کې لیکل شوي چې په ښځينه کارکونکو د طالبانو بندیز د متحده قومونو په تاریخ کې مثال نه لري او دا د انساني حقونو او د بشري اصولو خلاف ورزي ده.

قرارداد به په افغان ټولنه کې د ښځو د بنیادي کردار ملاتړ کوي.

مجوزه قرارداد وايي د متحده قومونو په ښځينه عملې او په امدادي ادارو کې د ښځو په کار پابندي به په افغانستان کې د نړیوالو تنظيمونو کار په سنګینه کچه متاثره کړي چې په کې د ژوند بچ کولو دپاره امداد او د نورو بنیادي سهولتونه رسول شامل دي.

په سېکیورټي کاونسل کې په مېرمنو د طالبانو د بندیزونو په اړه قرارداد داسې حال کې منظورېږي چې د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به په قطر کې افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو د استازو د غونډې کوربتوب کوي چې د مېرمنو په ضد د طالبانو په زیاتېدو اقداماتو غور وکړي . د تړل شویو دروازو په شا دغه غونډه په دوحه کې د می په لومړۍ او دویمه نېټه کېدونکي ده.

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي د ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د افغان دود دستور او اسلام سره سم حالات برابروي.

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده تېره جمعه په کندهار کې په یوجومات کې عبادت کونکو ته وویل دا د افغان ولس خوش قسمتي ده چې د هغه په قول د اسلامي شریعت نظام يې په نصیب شوی دی.

د اختر په موقع خپل تقریر کې ملا اخوانزاده وویل چې د لوظ يې کړی چې تر څو ژوندی وي په افغانستان کې به د هغه په قول یو کفري قانون هم ځای نه مومي.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس یو ملک هم طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څېر نه دي پېژندلي.

د متحده قومونو ډپټي سېکرېټري جنرل امینه محمد په دوحه کې د افغانستان په موضوَع د مجوزه غونډې په اړه تفصیلات شریکولو کې وویل چې د طالبانو د منل کېدلو مسله به هم د غونډې په اېجنډا کې شامله وي.

هغې وویل که د طالبانو د منل کېدو په لوري ګامونه اخیستل شروع کېږي نو بنیاد به يې اصول او شرایط وي. هغې زیاته کړه چې دا نه ده معلومه چې ایا د طالبانو منل کېدل ممکن دي او که نا؟

امریکې ویلي د دوحه په غونډه کې بحث دپاره د طالبانو د منل کېدو خبره ورته د قبلولو وړ نه ده.

د سېکيورټي کاونسل په مجوزه قرارداد کې به دا غوښتنه هم کېږي چې په افغانستان کې د انساني بحران مخنیوی دې وشي او د ملک د بېنکونو نظام دې بحال کړی شي.

طالبانو د واکمنېدو نه پس امریکې او نورو مغربي ملکونو د افغانستان د نهه بېلین نه د زیات مالیت اثاثې منجمد کړي دي. واشنګټن د دغو اثاثې څه برخه په سوېټزرلېنډ کې د پنګې دلارې د بشري امداد دپاره ورکړې ده.

افغانستان د دنیا د لویو بشري بحرانونو څخه یو دی. متحده قومونه وايي اندازً شپږ مېلین خلک د قحط نه یوازې د یو ګام په فاصله کې دي او ۲۸ مېلین افغانان مرستو ته ضرورت لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو ایاز ګل او د مارګرېټ بشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG