د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یوه بیړنۍ غونډه کوي چې پکې په رفح ښار کې د اسرایل په پروني هوایي برید کې د کډوالو په یوه کېمپ کې یې د 45 فلسطینیانو د وژل کېدو او 200 نورو د ټپي کېدو وروسته حالاتو باندې بحث کوي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي په رفح ښار کې هوایي برید "غمجنه تېروتنه" وه چې وایي د حماس وسلوال پکې په نخښه شوي وو خو ملکي وګړي پکې ووژل شول.
نتنیاهو د اسرایل پارلمان ته په وینا کې وویل، په دې هوایي برید کې د حماس دوه لوړپوړي وسلوال وژل شوي خو د ملکیانو وژل کېدل یې هم ومنل. هغه وویل:
"زموږ تر ټولو غوره هلو ځلو باوجود چې نه غواړو په جګړه کې لاس نه لرونکي خلک زیانمن شي، خو له بده مرغه تېره شپه یوه ویرجنه غلطي وشوه. موږ په دې اړه پلټنې کوو."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس دغه برید "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللی او د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پر څرګندونو یې نیوکه کړې چې په رفح ښار کې شوی برید یې یوه "غمجنه تېروتنه" بللې ده.
ښاغلي ګریفیتس د دوشنبې- ګل په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، دا برید که "جنګي جرم وو یا یوه "غمجنه تېروتنه" خو د غزې د خلکو لپاره په دې اړه د بحث وړ هیڅ نه شته:
"هغه څه چې وړمه شپه پېښ شوي، وروستۍ او ممکن زیاته ظالمانه ناوړه پېښه وه. دې ته 'یوه تېروتنه' ویل یو پیغام دی چې وژل شویو، غمجنو او د خپل ژوند ژغورونکو [فلسطینیانو] ته هیڅ معنا نه لري".
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم د اسرایل پرونی برید غندلی او وایي اسرایل په دې برید کې هغه بې ګناه خلک وژلي چې له دې روانې جګړې یې په رفح ښار کې پناه اخیستې وه.
ښاغلي ګوتېریش ویلي په غزې کې هیڅ خوندي ځای نه شته. هغه د سه شنبې- نهې په سهار وختي پر خپل ایکس لیکلي، "دا وحشت باید ودریږي".
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک د اسرایل دا هوایي برید غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، له برید وروسته د کډوالو له کېمپه تر لاسه شوي عکسونه "ډاروونکي" دي.
ولکر ټرک ویلي له دې بریده ښکاري چې د اسرایل پوځ د جګړې تګلاره او وسله نه ده بدله کړې چې وایي وار د مخه لا ډېر ملکي خلک پکې وژل شوي دي.
د اسرایل وزیراعظم نتنیاهو په وار وار ویلي، اسراییل باید په رفح کې برید وکړي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره ډاډ ترلاسه کړي چې حماس نور نه شي کولای په غزه کې فعالیت وکړي او په راتلونکي کې بیا اسرایل ته خطر پېښ کړي.
ولکر ټرک پر اسرايل ږغ وکړ چې د انصاف د نړيوال عدالت د تېرې اونۍ حکم ته غاړه کښېږدي او په رفح کې خپل بريدونه په بشپړه توګه ودروي. هغه له فلسطیني وسلوالو ډلو هم وغوښتل چې په اسرایل باندې بې توپیره راکټي ډزې بندې کړي.
له ملګرو ملتونو سره سره د یورپي اتحاد د شورا مشر چارلس میشل هم دا برید "وحشیانه" بللی او په رفح ښار کې د اسرایل د عملیاتو بندېدو غوښتنه یې کړې ده. ښاغلي میشل پر ایکس لیکلي، په رفح کې د بې ځایه شویو ملکي فلسطینیانو لپاره هیڅ خوندي ځای نه شته.
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویلي، په رفح کې د اسرایل په هوایي بریدونو کې د وژل شویو خلکو عکسونه "زړه ماتوونکي" دي. وایي اسرایل دا مني چې په دې برید کې د حماس دوه لوړپوړي ترهګر وژل شوي خو د اسرایل پر ملکي وګړو د بریدونو ذمه وار دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د غزې حالت "د مځکې پر مخ دوزخ" وباله. د ملګرو ملتونو دغې مرستندویه ادارې ویلي، "له رفح څخه پر هغو کورنیو باندې د نورو بریدونو په اړه معلومات وېروونکي دي چې دلته یې پناه اخیستې وه".
د فران صدر ایمانویل مېکرون د سمدستي ډزبندۍ او له اسرایل څخه "نړیوال قانون ته د بشپړ درناوي" غوښتنه کړې ده. ښاغلي مېکرون د دوشنبې- ګل په ورځ پر خپل ایکس لیکلي:
"د اسرایل بریدونو په غصه کړی یم چې په رفح کې یې زیات بې ځایه شوي خلک وژلي دي، دا عملیات باید ودرول شي. په رفح کې د فلسطینیانو لپاره هیڅ خوندي ځای نه شته".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، کېدای شي دا برید د ډزبندۍ د ځنډیدلو خبرو او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د بیرته راخوشي کېدو په اړه د منځګړیتوب هڅې پېچلې کړي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum