امریکا به نن د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د وړاندې شوي قرارداد ملاتړ یې وکړي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وړمه ورځ ویلي وو چې امنیت شورا ته یې قرارداد وړاندې کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لېنډا تامس ګرین فیلډ ویلي دي، تمه لري چې د امنیت شورا 15 غړي به یې قرارداد ته رایې ورکړي او منظور به شي.
په دې قرارداد کې په غزه پټۍ کې د ډزبندۍ، د اسرایل حماس تر منځ د یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه د تړون، پر خپل متحد اسرایل باندې زیاتو بشري مرستو ته د اجازې ورکولو لپاره د زیاتېدونکي فشار او د عامو خلکو د ژغورنې غوښتنه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکایي مِشن ویاند نېټ اېونز د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دا قرارداد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 15 غړو هېوادونو سره "د خبرو اترو د څو پړاوونو" په نتیجه تیار کړی شوی دی.
دا قرارداد ښیي چې د اسرایل په وړاندې د واشنګټن دریځ نور هم سخت شوی دی، ځکه چې امریکې د دې پینځه میاشتنۍ جګړې په پیل کې د ډزبندۍ له توري سره مخالفت کاوه او هغه اقدامات یې ویټو یا رد کړل چې پکې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه شامله وه.
رویټرز وایي د قرارداد مسوده یې لیدلې چې پکې ویل شوي د شپږو اوونیو لپاره "سمدستي او دوامداره ډزبندي" به د ملکي خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي او د بشري مرستو رسولو ته به اجازه ورکړي.
د قرارداد متن د ډزبندۍ په اړه د امریکې، مصر او قطر په منځګړتوب په مصر کې د خبرو ملاتړ کوي او پر دې ټینګار کوي چې د ډزبندۍ په موده کې د "دوامداره سولې" هڅې لا ګړندۍ شي.
رویټرز د دې قرارداد په اړه په واشنګټن کې د اسرایل د سفارت غبرګون پوښتلی خو هغوی ورته سمدستي څه جواب نه دی ویلی.
په امنیت شورا کې د کوم قرارداد د منظورۍ لپاره لږ تر لږه نهو رایو ته اړتیا وي، خو په دې شرط چې امریکا، فرانس، برتانیا، روس او چین یې ویټو یا رد نه کړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دی باور لري په قطر کې په روانو خبرو اترو باندې به اتفاق وشي چې په نتیجه کې یې د شپږو اونیو ډزبندۍ، د 40 اسرایلي یرغمل کسانو او سلګونو بندي خوشي کولو ته لار هواره کړي.
خو حماس وايي دوی به یواځې د تړون د یوې برخې په توګه یرغمل کسان هغه وخت خوشي کړي چې اسرایل جګړه ختمه کړي او اسراییل بیا وايي دوی به یواځې د لنډ وخت لپاره د جګړې درولو په اړه خبرې وکړي.
حماس د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل برید کړی وو چې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 کسان یې وژلي او 253 یې یرغمل کړي وو. د غزې روغتیا وزارت وایي د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه شاوخوا 32000 فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرایل او حماس د جګړې په مهال واشنګټن د هغو قراردادونو درې مسودې ویټو کړې، چې پکې په دوو کې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه شوې وه.
امریکې په دې وروستیو کې د خپل ویټو جواز وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د امنیت شورا دا ډول عمل کولی شي د ډزبندۍ خبرې له خطر سره مخامخ کړي.
امریکا په روایتي توګه په ملګرو ملتونو کې د اسرایل ملاتړ کوي خو دوه ځله یې له دې ملاتړه ډډه کړې او امنیت شورا ته یې اجازه ورکړې چې د مرستو د زیاتوالي په اړه قراردادونه منظور کړي او په جګړه کې د اوږدې مودې د ځنډ غوښتنه کړې ده.
Forum