د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره «اوچا» وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د زورورو توفانونو، ګڼو واورو او بارانونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه 10 تنه مړه شوي او 17 نور ټپیان شوي دي.
اوچا د جنورۍ په 15مه په خپل رپوټ کې ویلي، ګڼو بارانونو او واورو ورېدو د نوي کال د جنورۍ له پیل بیا د میاشتې تر نیمايي پورې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان کې د استوګنې کورونه زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو اداره وایي د واورو او باران د ورېدو له امله د کابل او جلال اباد پر لویه لار د ټرېفیک پېښې هم شوې دي چې پکې پینځه کسان مړه شوي دي او 17 نور ټپیان شوي دي:
"د باران په نتیجه کې د سړې هوا له کبله د جنورۍ په څلورمه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان او د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د واورو په نتیجه کې د زیاتې یخنۍ له کبله درې کسان مړه شوي دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وایي، د طالبانو له حکومت سره په همکارۍ زیانمن شویو کورنیو ته د مرستې د برابرولو لپاره کارکوي او له اوښتو زیانونو له ارزونو وروسته به اغېزمنو کورنیو ته مرستې برابرې شي.
د جنورۍ په 15مه په کابل کې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ د همږغۍ د لوړې کچې څلورمه غونډه شوې، چې پکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي وویل، له نړېوالو مرستو په ښه ډول د ګټې اخیستلو لپاره پکار ده دا مرستې د افغانانو اړتیاوو ته په کتو ولګول شي.
په افغانستان کې د جنورۍ له اولې نېټې د کابل په ګډون په 33 ولایتونو کې د واورو او باران لړۍ پیل شوې ده چې په ځینو سیمو کې یې ورسره یخ ډېر زیات شوی او خلک له ستونځو سره مخ کړي دي.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورې او باران له ورېدو وروسته په سړو سیمو کې هوا تر منفي 10 درجې پورې ټیټه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د سږ کال د ژمي له پیل راهیسې د کاربن مونوآکسایډ زهرجن ګېس له کبله په بېلابېلو پیښو کې په افغانستان کې تراوسه 24 تنه مړه شوي دي چې پکې نهه ښځې دي.
د وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل د جنورۍ په 11مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د ژمي له پیل راهیسې شاوخوا 900 کسان د زهرجن ګېس له نیول کېدو وروسته روغتونونو ته وړل شوي دي.
په کابل او اکثرو ولایتونو کې د بجلۍ د کمښت له امله د اوږدو ساعتونو د بجلۍ نشتوالي یا لوډشیډنګ او د نورو سوځوونکو شیانو د ګرانۍ له امله اکثره خلک په ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره د ګېس چولې یا بخارۍ بلوي چې له کبله یې داسې پېښې کېږي.
Forum