لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو شام د مهاجرینو دپاره د مالي امداد غښتنه کړي

د شام خانه جنگي روانه ده او زر يي د ختمیدو څه امکان يي نه ښکاري. رپورټونه وايي باغیانو د هیواد شمالي ښار ادلیب د حکومت ځواکونو د لاسو نه اخیستی دی
د شام خانه جنگي روانه ده او زر يي د ختمیدو څه امکان يي نه ښکاري. رپورټونه وايي باغیانو د هیواد شمالي ښار ادلیب د حکومت ځواکونو د لاسو نه اخیستی دی

مهاجرینو د خیر ښیگړې دپاره د ملگرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار په نړي والو مرسته کونکو غږ کړی چې د شام کډوال مصیبت نه د بچ کولو په خاطر دي اقدامات وکړي. شام د مهاجرینو امداد دپاره یو این ایچ سې ار امید لري چې کویت کې د مرستندویه هیوادونو او ادارو په غونډه کې به د اته ارب ډالرو نه زیات مالي امداد لوظنامې ترلاسه کړي.

انساني خیر ښیگړې دپاره د ملگرو ملتونو استازې خبرداری کړی چې شام کې د انسانو دپاره ویرونکی افت رامنځته کیدونکی دی او پکار ده چې نړي واله ټولنه يي تابیه وکړي.

عبدالله الماتق وايي که چرې په کانفرس کې صورتحال ته ځواب وو نه ویلی شو او نړي والې ټولنې خپله ذمه واري پورنه نه کړه نو د شام بې کوره شوي خلک د سنگین مصیبت سره مخ کیدی شي.

غیر حکومتي تنظیمونو د شام مهاجرینو دپاره د ۴٨٠ ملینه ډالرو امداد ژمنه کړې ده. او کویت په کانفرنس کې د ملگري ملتونو هدف دی چې د شام کډوالو د امداد دپاره د اته اشاریه څلور اربه ډالرو مالي مرسته ترلاسه کړي.

د ملگرو ملتونو د انساني خیر ښیگړې ادارې مشره ویلري ایموس وايي ماشومان په خصوصي توگه ځپلی شوي دي. پنځه اشاریه شپږ میلینه ماشومان امداد ته اړتیا لري او د دوه میلینو نه زیات ماشومانو سکولونو ته نه ځي.

شام کې د تیرو څلورو کلونو راهسې روانې خانه جنگۍ دلاسه په لکونو خلک په مهاجرت مجبور شوي او د هیواد نه بهر يي په گاونډي هیوادونو لبنان، اردن او ترکې کې پناه اخیستې ده.

لبنان کې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې یو این ایچ سي ار ترجمانه ډانه سلیمان وايي د شام مهاجرین ډیر زیات ضرورتونه لري. سیمه کې د څلور میلینه مهاجرینو نوم لیکنه شوي ده، اووه اشاره شپږ میلینه خلک د هیواد ددننه بې کوره دي، د شپږو لکو نه زیات ماشومان سکولونو ته نه ځي او مهاجرین د صحت د خسمانې او ناروغو نه د تحفظ ضرورتونو ته اړتیا لر‏ي.

د زتاري په نوم د مهاجرینو یو کیمپ شمالي اردن کې دی چې پکې د ٨٠ زره نه زیات د شام کډوال اوسیږي. امدادي ادارې کیمپ کې سکولونه او هسپتالونه چلوي او خلکو دپاره د کار روزگار وسلې برابرولو کوښښ کوي. د هالینډ ایمسپټرډیم ښار د کیمپ اوسیدونکو ته ٥٠٠ استعمال شوي سائیکلې ورکړې دي. دا سائیکلې دي چې پولیس ضبط کړی وې او یا يي مالکان نه وو. بیا دغه سائیکلې چې ځېنې پکې مرمت شوي دي، اردن استول شوي دي.

که څه هم دغه کډوال د مهاجرت ژوند کوي خو غواړي چې هیواد کې يي جنگ ختم شي چې دوې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کیمپ اوسیدونکې زور محمد وايي امید کوي چې شام کې به امن شي او دوي به خپل ملک ته بیرته لاړ شي، ځکه چې کیمپ کې خوشحاله نه دي.

په عین حال کې د شام خانه جنگي روانه ده او زر يي د ختمیدو څه امکان يي نه ښکاري. رپورټونه وايي باغیانو د هیواد شمالي ښار ادلیب د حکومت ځواکونو د لاسو نه اخیستی دی.

د ښار اسیدونکو د اتوار د ورځې نه ښار نه تگ شورو کړی دی.

د شام بل ښار راقه د اعش وسله والو مرکز‏ دی.

XS
SM
MD
LG