لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو غوښتلي چې په لبنان کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل د خونړۍ هوايي حملې تحقیقات دې وشي


د لبنان په ایطو کلي کې په رهایشي ودانۍ د بمبارۍ وروسته منظر
د لبنان په ایطو کلي کې په رهایشي ودانۍ د بمبارۍ وروسته منظر

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ غوښتنه وکړه چې د لبنان په شمال کې په یوه رهایشي ودانۍ د اسرایل د هغه هوايي حملې تحقیقات دې وکړی شي چې په کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې ترجمان جرمي لارنس په جېنېوا کې خبریالانو ته وویل ادارې يې داسې رپورټه ترلاسه کړي دي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان په ایطو کلي کې په ودانۍ حمله کې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لارنس وویل معلومات ښيي چې په حمله کې ويشتل شوی تعمیر څلور منزله رهایشي وداني وه. هغه زیاته کړه چې دې وجوهاتو ته په کتنه د نړیوال انساني قانون، د جنګ د قوانینو او د طاقت په استعمال کې د تناسب په اړه ژور تشویش لري.

بلخوا، د اسرایل پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په حیفا سیمه کې هغه وخت د خبردارۍ سایرنونه وغږېدل چې اسرایلي ځواکونو د لبنان د خاورې نه د ویشتل شویو راکټونو مخه نیوله.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د نهې، سه شنبې، به ورځ د لبنان په جنوب کې په هوايي حملو کې د لسګونو وسله والو د وژل کېدو خبر هم ورکړو.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ لوظ وکړو چې د لبنان سرښار بېروت په شمول د هېواد په هره برخه کې به په بې رحمه توګه په حزب الله حملو ته دوام ورکوي.

د لبنان د سرې سپوږمۍ د طبي امداد ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د لبنان په شمال کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل.

په عېن حال کې امریکایي چارواکو ویلي چې نېټن یاهو د امریکا صدر جو بايډن ته ویلي چې په ایران د اسرایل په جوابي حملې کې به پوځي ځایونه شامل وي، ایټمي او د تیلو ځایو نه.

امریکایي اخبار واشنګټن پوسټ او وال سټریټ جرنل د ګل-دوشنبې په ورځ د چارواکو له قوله خبر ورکړو چې نېټن یاهو دغه ژمنه تېره هفته بایډن سره په ټېلې فون خبرو کې تکرار کړه..

وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د اسرایل د پلانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، او یواځې ویل شوي وو چې بایډن د اسرایل د امنیت دپاره د امریکا ملاتړ یو ځل بیا تاید کړو او په اسرایل د ایران د مېزایل بریدونو یې غندنه وکړه.

د ایران دا برید د اسرایل لخوا د ایران ملاتړي د حزب الله وسله والې ډلې مشر حسن نصرالله د وژلو په غبرګون کې شوی او د اسرایل او حزب الله ترمنځ کړکېچ نور زیات شوی دی.

اسرایل ویلي چې د ایران لخوا شوي برید به جواب ورکوي. امریکا د اسرایل د دفاع دپاره سیمې ته فضاعي دفاعي نظم (ائیر ډیفېنس سېسټم) او د دغه نظام چلولو دپاره پوځیان لیږلي دي.

د اسرایل پوځ ویلي د نهې- سه شنبې په ورځ د حیفا په سیمه کې سایرونه غږول شوي او د اسرایل هوایي دفاعي نظام د لبنان نه شوي راکټي بریدونه یې غورځولي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو هم د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله په مرکزونو باندې په هوایي بریدونو کې د لسګونو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی.

نېتن یاهو د ګل- دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې اسرایل به د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې پر حزب الله باندې بې رحمه بریدونو ته دوام ورکوي.

حزب الله په تېر یو کال کې پر اسرایل زرګونه راکټونه، مېزایل او ډرون الوتکې ویشتلي، چې له امله یې تر 60و ډېر کسان وژل شوي، خو ډېر مېزایل یې راغورځول شوي چې له امله یې لږ تلفات اوښتي دي.

د لبنان د صحت وزارت په وینا د اسرایل بریدونو تیر یو کال په لبنان کې له 2,300 نه ډیر خلک وژلي. دغه وزارت وایي د مرګونو په څلورو کې دریمه برخه په تېره میاشت کې شوي.

د غزې جګړه د حماس لخوا په اسرايل د تېر کال اووم اکتوبر بريد چې پکې 1,200 تنه وژل شوي او 250 يرغمل شوي وو، د هغې راهسې شورو شوې او بيا د اسرايل په ځوابي عملياتو کې د 42,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د فلسطين د روغتيا چارواکي د اسرايل په لاس وژل شوو کې د وسله والو يا ملکي خلکو شمېرې ځان ځانله نه ښايي خو وايي، په وژل شوو کې د نيمې نه زيات ماشومان او ښځې دي.

اسرايل وايي، د 17,000 نه زيات جنګيالي یې وژلي خو په دغې اړه یې هم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

امریکا، برتانیه، یورپي ټولنې او نورو حزب الله او حماس دواړه ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG