لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونو د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراک د کمي ويره څرګنده کړې


په سېلاب ځپلو سيمو کې کار کوونکي او اقتصاد پوهان وايي د سېلابونو له امله د بنيادي ډانچې نه علاوه کرکروندې او څاروو ته غټه کچه تاوان اوښتی او په راتلونکي وخت کې به د اغېزمنو خلکو ستونزې نورې سېوا شي
په سېلاب ځپلو سيمو کې کار کوونکي او اقتصاد پوهان وايي د سېلابونو له امله د بنيادي ډانچې نه علاوه کرکروندې او څاروو ته غټه کچه تاوان اوښتی او په راتلونکي وخت کې به د اغېزمنو خلکو ستونزې نورې سېوا شي

متحده قومونو ویره څرګنده کړې ده چې د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د خوراک کمی پېدا کېدلی شي او ویلي يې پاکستان کې 40فیصده ماشومان د وړاندې نه د خوراک د کمي سره مخامخ دي او په راتلونکو ورځو کې د 86 لکه نه سېوا کورنۍ د خوراک د کمي ښکار کېدی شي.

د متحده قومونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو او په خصوصاً سند صوبه کې د خیچنو اوبو دلاسه د وبايي مرضونو د خپرېدو په اړه هم خبرداری کړی دی.

د رېټرز خبري ادارې ترمخه په سند صوبه کې چارواکي وايي د سېلابونو له امله د پېدا شویو ناروغو نه ۳۴۰ کسان مړه شوي دي.

په سند صوبه کې د صحت د محکمې چارواکي وايي د جولای د میاشت د لومړۍ نېټې راهسې د ملېریا د ۱۷۲۶کېسونو تصدیق شوی دی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د سند په سهون کلي کې یو هسپتال کې په سلګونو خلک د ملېریا او د نورو ناروغو د علاج دپاره موجود وو.

په سېلاب ځپلو سيمو کې کار کوونکي او اقتصاد پوهان وايي د سېلابونو له امله د بنيادي ډانچې نه علاوه کرکروندې او څاروو ته غټه کچه تاوان اوښتی او په راتلونکي وخت کې به د اغېزمنو خلکو ستونزې نورې سېوا شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ويلي، پاکستان کې سېلابي اوبه 78فيصده کمې شوي په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبو کې د وړاندې نه د خوراک د کمي ستونزه پېښه ده او د نورې اضافې خطره يې موجوده ده.

د پاکستان حکومت وایي په سېلاب ځپلو سيمو کې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام لاندې 23 لکه کورنيو ته د کور په سر 25زره روپۍ امداد ورکړی شوی.

په سيند او بلوچستان صوبو کې د سېلاب ځپلو په مرستو بوختې غېر دولتي ادارې شفا فاونډېشن مشر محمد سيد شاه وايي، په سيند او بلوچستان صوبو کې سېلابونو ډېر تاوان اړولی دی په لکونو خلک اغېزمن شوي فصلونه او تیارې غلې يې تباه شوي دي خلک په خېمو کې ژوند کوي او د موسم مقابله نه شي کولی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په کېمپونو کې د خلکو شمېره دومره سېوا ده چې پوره خوراک ورته نه رسي او د خوراک سره یې د صحت ستونزې نورې سېوا کیږي.

په ماشومانو کې د خوراک د کمي مسلې راتلی او هغوی ته د صحت او خوراک د تحفظ زیات ضرورت دی د خلکو شمېرې سېوا دي او اسانتياوې کمې دي.

ملګري ملتونه د مرستندويه ادارو له قوله وايي، په عارضي کېمپونو کې يو لک 30000 اومېندارې يا حامله ښځې په سمدستي توګه د اسانتياو ته اړتيا لري. او په پاکستان کې د وړاندې نه د زېږون په وخت د ماشومانو او ميندو د مرګونو شرح سېوا ده او په دې کې به نوره هم اضافه شوې.

د ادارو ترمخه د سېلابونو له امله د اوبو نظام ته نقصان رسېدلی چی له امله یې د 9 لکه کورنو تشنابونه يا پاخانې اغېزمنې شوي، او 47 لکه خلک د اوبو د سهولتونو دکمي د وجې د صابن استعمال نه کوي

اقتصاد پوهه منظور علي وايي، دا وخت په سیند صوبه کې د غنمو د کروندې موسم دی په ځمکو اوبه ولاړې دې او دې سره به د کروندې وخت تېر شي او پېداوار به يې ورسره اغېزمن شي.

په سیند صوبه کې سبزیانې ډېرې کیږي او دغلته د کېلو، بېرو، امونو، امرودو او کهجورو غټ باغونه دي او سېلابونو دا ټول متاثره کړي.

ملګري ملتونه د انټي ګرېټډ فوډ سيکيورټي د درجه بندۍ په حواله وايي، د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبې په 28 ضلعو کې په جولايۍ او جون کې نزدې 60لکه خلکو د خوراکي بحران سره مخ کېدو اټکل کړی وو خو اوس وايي دا شرح د روان کال د دسمبر څخه تر مارچ 2023 پورط 72لکه ته د رسېدو خطره ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG