لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وايي په دریو کې یوه مېرمن د جنسي تشدد سره مخامخ کیږي


د افغانستان د پلوشه ټېلې وژن د یوې ډرامې منظر چې پکې د مېرمنو په ضد د تشدد موضوع ته پام گرځول شوی دی
د افغانستان د پلوشه ټېلې وژن د یوې ډرامې منظر چې پکې د مېرمنو په ضد د تشدد موضوع ته پام گرځول شوی دی

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخه په دریو کې هره یوه ښځه په خپل ژوند کې خامخا له فزیکي او یا جنسي تشدد سره مخ کیږي. وژل کیدونکو ښځو کې نیمايي شمېر د خپلې کورنۍ غړي او یا هم د ژوند ملګري دلاسه وژل کیږي.

په افغانستان او پاکستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي بېلا بېل ډولونه دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخه په جګړه ځپلي افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو ترټولو جدي مسله ده.

که څه هم په تېرو لسیزو کې د ښځو او انجونو لپاره په تعلیم، روغتیا، مدني او سیاسي فعالیتونو کې ډیر پرمختګ شوی خو ځیني ناوړه دودونه او ټولنیزې مسلې لاهم شته.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخه په جګړه ځپلي افغانستان کې کورنۍ تشدد تر ټولو زیات دی چې ۸۷ فیصده مېرمنې د کورني تشدد سره مخ دي. د راپورونو له مخه په سیمه کې بل ډول تشدد د غیرت په نوم وژنې دي او همداراز د ښځو ځورونې هم ډیرې زیاتې دي چې له کور بهر ورسره مخ دي.

بله لویه ستونزه د نړۍ په کچه په سیمه کې د ماشومو یا کم عمره جونو د ودولو ده. همداراز بله مسله د حقونو ده، هغه حقونه چې په ټولنه کې نارینو ته ورکول شوي لکه د بهر وتلو او زده کړې تر لاسه کولو نو ډیرې مېرمنې د دغې حق څخه هم محرومه دي.

په وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې ډیرې مبارزې مېرمنې پر ټولنیزو رسنیو راڅرګندې شوي چې د ښځو سره د تشدد په وړاندې غږ پورته کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د حقونو څانګې مرستیاله مشره هېدر بار ډیوه ته په یوې ځانګړې مرکه کې وايي:

"د مي ټو کمپېن هم په سیمې ډير مثبت اغېز کړی ځکه چې اوس که د ښځو سره څه سم و نه شي او یا هم وځورول شي نو هغوي یې په وړاندې خپل غږ پورته کوي."

د مېرمنو د حقونو مبارزین وايي که څه هم د حکومتونو په کچه د د ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره حکومتونو قوانین جوړ کړي خو په عملي کولو کې یې پاته راغلي نو پکار دی چې د موجوده قوانینو د عملي کولو لپاره کار وکړي.

مېرمن هېدر بار په حکومتونو نیوکې کوي او وايي ډیر مرستندویه هېوادونه فکر کوي چې د ښځو په وړاندې د تشدد ختمولو لپاره یوازې مالي مرستو ته اړتیا ده، خو داسې نه ده او البته دا یوه سیاسي مسله ده او کله هم چې د هيوادونو مشران سره ویني نو پکار دی د ښځو په حقونو او د دوي په وړاندې د تشدد کمولو په ګامونو وغږيږي. د یو هیواد نیمايي نفوس ښځې دي او د دوي سره زور زیاتی ختمول یوه سیاسي مسله ده نو ځکه باید د حکومتونو په کچه ورباندې خبرې وشي.

د ښځو په وړاندې په افغانستان او پاکستان کې نړیوالو ادارو ډیر ښه پروګرامونه پرانیستي په ځانګړې توګه په افغانستان. خو په پاکستان کې هم نړیوالو سازمانونو ډیرې هڅې کړي چې په سیمه کې د هر ډول د تشدد مخه ونیول شي.

اغلې هېدر په دې اړوند وايي "په پاکستان کې هغو ښځو ته د شلټر یا پناه ځای سهولت هم شته کومې چې د زور زیاتي یا تشدد ښکار کیږي، هغو مېرمنو ته چې په خپل ژوند کې ستونزې لري او یا هم له خپل مېړه څخه بېلیدل غواړي وکیل هم ورکول کیږي."

د افغانستان او پاکستان په څېر هیوادونو کې دیني علما هم د ښځو د حقونو په اګاهي خورولو کې ډیر مثبت رول لوبولی شي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG