لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن هوثي باغیانو ویلي په سعودي عرب به حملې نه کوي


سعودي باچا شاه سلمان ویلي په یمن کې د ډربندۍ دپاره د نړیوالو کوښښ پابندي به کوي
سعودي باچا شاه سلمان ویلي په یمن کې د ډربندۍ دپاره د نړیوالو کوښښ پابندي به کوي

په یمن کې د ډز بندۍ دپاره د ملگرو ملتونو په غوښتنه هوثي باغیانو ویلي په سعودي عرب او په سعودی ائتلاف کې شامل متحده عرب اماراتو به د ډرون او د مزایلو حملې نه کوي.

د ایران په ملاتړ جنگېدونکو هوثي باغیانو وویل که چېرې سعودي عرب "امن غواړي" نو دوی به د ملگرو ملتونو د ډزبندۍ احترام کوي.

د هوثي ډلې مشر محمد علي الهوثي په یو بیان کې وویل دوی د ملگرو ملتونو خصوصي استازي مارټن گرېفېتس په غوښتنه حملې بندې کړې.

سعودي باچا شاه سلمان ویلي په یمن کې د ډربندۍ دپاره د نړیوالو کوښښ پابندي به کوي.

د ډزبندۍ باوجود عرب مطبوعاتو په یمن کې ځای په ځای او په خصوصي توگه د ساحلي ښار حدیبه سره شا او خو د جگړې رپورټونه ورکړل.

د امریکې په ملاتړ کې سعودي ائتلاف د هوثیانو خلاف هغه وخت جنگ پېل کړو چې په کال ٢٠١۴ کې سرښار ثنا ونیولو او د یمن حکومت یې په عارضي توگه سعودي عرب ته جلاف وطن کړو. نسکور شوی حکومت د یمن عدن ښار ته منتقل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG