لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو مشر وایي یمن د تباهۍ په څنډه ولاړ دی


په یمن کې دا وخت د خوراک سخت کمی دی او په اینده څو میاشتو کې په لکونو خلک د قحط سره مخامخ کیدی شي
په یمن کې دا وخت د خوراک سخت کمی دی او په اینده څو میاشتو کې په لکونو خلک د قحط سره مخامخ کیدی شي

د ملگرو ملتونو مشر اېنټونیو گوټېریس ویلي چې یمن د تباهۍ په څنډه ولاړ دی او نړیواله ټولنه دې په هېواد کې د تباهۍ د مخنیوي دپاره جگړې د ودرولو کوښښونه وکړي.

گټېریس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل په یمن کې د جنگ دوام به د یمني ولس دپاره ویرونکې نتېجې ولري.

هغه وویل که د بشري صورتحال د نظر نه وکتلی شي نو په یمن کې حالات بوږنکونکي دي او ١۴ میلینه یمیان د قحط سره مخامخ کیدی شي. هغه وویل په سیاسي لحاظ د امید نخښی نښانې لیدل کیږي.

د دې هفتې په شروع کې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو او د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس دواړو په یمن کې د جنگ د ختمولو غږ وکړو. جېم مېټس ویول د یمن په جنگ کې ښکیلې ډلې دې په راتلونکې یوه میاشت کې د جنگ د ختمولو دپاره سنجیده مذاکرات شروع کړی.

گوټېریس په یمن کې د جنگ د ختمولو دپاره په ورستیو ورځو کې د ملگرو ملتونو د غړو هېوادونو د څرگندونو هرکلی وکړو او وې ویل یقین لري چې د منتق غږ به واوریدل شي.

د یمن کې د پاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازي مارټن گرفیتس هم د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې په یمن کې د امن دپاره د ورستیو څرگندونو هرکلی وکړو. هغه وویل دفتر یې په یوه میاشت کې دننه د سولي د خبرو انتظام کولی شي. ښاغلي گرفېتس زیاته کړه چې مذاکرات په یمن کې د مفاهمت ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.

د کال ٢٠١٥ راهسې د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي ائتلاف د یمن د حکومت مخالف شیعه هوثي باغیانو خلاف بمباري پېل کړې ده. او ددغه وخت راهسې ملگري ملتونو وايي یمن کې ١٠٠٠٠ خلک وژل شوې دي چې زیاترو پکې په هوايي بمباریو کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

د یمن د مسلې د حل دپاره سیاسي هلې ځلې تر اوسه د ناکامۍ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په جنیوا کې خبرو کې هوثي باغیانو برخه نه ده اخیستې.

په یمن کې دا وخت د خوراک سخت کمی دی او په اینده څو میاشتو کې په لکونو خلک د قحط سره مخامخ کیدی شي.

امدادي کارکونکي وايي په یمن کې د خوراک کمی د موجوده جگړې نتیجه ده، د هېواد اقتصاد تباه شوی او حکومتي کارکونکو ته په تېرو دوو کلونو کې تنخاگانې نه دي ورکړی شوي او دا رنگ د خوراک د اخیستلو مالي وسایل نه لري. دا په داسې حال کې چې د خوراکي شیانو بېې هم ډیرې زیاتې شوې دي.

یمن د خپل استعمال د خوراک زیاتره برخه یا ٩٠ فیصد د بهر نه راغواړي چې د حدیده بندر دلارې هېواد ته ور وړل کیږي. د حدیده شا او خوا سیمو کې جگړې دلاسه یمن ته د خوراک په رسد کې مشکلات راولاړ شوې دي.

ځايي مطبوعات وايی سعودي ائتلاف د جمعې په ورځ په حدیده بندر تازه هوايي حملې کړې دي. په شمال کې سعودي ائتلاف د سرښار ثنا سره نژدې د هوثي باغیانو په قبضه کې په یوه هوايي اډه هم بمباري کړې ده. هوثي باغیانو ددغه اډې په سعودي عرب د ډرون او د مزایلو حملې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG