د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وایي په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت د اندېښنې وړ دی او ښځې په ټولنه کې څنګ ته کړی شوې دي.
روزا اوتنبایوا د فرورۍ پر شپږمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل په نړیوال سیسټم کې د افغانستان بشپړ ضم کېدل له طالبانو غواړي چې د خپلو نړیوالو ذمه واریو او ژمنو تر څنګ بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی ولري:
"زه ټینګار کوم چې د ضم کېدو شرطونه همدارنګه د افغانانو توقعات په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ټولو حقونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو او د پراخه اقتصادي فرصتونو اړتیا ښکاره کړي".
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي او لسو موقتي غړیو په افغانستان کې د یوناما د کار د دوام ملاتړ وکړ، خو د دې شورا یو شمېر غړیو دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه ځینې تحفظات لرل.
د امنیت شورا ټولو غړیو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم، کار د حق ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه دې لرې کړي.
روزا اوتنبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یو ځانګړي استازي د ټاکلو کېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د یو استازي له لوري ارزونې کولای شي د افغانستان حقایق په ښه ډول څرګند کړي.
د یوناما مشرې د ښځو نړیوالې ورځې د مارچ اتمې ته په اشارې وویل چې سږ کال د ښځو نړیواله ورځ پر ښځو باندې د سرمایه کارۍ د اړتیا په ترڅ کې لمانځل کیږي، خو وایي هغه څه چې په افغانستان کې روان دي په بشپړ ډول ددې خلاف دي:
"تعلیم او کار ته د ښځو او نجونو له لاسرسي انکار او د عام ژوند په ډېرو برخو کې د هغوی ګوښه کول په پراخ ډول د ذهني او فزیکي زیان او د هغوی معیشت ته زیان رسولی دی".
روزا اوتنبایوا وویل د طالبانو حکومت چې له اسلامي لباس [حجاب] څخه د سرغړونو په تور په وروستیو کې د ښځو خپلسره نیول پیل کړي دا د بشري حقونو نوره سرغړونه ده چې وایي "د ښځو او نجونو لپاره له لوی داغ سره مل وو".
میرمن اوتنبایوا وویل دغو قداماتو پر ښځو په پراخه کچه اغېز لرلی او ډېرې ښځې په عام ژوند کې له څرګندېدو ویره لري. د یوناما مشرې وویل:
"زه له دې موقعې په ګټې اخیستنې یو ځل بیا پر اوسنيو چارواکو [طالبانو)] ږغ کوم چې خپل محدویدتونه بیرته لرې کړي. هر څومره زیات چې دا بندیزونه دوام ولري د نور زیات زیان سبب به شي".
روزا اوتنبایوا په دوحه کې د فرورۍ په 18 او 19 د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د مشاورتي غونډې جوړېدل د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ډېره مهمه وګڼله او ویې ویل دې غونډې دا وښوده چې د هغوی حقونه او اړیتاوې له پامه نه دي غورځول شوي.
روزا اوتنبایوا وویل د طالبانو چارواکو ورته ویلي چې د دوحې په غونډه کې د هغوی نه ګډون د دې غونډې د ردولو په معنا نه دی بلکې د نه ګډون علت طالبانو ته د افغانستان په اړه په بحثونو کې په بشپړ ډول د ښکېل اړخ په توګه د برخې نه ورکول کېدو اندېښنه وه.
د یوناما مشرې وویل د دوحې په څیر د ملګرو ملتونو په نورو غونډو کې به طالبان ګډون ته وهڅوي.
میرمن اوتنبایوا وویل، "دا رښتیا دي چې واک ته د طالبانو د رسېدلو وروسته په ورځني ژوند کې د میلینونو کسانو امنیتي حالت ښه شوی دی، خو دا په لویه بیه تمام شوی دی".
روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شته والي په اړه اندېښنې یادې کړې او ویې ویل دا یواځې داعش نه دی چې په دغه هیواد کې یې خطر پیدا کړی بلکې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان لپاره هم یو بنیادي خطر پېښ کړی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د امنیت شورا غونډې ته د یوناما د مشرې د رپوټ او د ګډونوالو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې د مېرمن روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ په رپوټونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو رپوټونه او اندېښنې رد کړې دي.
نړیواله ټوله له طالبانو سره د اړیکو د پراخېدو لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر درناوي او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو طالبان بیا بیا وایي د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو ټول حقونه خوندي کړي او حکومت یې هم ټولشموله دی.
Forum