لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما په پروان کې 27 کسانو ته د طالبانو د دورو سزاګانې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي بللې 


د طالبانو سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په پروان ولایت کې د نهو ښځو په شمول 27 کسان په عام غونډه کې په دورو وهل شوي او دغو کسانو بغیر د څه فشار نه د خپلو مبینه جرمونو اعتراف کړی دی
د طالبانو سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په پروان ولایت کې د نهو ښځو په شمول 27 کسان په عام غونډه کې په دورو وهل شوي او دغو کسانو بغیر د څه فشار نه د خپلو مبینه جرمونو اعتراف کړی دی

په افغانستان کې د متحده قومونو استازي دفتر د جمعې په یو بیان کې په پروان ولایت کې 27 کسانو ته د طالبانو د دورو سزاګانې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی بللې او طالبانو په عامه غونډه کې یو تن ته د دوی د مرګ سزا په ورکولو نړیوال تنقید رد کړی او دا یې د "کرکې" وړ او د هېواد په داخلي چارو کې مداخلت بللی دی.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د دوی په سزا تنقید د اسلام او افغانستان په اړه د تحقیق په نیشت والي او په ناپوهۍ بنیاد لري.

مجاهد په خپل بیان کې وویل چې افغانانو "د اسلامي قوانینو د نافذ او نظام دپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو په فراه ولایت کې یو تن ته په عامه غونډه کې چې ګڼ شمېر طالب مشران هم پکې موجود وو د شورو، چهارشنبې، په ورځ سزا ورکړه.

طالب چارواکو وویل په فراه ولایت کې د قتل په الزام سزا شوی مبینه قاتل د مقتول پلار د قصاص د قانون لاندې په ډزو وویشتلو.

امریکې د طالبانو دغه ګام د "کرکې" وړ وبللو.

متحده قومونو وویل د طالبانو اقدام "بې رحمه یا غیرانساني سلوک یا سزا" ده چې د انساني ژوند د تحفظ په اړه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

په فراه کې په عامه غونډه کې د مرګ سزا په اړه د نړیوال درعمل په جواب کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل چې د امریکې او یورپ په شمول په ټوله دنیا کې د مرګ سزاګانې ورکول کېږي.

په تېرو څو هفتو کې طالبانو د کابل په شمول د افغانستان په ځینو نورو برخو کې یو شمېر ښځو او سړو ته د "اخلاقي جرمونو" غلا، جنسي فعل، هم جنسي فعل، د ناجایزو تعلقاتو او د کور نه په تښتېدو په شان الزاماتو د دورو سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په پروان ولایت کې د نهو ښځو په شمول 27 کسان په عام غونډه کې په دورو وهل شوي او دغو کسانو بغیر د څه فشار نه د خپلو مبینه جرمونو اعتراف کړی دی.

یوناما د جمعې په ورځ په خپل فېس بک پاڼه یو پېغام کې په پروان ولایت کې د طالبانو د سزا غندنه وکړه.

یوناما وویل "د نړیوال قانون له مخې جسمي سزا ورکول منع ده. موږ د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته د درناوي غوښتنه کوو."

ذبیح الله مجاهد د طالبانو د اقدامات دفاع وکړه ویې وېل د اسلامي سزاګانو په نافذ کولو په طالبانو تنقید ښښي چې ځينې ملکونه او تنظیمونه یا خو د اسلام په اړه مناسب علم نه لري او یا "د اسلام، د مسلمانانود عقیدو او قوانینو د احترام سره مسلې لري."

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د طالبانو ورستۍ سزاګانې څرګندوي چې دوی د نونسوه نوي لسیزي ته حالات بېرته بوتلل غواړي.

نېډ پرایس وویل د طالبانو پخوانۍ تګلارې په هغه وخت کې هم او اینده کې هم د انساني وقار او د افغانانو د حقونو خلاف ورزي کوي. "دا د طالبانو واضحه ناکامي ده چې خپل لوظونه یې نه دي پاللي."

د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ابوظهبي کې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب سره وليدل.

ټامس وېسټ د ټوېټر دلارې وویل په افغانستان کې د اقتصادي صورتحال ترڅنګ يې د مولوي یعقوب سره په افغانستان کې د انساني حقونو په خرابېدونکي صورتحال او په خصوصي ډول د جینکو او مېرمنو د حقونو په هم خبرې وکړې.

وېسټ وویل د افغانستان اقتصادي او سماجي ثبات او د ملک دننه او په نړیواله کچه د طالبانو منل کېدل "د افغانستان مېندو او لوڼو" سره د طالبانو په سلوک انحصار لري.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس یو ملک هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. امریکې او نورو مغربي ملکونو طالبانو سره امداد تړلی او بندیزونه یې پې هم لګولي دي.

د انساني حقونو فعالان وايي طالبانو په افغان مېرمنو یو شمېر قدغنونه لګولي دي.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG