په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما مطبوعاتو ته د طالبانو د يو استخباراتي چارواکي په مبینه ګواښونو او د بې درکه افغان مېرمنو فعالانو د دوامداره لا درکۍ په اړه تشویش څرګند کړی دی.
یوناما د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل د طالبانو د استخباراتو د 53 څانګې مسول چې د مطبوعاتو څارنه کوي خبریالان یې بللي وو او ورته یې وویل چې په ځینو موضوعاتو دې خبرونه نه ورکوي او که مطبوعاتو غواړي چې "ژبې مو راونه باسم" نو ځینې خبریالان دې د ټېلې وژن مباحثو ته و نه بلل شي.
د یوناما د ټویټ سره د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې ار اېس اېف یا رپورټرز ود اوټ بارډرز یو ټویټ هم شریک شوی دی.
د دې میاشت د څلورمې نېټې په دغه ټویټ کې ار اېس اېف ویلي چې مطبوعاتو ته دړکې رسنیو دپاره د افغانستان د قوانینو خلاف ورزي ده.
ار اېس اېف وویل د طالبانو دغه دړکې نورې هم ویروونکي دي ځکه چې دا په داسې حال کې ورکړی شوي دي چې د مطبوعاتو ویرول زیات شوي او د خبرونو په لاره کې قدغنونو زیاته شوي دي.د فېبرورۍ د څلورمې نېټې په یو ټویټ کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبان په هغه تشویش غور کوي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه څرګند کړی شوی دی. هغه دا هم وویل چې طالبان د مطبوعاتۍ ازادۍ ته ژمنه لري.
د بې درکه افغان مېرمنو فعالانو په اړه د یوناما مشرې ډېبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د یو لوړ رتبه چارواکي سره ولیدل او د بې درکه افغان مېرمنو فعالانو د دوامداره لا درکۍ په اړه یې تشویش څرګند کړو.
یوناما د ټوېټر دلارې د ګل، دوشنبې، په ورځ د طالبانو د ریس الاوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د مېرمن لاینز د ملاقات تصویر خپور کړو.
د یوناما په ټویټ کې وېل شوي چې ډېبرا لاینز د افغان مېرمنو د دومداره بې درکۍ او د هغوی د خېر خېګړې په اړه تشویش څرګند کړو
د ټویټ ترمخه، مولوي عبدالکبیر لوظ وکړو چې د ملګرو د پوښتنو دپاره به د ځوابونو لټولو کوښښ وکړي.
ډېبر لاینز وویل افغانستان سره نړیواله مرسته کمیږي که چېرې په هېواد کې ټول افغانان احترام ونلري.
د وي او ای د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د تیرو شاوخوا دریو هفتو راهسې په کابل ښار کې درې ښځینه فعالانې چې په وروستیو کې یې په لاریونونو کې ګدون کړی و د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په افغانستان کې د هالېنډ سفارت هم د افغان مېرمنو فعالانو په بې درکۍ تشویش او د یوناما د هلو ځلو حمایت یې څرګند کړی دی.د هالېنډ سفارت په یو ټوېټر پېغام کې وویل دغه فعالانې د رای د ازادۍ د خپل حق د استعمال وروسته بې درکه شوي دي.
د هالېنډ سفارت غوښتنه وکړه چې د مېرمنو د بې درکۍ او د خېر ښېګړې په اړه دې په بېړنۍ توګه تحقیقات وکړی شي.
په دې اړه د طلالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او طالبانو د واکمنېدو نه پس د خپلو حقونو د تحفظ دپاره افغان مېرمنو په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.