لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوناما : افغانستان کې ۲۰۱۳ م کال کې د عامو ملکي وگړو مرگ ژوبلې زياتې شوي


د ملگرو ملتونو ادارې يوناما په افغانستان کې د عامو ملکي وگړو د مرگ ژوبلو په زياتېدوسخته اندېښنه څرگند کړی ده .
د ملگرو ملتونو ادارې يوناما په افغانستان کې د عامو ملکي وگړو د مرگ ژوبلو په زياتېدوسخته اندېښنه څرگند کړی ده .

افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې افغانستان کې د وژنو په ټولو ۸۶۱۵ پېښو کې ۲۹۵۹ عام وگړي وژل شوي او ۵۶۵۶ ژوبل شوي دي . د يوناما د کاليز رپورټ ترمخه تېرکال د ماشومانو او زنانؤ په وژنو کې هم يو په درې اضافه شوې ده .

افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې افغانستان کې د وژنو په ټولو ۸۶۱۵ پېښو کې ۲۹۵۹ عام وگړي وژل شوي او ۵۶۵۶ ژوبل شوي دي . د يوناما د کاليز رپورټ ترمخه تېرکال د ماشومانو او زنانؤ په وژنو کې هم يو په درې اضافه شوې ده .
د ملگرو ملتونو ادارې يوناما په افغانستان کې د عامو ملکي وگړو د مرگ ژوبلو په زياتېدوسخته اندېښنه څرگند کړی ده .
افغانستان کې تېرکال د رامنځته شوؤ مرگ ژوبلو په اړه جاري کړي خپل رپورټ کې يوناما وئيلي چې د کال ۲۰۱۲م په پرتله ۲۰۱۳م کال کې د عامو وگړو د وژنو په پېښو کې اووه فېصده او د ژوبلو په پېښو کې ۱۴ فېصده اضافه ريکارډ شوې ده .
د افغانستان په پلازمينه کابل کې د خالي په ورځ د يوناما لخوا چې دغه رپورټ وړاندې کړی شو، ترمخه يې هېواد کې تېرکال تر ټولو زيات عام ملکي وگړي د حکومت مخالفه ډلو لخوا ځايې په ځايې د اېښودي شوؤ چاؤدېدونکو موادو د چاؤدنو په ترڅ کې وژل شوي دي .
د دې ترڅنگ د وژنو په دوهم نمبر زياته شمېره هغه ده ، چې د حکومت پلوه ځواکونو او مخالفه وسله والوترمنځ مقابلو کې عام وگړي وژل شوي دي .
په دغې رپورټ کې تېرکال په هېواد کې د ۷۴ فېصده عامو ملکي وگړو د مرگ ژوبلې پړه د حکومت مخالفه وسله والو ډلو اچول شوې . د مرگ ژوبلو ۱۱ فېصده پېښو کې د حکومت پلوه ځواکونه ، اته فېصده کې د افغان نيشنل سيکيورټې فورسز او د درې فېصده نړيوال ځواکونه زمه وار گرځول شوي دي .
د يوناما په رپورټ کې ۲۰۱۳م کال افغانستان کې د ماشومانو او زنانؤ دپاره بد کال ياد کړی شوی دی ، تېرکال د مائنونو د چاؤدنو او مقابلو په ترڅ کې د ۲۰۱۲م کال په پرتله د زنانؤ په مړينه کې ۳۶ فېصده او د ماشومانو په مړينه کې ۳۴ فېصده سېوالی شوی دی .
د ملگرو ملتونو د ادارې د بشري حقونو د څانګې مشرې جیورجیټ ګنیا په وينا " ‌‌دا په تیره ‌ډيره د اندیښنې وړ خبر ده چې په ۲۰۱۳ م کال کې د افغانو ښځو او ماشومانو د وژل کيدو او ژوبلېدو شمېره يو ځل بیا لوړه شوې ده ."
د یوناما رپورټ په گوته کړې چې د حکومت مخالفه عناصرو په قصدي ډول په ټول هیواد کې ملکيان هدف ګرځولي او د ملکي خلکو ژوند ته د پاملرني پرته يې بریدونه کړي، چې په دومره غټه کچه يې مرگ ژوبله اړولې ده .
یوناما په خپل رپورټ کې زياته کړې چې طالبانو په ۲۰۱۳م کال کې د ۱۵۳ هغه بریدونو پړه په غاړه اخستی چې ۹۴۴ ملکي وګړو ته يي په کې مرګ ژوبله اړولې ده .
د راپورونو ترمخه د خالي په ورځ افغانستان کې د نړيواله ځواکونو لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د هغو په عملياتو کې د عامو ملکي وگړو په وژنه کې ۶۰ فيصده کمی مخې ته راغلی دی .
يوناما او د نړويواله گډو ځواکونو اتحاديې اېساف په افغانستان کې د طالبانو لخوا د عامو وگړو په نخښه کولو باندې سختې نيوکې کړي ، او د اېساف لخوا وئيل شوي چې دغه ډول بريدونه د نړيواله قانون سرغړونه ده .
راپورونه وايې وسله واله طالبانود يوناما د رپورټ رد کړی او يو طرفه يې بللی دی . له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د دغه ډول رپورټونو رد کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG