لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما: په ننګرهار کې ګڼ شمیر کسان زخمیان او وژل شوي دي


په کابل کې د خالي/ شنبې په سهار په ګوردواره/معبد د بريد زمه واري داعش ډلې منلې ده. په ياد بريد کې دوه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي
په کابل کې د خالي/ شنبې په سهار په ګوردواره/معبد د بريد زمه واري داعش ډلې منلې ده. په ياد بريد کې دوه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په یو بازار کې د ګل، دوشنبې، په ورځ حمله کې شلو نه زیات کسان زخمیان شوي او وژل شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه طالب چارواکو په حمله کې د لسو کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

یوناما په ټوېټر خپل پېغام کې د حملې غندنه وکړه او ویې وېل په بريد کې د شاشومانو په شمول د ۲۰ نه زیات کسان زخمیان او وژل شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په ننګرهار کې د طالبانو د مطبوعاتو او اطلاعاتو د څانګې مشر قرېشي بدلون د یو چاودنې تصدیق وکړو او ویې وېل چې هدف یې نه معلوم.

بدلون وویل په افغانستان کې د ملکي کسانو په ضد حملې دوام لري او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي.
هغه وویل لس کسان زخمیان شوي دي خو د چا د وژل کېدو تصدیق نشي کولی.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبان وايي امنیت یې سخت کړی او هېواد یې د وسله والو نه خالي کړی دی خو نړیوال چارواکي وايي په افغانستان کې د وسله والو د بیا راپورته کېدو خطر اوس هم موجود دی.

طالبانو د واکمنۍ نه پس داعش وسله والې ډلې په افغانستان کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.

روېټرز وايي د جمعې د ورځ راهسې په افغانستان کې هره ورځ خونړۍ چاودنې شوي دي چې پکې د سیکانو په ګوردواره کې چاودنه هم شامله ده.

په کابل کې د خالي/ شنبې په سهار په ګوردواره/معبد د بريد زمه واري داعش ډلې منلې ده. په ياد بريد کې دوه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG