لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو د کډوالو ادارې خبرداری کړی چې د پېسو د کمي له امله به په ځینو ځایونو کې مرستې ودروي


په افغانستان کې د دوامداره کړکېچ، په پاکستان کې سېلابونو او په کېمرون کې د تشدد له امله د يو اېن اېچ سي ار بجت یولس بېلین ډالرو رېکارډ کچې ته رسېدلی دی
په افغانستان کې د دوامداره کړکېچ، په پاکستان کې سېلابونو او په کېمرون کې د تشدد له امله د يو اېن اېچ سي ار بجت یولس بېلین ډالرو رېکارډ کچې ته رسېدلی دی

د متحده قومونو د کډوالو د خېر ښېګړې ادارې مشر فليبو ګراندي ویلي که یو اېن اېچ سي ار د نړیوالې ټولنې نه مالي وسایل ترلاسه نه کړل نو اداره به په ځینو ملکونو کې د بې کوره شویو خلکو سره مرستې ودروي.

ګراندي وویل په اوکراین کې جنګ دلاسه په مېلینونو خلک بې کوره شوي او په نړیواله کچه داخت د بې کوره شویو کسانو تعداد ۱۰۰ مېلین ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د دوامداره کړکېچ، په پاکستان کې سېلابونو او په کېمرون کې د تشدد له امله د يو اېن اېچ سي ار بجت یولس بېلین ډالرو رېکارډ کچې ته رسېدلی دی.

تېره میاشت د یو اېن اېچ ار بیا مشر د ګمارل کېدو وروسته ګراندي د ادارې غړو ملکونو استازو ته وویل دا لومړی ځل دی چې د یو اېن اېچ سي ار د بجټ په اړه فکر مند شوی دی.

ګراندي وویل که د ۲۰۲۲ تر اخېره پورې یو اېن اېچ سي ار اضافي ۷۰۰ مېلین ډالر ترلاسه نه کړل نو مجبوره به وي چې ځينې پروګرامونه وتړي چې د هغه په قول نه یوازې د کډوالو دپاره بلکې د کډوالو د کورته ملکونو دپاره به بد اثرات ولري.

امریکا یو اېن اېچ سي ار ته د بل هر ملک نه زیاتې پېسې ورکوي او سږ کال تر اوسه پورې يې د ادارې سره دوه بېلین ډالر مالي مرسته کړې ده.

د يو اېن اېچ سي ار یو ترجمان روېټرز خبري ادارې ته وویل د ادارې دولس پروګرامونوته د بجب نه پنځوس فیصد کمې پېسې ورکول کېږي.

ترجمان وویل که چېرې مالي وسایل یې ترلاسه نه کړی شول نو یو اېن اېچ سي ار به په یمن، اېتوپيا او د منځني ختيځ په ځینو نورو برخو کې خپل پروګرامونه وتړي.

ترجمان وویل د مرستو اودرېدو له امله ویره ده چې د خوراک د کمي، د جنس په بنیاد تشدد، د کم عمر ودونو او د عدم تحفظ په شان یو شمېر نورې مسلې به پېدا شي.

په جنیوا کې خپل تقریر کې ګراندي د هغو شپږ اشاریه دوه مېلین خلکو په اړه تشویش څرګند کړو چې د اوکراین دننه بې کوره دي او د ژمي یخ پې شروع شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG