لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا په صوبه کې د پلاسټېک په کڅوړو بندیز ولګولو


قانوني ترمیم په صوبه کې د پلاسټېک په هر ډول کڅوړو بندېز ولګولو او د پلاسټېک کڅوړو جوړول، درامد کول، خرڅول او ذخېره کول یې غېر قانوني وټاکل
قانوني ترمیم په صوبه کې د پلاسټېک په هر ډول کڅوړو بندېز ولګولو او د پلاسټېک کڅوړو جوړول، درامد کول، خرڅول او ذخېره کول یې غېر قانوني وټاکل

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د چاپېريال ساتنې په قانون کې د ترمیم دلارې په صوبه کې د پلاسټېک په هر ډول کڅوړو بندېز ولګولو او د پلاسټېک کڅوړو جوړول، درامد کول، خرڅول او ذخېره کول یې غېر قانوني وټاکل.

د ماحولياتو ماهرين وايي دې ګام سره به په ماحولياتي خیچنوالي تر ډېره حده قابو ومندل شي. ماهرین دا وړاندیز هم کوي چې په پلاسټکي کڅوړو د بنديز ترڅنګ د کڅوړو د مضر اثراتو په اړه خلکو ته پوهه ورکول هم مهم دي.

په قانوني ترمیم کې سوداګرو ته شپږمياشتې وخت ورکړی شوی دی چې د دې دننه موجوده سټاک يا ذخېره پلاسټکي ګوتۍ ختمې کړي.

د ماحولياتو ماهرين وايي د پلاسټېک په ګوتو د بندیز په نتیجه کې به انسانانو، فصلونو، ځنګلونو او ځانورو ته د پلاسټېک دلاسه د نقصان مخنیوی وشي.

په مردان عبدالوالي خان پوهنتون د ماحولياتو د څانګې استاذ حېدرعلي جاويد وي او ای ډيوه ته وايي چې پلاسټک دلاسه د فصلونو پېداوار کمېږي ځکه چې پلاسټېک سره د فصلونو لپاره د لمر درجه حرارت زياتېږي، د اوبو د نکاسۍ نظام بندوی او بيا چې لږ باران هم ووشي نو په ښارونو کې سېلابونه راشي او پلاسټېک چې کله سيندونو او دريابونو ته ورسي نو کبان او نور ابي حیات چې وخوري نو ترې مړه کېږي.

په نوي قانون کې دا هم ويل شوي چې د پلاسټېک کڅوړو جوړولو او خرڅولو لپاره جاري کړل شوي جوازونه منسوخ شوي دي او جواز لرونکو ته به اجازه ورنکړل شي چې د منع شويو پلاسټکي توکو تجارت مخ پروړاندې بوځي۔
کارپوهان وايي په پلاسټېک کڅوړو د بندېز ترڅنګ خلکو ته په ماحول او انساني ژوند د پلاسټېک د خرابو اثراتو په اړه پوهه ورکول هم ضرورت لري.

په مردان کې مېشت قانون پوهه او ماحولياتو فعال اکبر هوتي وي او ای ډيوه ته وايي چې خلک پوهه شي چې پلاسټېک کڅوړې په کومو شيانو کې هم کارول کېږي هغه د انساني ژوند او ماحولياتو لپاره ډېرخطرناک دي او لرې کول یې پکار دي نو خلک به پوهه شي او بيا به د پلاسټېک ګوتو د استعمال نه ډډه کوي.

د چاپېريال د ساتنې په قانون کې دا هم ویلي شوي، هغه څوک چې په احکماتو عمل کولو کې پاتې راغلې نو د 500,000 روپو پورې به جرمانه کېږي او د یوې میاشتې پورې د بند سزا هم ورکړې کېدې شي.

په مردان کې د پلاسټکي ګوتو کاروبار کوونکی عدنان ارشد وي او ای ډيوه ته وايي چې د قانون عملي کېدو سره به د دوی روزګار ډېر اغيزمن شي.

هغه وویل حکومت باید د سودا ګرو لپاره د متبادل روزګار زمينه برابره کړي.

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وېنا وه: " پرون د ميډيا د لارې خبر شو چې په دې پابندي ولګېده او په شپږو مياشتو کې به مونږه خپل مالونه ختموو، نو دې سره به زمونږه ټول کارونه ټپ شي ځکه چې په مونږه د پنجاب د کارخانه دارو پېسې دي او زمونږه په نورو خلکو دي نو دې وجې نه بيا زمونږه پېسې نه روځي."

هغه دا هم وويل چې دومره سرمايه اوس مهال نه لري چې بل کوم روزګار د سر نه شروع کړي کومه سرمايه چې ده هغه هم په دې روان روزګار کې بنده شوې ده.

د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم بايو ډيګرېډيبل پلاسټکي کڅوړې یا هغه کڅوړې د وخت سره په ځمکه کې خاورې شي د عامو ګوتو په پرتله په کم وخت کې تحليل کېږي خو د هغې د ختميدو په وخت پېدا کېدونکی ميتهېن نومې ګېس د نړيوال تودخي او د موسمي بدلون سوب جوړېږي چې د انساني ژوند لپاره يو ګواښ دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG