لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې‌ ته د کېنېډې دلارې د غېر قانوني هندي وکړو په راتګ کې اضافه شوې


د امریکې په نیویارک ریاست کې د امریکې او د کېنډې د سرحد نخښه
د امریکې په نیویارک ریاست کې د امریکې او د کېنډې د سرحد نخښه

په تېرو څو کلونو کې امريکې ته د غېر قانوني هندي وکړو په راتګ کې اضافه شوې چې زیاتره د مېکسیکو دلارې امریکې ته راوړوي خو په داسې حال کې چې د مېکسیکو په سرحد فشار زیات شوی د غېرقانوني هندي کډوالو توجه امریکې سره د کېنېډې پولې ته اوړېدلې ده چې ډیره پراخه ده او د امنیت انتظامات پې هم زیات سخت نه ګڼل کېږي.

د امریکې د سرحدي تحفظ ادارې کسټمز اېنډ بارډر پېټرول، سي‌ بي پي، د شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۳ کې د سي بي پي اېجنټان د ۹۷۰۰۰ غېرقانوني هندي شهریانو سره مخامخ شوي وو چې ۳۰۰۰۰ په کې د کېنېډې سره د امریکې په شمالي سرحد راوړېدلي وو.

د سي بي پي د انکاونټر یا د مخامخ کېدو معنا دا وي چې د ادارې چارواکي غېر قانوني کډوال ونیسي او یا يې د ملک نه وباسي.

په کال ۲۰۱۹ کې د سي بي پي اېنجنټان د ۱۶۰۰۰ هندي کډوالو سره مخامخ شوي وو.

د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت نه واخلي د سږ کال د فېبرورۍ د میاشت پورې د سي بي پي اېنجنټان د امریکې او کېنېډې په پوله د ۱۴۰۰۰ هندي وګړو سره مخامخ شوي‌وو.

د امریکې او کېنېډې په پوله د کډوالو په زیاته شمېره کې راتګ نه یوازې د سرحدي تحفظ د چارواکو کار ګران کړی بلکې د پولې سره نږدې اوسېدونکي خلک يې هم پرېشانه کړي‌ دي.

په ۲۰۲۳ کې په مجموعي توګه د ۱۹۰۰۰۰ غېر قانوني کډوالو سره چارواکي مخامخ شوي وو چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې په دغه سرحد د غېرقانوني کډوالو په شمېره کې د شپږ چنده نه زیاته اضافه ده.

په واشنګټن کې د هندوستان د سفارتخانې ترجمان (ترجمانې) وویل امریکې ته د هندوستان نه د غېر قانوني مهاجرت یا امیګرېشن کچه نه ده د معلومه.

د هندوستان د سفارتخانې ترجمان (ترجمانې) وي او ای ته په یو بیان کې وویل په ولسي کچه تعلقاتو او قانوني مهاجرت د زیاتولو او د غېرقانوني مهاجرت او د انساني سمګلېنګ مخنیوي په لړ کې هندي چارواکي د امریکې سره په رابطه کې دي.

ماهرین وايي زیاتره هندي کډوال ګڼي چې د امریکې صدر جوبایډن حکومت د پناه اخېستونکو سره نرمي کوي.
د واشنګټن په ګاونډ کې په مېرېلېنډ ریاست کې مېشت وکیل یا قانون پوه چراغ پټېل چې په امریکا کې د پناه د خواهشمندو هندي وګړو مقدمې کوي، وايي په عمومي توګه خلک امریکې ته ځکه هم راځي چې د دې ځای د اسایلم یا د پناه د عمل په اړه يې اورېدلي وي.

هغه زیاتوي خلک کوښښ کوي چې د امریکې د اینده صدارتي انتخاب نه مخکې امریکې د ‌ځان راوسوي.

یو وخت و چې امریکې ته د هندي وګړو د راتګ شمېره کمه وه خو د هندي کډوالو په شمېره اضافه امریکې د مهاجرت په شکل کې بدلون هم ښکاره کوي.

د مایګرېشن پالېسي انسټېټیوټ نومې څېړنې ادارې مظفر چشتي وايي امریکې ته د ټولې دنیا نه کډوال راځي.

امریکې ته د غېر قانوني هندي وګړو د راتګ په نتیجه کې هندوستانیان په امریکا کې په دریمه شمېره زیات غېر قانوني مهاجرین دي.

د پيو ریسرچ سېنټر نومې ادارې د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۲۱ کې په امریکې کې د غېرقانوني هندي شهریانو تعداد ۷۲۵۰۰۰ و چې د مغربي ملکونو نه وروسته په امریکا کې د غېر ملکیانو د ټولو نه زیاته شمېره وه. ماهرین وايي که څه هم ګن شمېر کډوال د ځورول کېدو حقیقي دعوي کوې خو زیاتره هندوستانیان اقتصادي کډوال دي چې د ښه ژوند په امید امریکې ته راځي.

د جانز هاپکنز یونېورسټۍ د سټار فاونډېشن د جنوبي اېشیا د مطالعې پروفېسر دوېش کپور وايي امریکې ته راتلونکي هندي کډوال زیاتره ډیر تعلیم یافته نه وي او په خپل ملک کې د اقتصاد محدودې موقعې لري خو زیاتره د پنجاب او د ګجرات ریاستونو نه راځي او په هندوستان کې په مالي توګه سوکاله وي.

کپور وايي یوه غلطي چې زیات خلک کوي هغه دا ګڼل دي چې دا غېرقانوني کډوال غریب خلک وي خو په جنوبي اېشیا کې غریب خلک په جهاز کې د سفر پېسې هم نه لري.

په امریکا کې د سبق ویلو دپاره ویزه اخیستل ګران واي او په قانوني توګه مهاجرت کولو کې ډیر وخت لګي نو خلک د "ډنکي لاره" خپلوي چې په کې "اېجنټان" د پېسو په بدل کې غېرقانوني کډوال په غېرقانوني لارو نورو ملکو ته د ورسوولو کوښښ کوي.

که یو خوا هندي کډوال د ډنکي په زریعه مېکسیکو ته ځان روسوي خو ماهرین وايي ډیر خلک کېنېډا ته تګ چټک او اسان ګڼي.

د سیاسیاتو ماهر شېند پورېوال وايي د کېنېډې د موجوده حکومت دا کوښښ چې غېرملکي طالب علمان راجلب کړي هندي وګړو دپاره یې اسانه کړې چې د کېنېډې ويزه اخیستل اسان کړي دي. هغه وايي هندوستانیانو دپاره د پاکستان په مقابل کې د کېنېډې ویزه اخیستل زیات اسان دي. هغه وايي زیات خلک چې کېنېډې ته راشي نو بیا نېغ امریکې ته ځي ځکه چې هلته اقتصاد او د روزګار موقعې ښې دي. د کېنېډې د مهاجرت ادارې وویل د ټولو ويزو کره کتنه کېږي او دا خبره یقیني کولی شي چې د هېواد د امیګرېشن د قوانینو او ضوابطو احترام وشي.

که څه هم د امریکې او د کېنېډې سرحد محفوظ ګڼل کېږي خو په دې لاره هم ځینو خلکو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د کال ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې د یوې هندي کورنۍ څلور غړي د انتهايي زیات یخ دلاسه د امریکې د سرحد نه په څو مېټره فاصله مړه موندل شوي او جسدونه یې منجمد وو. د کال ۲۰۲۳ د مارچ په میاشت کې د څلورو هندي وګړو په شمول د اتو کډوالو مړي په سېنټ لارنس نومې دریاب کې موندل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG