لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسکو په تنظیم کې د امریکې د بیا شمولیت منظوري ورکړه 


امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په پېرس کې مېشته تنظیم نه ځان په خبره جدا کړو چې په تنظیم کې د اسرایل خلاف تعصب موجود دی
امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په پېرس کې مېشته تنظیم نه ځان په خبره جدا کړو چې په تنظیم کې د اسرایل خلاف تعصب موجود دی

د متحده قومونو د تعلیم، ساینس او ثقافت تنظیم یونېسکو په تنظیم کې د امریکې د بیا شاملېدو منظوري ورکړه.

امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په پېرس کې مېشته تنظیم نه ځان په خبره جدا کړو چې په تنظیم کې د اسرایل خلاف تعصب موجود دی.

د جمعې په ورځ‌ د یونېسکو انتظامي ډلې یا ګورننګ بورډ د ۱۰ په مقابله کې په ۱۳۲ ووټونو په تنظیم کې د امریکې د بیا شمولیت تجویز منظور کړو.

د امریکايي چارواکو په وېنا امریکا به بیا په رسمي ډول د یونېسکو غړی هېواد چې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او یا د هغه څوک نماینده د بیا شمولیت دپاره د یونېسکو دعوت قبول کړي.

بلېنکن د جمعې په ورځ په یو بیان کې د یونېسکو شکریه ادا چې د بیا شمولیت دپاره یې د امریکې تجویز ومنلو. هغه وویل په یونېسکو کې په بیا شاملېدو به هغو مسلو چې امریکایان یې قدر کوي او اهمیت ورکوي د امریکې د رهبرۍ کردار به بحال شي.

د روس ترڅنګ، فلسطینیانو، شمالي کوریا، بېلا روس، چین، ایران، انډونېشیا، شام، نېکاراګوا او اېرېټریا په یونېسکو کې د امریکې د بیا شمولیت خلاف ووټونه ورکړل.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۷ کې یونېسکو نه د وتلو اعلان وکړو. دغه فېصله یو کال وروسته موثره شوه.

په کال ۲۰۱۱ کې فلسطینیانو ته په یونېسکو کې د رکنیت ورکولو وروسته امریکې او اسرایل ادارې ته مالي امداد بند کړو.

د صدر جوبایډن حکومت د کال ۲۰۲۴ په بجت کې یونېسکو دباره د ۱۵۰ مېلین ډالرو غوښتنه کړې ده چې په کې د یونېسکو بقایاجات او نورې پېسې شاملې دي. د حکومت تجویز دی چې په اینده کلونو کې به هم دغه هومره پېسې هرکال غوښتل کېږي چې دا ډول د یونېسکو ټول ۶۱۹ مېلین ډالر بقایاجات ادا شي.

یونېسکو نه د وتلو مخکې په امریکې د تنظیم د مجموعي اخراجاتو ۲۲ فیصد برخه ادا کوله.

اسرایل د ډیر وخت راهسې په متحده قومونو د هېواد خلاف د تعصب الزام لګوي.

په کال ۲۰۱۲ کې د اسرایل د اعتراضاتو باوجود فلسطین د ریاست په څېر تسلیم کړی شو او د متحده قومونو په جنرل اسمبلۍ کې ورته د غیر رکن مبصر درجه ورکړی شوه. فلسطینیان وېسټ بېنک، مشرقی یروشلم او غزه چې اسرایل د ۱۹۶۷ په جنګ کې قبضه کړي، د خپل اینده ریاست برخه بلي. اسرایل وايي په متحده قومونو کې د فلسطینیانو د منل کېدو دپاره د کوښښونو مقصد مذاکراتو د لارې د مسل حل نه ځان بچ کول او د اسرایل نه دباو.

په کال ۱۹۸۴ کې هم امریکا د هغه وخت صدر رانلډ رېګین په حکومت کې د یونېسکو نه وتلې وه او په تنظیم یې د بد انتظامۍ، کرپشن او د روس مفاداتو ته د ودې ورکولو الزامات لګولي وو. امریکا په کال ۲۰۰۳ کې په یونېسکو کې بیا شامله شوه.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG