لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پښتو وایئ، پښتو لولئ او پښتو لیکئ"


نن د پاکستان او افغانسستان په ګډون په نړیوال کچ د مورنیو ژبو ورځ ”د ګڼو ژبو د زده کړلو لپاره د ټیکنالوجي کارول” د تهیم سره لمانځل کیزي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې یو نیسکو ویلي دي چې دا ځل ددې ورځې مرکزي پیغام دا دی چې د ګڼو ژبو په زده کړو کې له ټیکنالوجۍ څخه استفاده واخستل شي.

په 1999 کې ملګرو ملتونو دا ورځ د بنګال د طالب علمانو د ژبې لپاره د قربانیو په یاد کې لمانځل اعلان کړل.

په 1952 کې د فېبرورۍ په 21 مه د بنګال د ډهاکې د پوهنتون زده کونکیو په یوه مظاهره کې له پاکستانه غوښتل چې بنګالي ژبه چې د هیواد د اکثریتي ویونکو ژبه ده، دې د اردو ژبې په شان ملي ژبه اومنل شي.

د رپورټونو تر مخه پولیسو په دغو مظاهر چیانو ډزې وکړلې چې پینځه پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

نن د مورنۍ ژبې د لمانځلو په وخت ګڼ شمېر پښتنو د پښتو ژبې د ارزښت پیغامونه خپاره کړي دي.

د نوبل انعام ګټونکې پښتنې ملاله یوسفزۍ مور تور پېکۍ د ډیوه سره په شریکه کړې یوه ویډیو کې ویلي دي چې:

“پښتو وایئ، پښتو لولئ او پښتو لیکئ”

تور پېکۍ چې دا وخت له خپله وطنه لرې په برتانیه کې ژوند تیروي چرته چې انګریزي ژبه ویل کېږي د ویډیو په سر کې وايي چې نورې ژبې زده کول ښه خبره ده:

“خو خپله ژبه هېرول چرته هم نه دي پکار”

تورپېکۍ په دغه ویډیو کې د ژبې اهمیت ته د پام ورګرځولو په خاطر یوه قیصه کوي، چې ېوې ښځې ته یې خاوند له مسافرۍ څخه شل کاله پس یو خط واستولو، هغې دغه خط د کلي په یو استاد ولوستلو، بیا ورته هغې وې چې وس راته ددې جواب ولیکه، نو استاد ډېرې پاڼې راواخستلې چې دا خو به د شلو کالو ډېرې اوږدې خبرې وي. خو هغې ورته د ډېرو قیصو خلاصه د پښتو ژبې په یوه ټپه کې وویله چې استاده، خاوند ته مې ولیکه:

څوک چې د چا د چنې ګل شي.... مناسب نه دي چې سوکړې پرې تېروینه

د تورپېکۍ ددې قېصې مطلب دا ؤ چې په خپله ژبه کې چې څوک په کوم ساده، اسان او مختصر انداز کې خپله خبره کولی شي هغه په بله ژبه کې نه شي کیدلې:

“هغې د خپلو شلو کالو ګېلې په یوه ټپه کې وکړې”

تور پېکۍ خپله ویډیو په دې پېغام ختمه کړې چې: “پښتو وایئ، پښتو لولئ او پښتو لیکئ”

نن د پاکستان په بیلو بیلو برخو کې پښتنو شاعرانو، کلتوري او ټولنیزو فعالانو د ژبې د ارزښت په خاطر دستوری جوړې کړي دی.

په ټولنیزو رسنیو هم پښتنو د مورنۍ ژبې په ارزښت خبرې او پیغامونه خپاره کړي دي.

وتلي شاعر ممتاز اورکزي د “خپله ژبه” په موضوع یو کلام لیکلی:

مـــــــا څــــــــــــــه په سهولت, څه په اسانه رسوي

د خپـــــــــلې ژبــــــــــي توري مې امکانه!! رسوي

د خپــــــــــــلې ژبې تورې مې دانې دي د لونګو

زمــــــــــــــــــــــا د زړه خـــــــــــبرې تر جانانه رسوي

د خــــــــــپلې ژبـــې تـــوري مـــــې لري کرامتونه

بـــــــې ژبـــــــي احـــساسات مې تر بيانه رسوي

د خپــلې ژبې توري مې سپين زړي رهبران دي

تيـــــــــارو کې د تاريخ مې هم تر ځانه رسوي

د خپــــــــلې ژبې توري مې د ننګ علمبردار دي

چــــــــــــې مـــا به د سيالۍ تر هر ميدانه رسوي

د خپـــــــــــــــــلې ژبې توري مې راڼه، راڼه خاپونه

چــــــــــــــــــــې ما به تر له ما تللي کاروانه رسوي

د خپــــــــــــــلې ژبي توري مې په شان د ملايکو

زمــــــــــــا دعــــــــا بالجـــــــــــــهر تر آسمانه رسوي

د خپـــــــــلې ژبې توري مې ممتازه درېڅې دي

نظــــــــــــــــر مې تر خوشال او باچا خانه رسوي

يو بل پښتون لیکوال لطیف یاد لیکلي چې نن یې زیاتره مطالب د فبرورۍ د 21 د مورنیو ژبو نړبوالې ورځې ته ډالۍ شوي دي.

په پاکستان کې دا وخت د نورو ژبو د ویونکو په رنګ پښتانه هم دا ګیله کوي چې ریاست ددې هیواد د قامونو ژبو ته هغه هومره پاملرنه، نه ده کړې کومه چې اردو ژبې ته شوې ده.

وتلی لیکوال او د ملتپال عوامي نېشنل ګوند د کلتور سیکتر خادم حسین په ځپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې نن به عوامي نېشنل ګوند په ټوله صوبه (پښتونخوا) کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځي.

نن د پاکستان په بیلو بیلو برخو کې پښتنو شاعرانو، کلتوري او ټولنیزو فعالانو د ژبې د ارزښت په خاطر دستوری جوړې کړي دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG