لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماشومانو پېداېش کې د وقفې خوندي طریقې کومې کومې دي؟


د ملګرو ملتونو د ابادۍ اداره (یو این ایف پي اې) او د پاکستان د ابادۍ مرکزي ادارې د ابادۍ او روغتیا په اړه په یوې سروې رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې هر کال ۲۲ لکه مېندوارې (حامله) ښځې د عملیاتو په وسیله خپل حمل ضاېع کوي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې په پاکستان کې د ښځو ابادۍ ته په پام سره دغه شمېرې بوګنوونکي بللی او زیاتوي د حمل د مخنیوي سمو روغتیایي طریقو او دوایانو ته د لاس رسي نه لرلو له امله د حمل دا ډول ضایع کول د ښځو روغتیا ته لوی خطر دی.

په سروې رپوټ کې ویل شوي، په پاکستان کې ۳۵ فیصده جوړې (ښځه خاوند) د حمل د مخنیوي طریقې او علاج کوي، خو ۱۷ فیصده نور بیا دغه طریقې کارول غواړي خو دغو ته لاس رسی نه لري.

په پېښور کې د ملګرو ملتونو د ابادۍ د ادارې د پروژې مشره او د پاپولېشن ویلفېر محکمې مشره ډاکټر نجمه سلطانه ډیوه سره خبرو کې د خانداني منصوبه بندې یا فیملي پلاننگ خوندي طریقو په اړه معلومات شریک کړي.

ډاکټر نجمه وايي په ماشومانو کې د وقفې یا د خانداني منصوبه بندې لنډ مهاله طریقې هم شته او اوږد مهاله هم.

اورل کنټراسېپټیو پلز (نسواني گولې)

دا د حمل نه بچ کېدو گولې وي چې په دوه قسمه وي. یو کمباېنډ اورل کنټراسېپټیو او بل ته پروجیسټران اونلي پلز وايي. دې پروجیسټران اونلي پلز هغه ښځو لپاره وي چې ماشوم ته پې (شوده) ورکوي او د بل ماشوم پېداېش نه غواړي. د کومو زنانو چې په اپریشن ماشوم پیدا شي هغوي د ماشوم پیداېش نه تر شپږو اونیو یا هفتو پورې دغه گولۍ نه شي استعمالولی، ځکه دغه پلز وینه کې ټینگوي چې بیا په رگونو کې پاتې شي.

انجیکټیبلز (ماشومانو کې د وقفې ستنې)

د حمل نه د بچ کېدو یوه بله طریقه د فیملي پلاننگ دوه قسمه ستنې هم دي. لومړۍ نوریجسټ چې د ٢ میاشتو لپاره وي او دویمه ډېپو پروویراچې تر دریو میاشتو پورې ښځه د حامله کېدو نه ساتي. د وقفې ستنې هم د هغه زنانو لپاره ښې ګڼل کیږي چې خپلو بچو لا پې (شوده) ورکوي. انجیکټیبلز د ښځو بچي دانه د سرطان یا کېنسر د رسولې نه هم بچ ساتي. د وقفې ستنې هرې دوه میاشتې پس لگول وي. خو د دې ستنو د ډیر وخته پورې استعمالولو د ښځو په صحت یو بد اثر هم وي، او هغه دا چې د ښځو ماهواري یا میاشتینۍ بیماري بنده شي. او ډاکټران وايي د یادو ستنو بندولو سره دغه ماهواري بیرته شورو شي.

کواېل (تار، مالوچ)

تار یا کواېل د هغه ښځو لپاره ښه ګڼل کیږي چې د د ډیر وخته پورې بل ماشوم پېدا کول نه غواړي. د دې عمل وړاندې ډاکټران د ښځې پوره معاېنه یا چېک اپ کوي چې په بچه دانۍ کې کومه ستونژه او یا د ماهوارې کومه مسله خو نه لري. د تار یا کواېل طریقه تر ١٢ کالو پورې ګټه وره وي. خو که چرې یوه ښځه د بل ماشوم پیدا کولو اراده لري نو ډاکټران دغه تار په اسانه لرې کولی شي او ښځه بیرته حامله کیدی شي.

کنډوم

په لنډ مهاله طریقو کې یو د کنډوم استعمال دې چې د ښځې حامله کېدو امکان کمولو سره سره د جنسي ناروغیو مخنیوی هم کوي. ډاکټر نجمه زیاتوي ٫٫ دې ته پام کول پکار دي چې کنډوم په دوکانونو کې د ډېر وخت نه پراته وي نو اکثره ېې د معیاد موده (ایکسپايري ډېټ) تیر وي. پداسې صورت کې د ښځې د حامله کیدو امکان موجود وي.

پوسټ پارټم ايي یو سي ډي

په دې طریقه کې هم تار یا کواېل لګول کیږي خو دغه تار د ماشوم د پېداېش نه تر ۴٨ ساعتو او یا بیا ٦ اونۍ وروسته لګول کیږي.

کنټراسیپټیو امپلانټس

د خانداني منصوبه بندۍ یا په ماشومانو کې د وقفې په دې طریقه کې د سیلیکون یوه ګولۍ یا کېپسول په بچي دانه کې اېښودل کیږي. په یادو کېپسولو کې یو تر دریو کالو او بل تر اوو کالو پورې يوه ښځه د حامله کیدو نه ساتي.

د ماشومانو پېداېش کې د وقفې خوندي طریقو په اړه د ډاکټر نجمه سلطانه معلوماتي مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:23 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG