د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وايي، په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوند چارو د سمبالولو لپاره 51.91 میلین ډالرو ته اړتیا لري.
یو این ایچ سي آر د جنورۍ په پینځمه په یو رپوټ کې ویلي په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو اړوند نويو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په ګډون د مرستو لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ډېره کړې ده.
په دې رپوټ کې ویل شوي د کډوالو د بحراني حالت د سمبالولو لپاره 43.48 میلین ډالرو بودیجې ته د تېر 2023م کال له نومبره د 2024م کال تر جولای پورې اړتیا ده.
رپوټ وایي د 2023م کال د ستمبر له 15م د روانې جنورۍ میاشتې تر څلورمې له پاکستانه 4,93000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې وایي په دې شمېر کې تر 29000 زیات له دې هیواده په زور شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر ورو شوی او اوس هره ورځ په اوسط ډول د 1,500 په شاوخوا کې کډوال خپل وطن ته ستنېږي، وایي دا شمېر د تېر کال د نومبر له لومړۍ اونۍ په ورځ کې په اوسط ډول 18,200 تنو ته رسېده.
یو این ایچ سي آر وایي په تورخم او سپین بولدک کې یو شمېر ستنېدونکو کډوالو ورته ویلي په پاکستان کې د نیول کېدو، بندي کېدو، د ګرځېدو محدودیتونو، د پولیسو له خوا د پیسو د اخیستو رپوټونو او د کورونو د کرایې د قراردادونو د نه غزېدو ګواښونو دې ته اړ کړي چې خپل هیواد ته لاړ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ټینګار کړی چې په سرحدي سیمو کې د ستنو شویو کډوالو لپاره په لنډمهاله کېمپونو کې علاج، اوبو او د پاکۍ چارو ته اړتیا ډېره زیاته ده.
په دې رپوټ کې ویل شوي یو این ایچ سي آر ستنېدونکي کډوال په بایومېټریک توګه رجسټر کړي او له هغو کډوالو او کورنیو سره یې د د نغدو پیسو مرستې کړې دي چې په پاکستان کې د اوسېدلو پي او آر کارډونه لري:
"د 2023 کال د ستمبر له 15مې د 43,400 کسانو په ګډون چې په پاکستان کې د اوسېدلو لپاره پي او آر کارډونه لري، شاوخوا 65,300 ستنېدونکو کسانو نغدې مرستې تر لاسه کړې دي".
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د دوی د پاکستان دفتر له پاکستاني چارواکو سره د پي او آر یا د افغان کارډ لرونکو اې سي سي کډوالو د نیولو او شړلو پر اړوند مسلو خبرو ته دوام ورکړی دی.
د رپوټونو له مخې د پاکستان امنیتي ادارو په تېر 2023م کال کې 30,667 افغان کډوال نیولي وو چې د نورو کلونو په نسبت په دغه هیواد کې د نیول شویو کډوالو خورا زیات شمېر دی.
د پاکستان حکومت د 2023م کال د اکتوبر په درېیمه له دغه هیواده د 1.7 میلین قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د شړلو پرېکړه وکړه، چې په هغوی کې 1.4 میلینه افغان کډوال دي.
د دې پرېکړې په بنیاد د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه، چې په نتیجه کې یې په لکونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبوره شول. پاکستان وایي تر اوسه پورې تر څلورنیم لکه زیات کډوال ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ادارو غندلې او د کډوالو د ایستلو د پلان د ځنډولو غوښتنه یې کړې، خو پاکستان ددغو ادارو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او وایي د غیرقانوني کډوالو د شړلو پلان ته به دوام ورکړي.
Forum