لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو اېن اېچ سي ار مشر : نړیواله ټولنه دې د افغانستان اقتصادي نظام د تباهۍ نه بچ کړي


فلېپو ګراندي دغه خبرداری د یو اېن اېچ سي د کلېزې غونډې سر ته د رسېدو په موقع وکړو چې زیاته توجه پکې په افغانستان او ايتهوپیا کې د کډوالو او انساني بحرانونو ته ورکړی شوه
فلېپو ګراندي دغه خبرداری د یو اېن اېچ سي د کلېزې غونډې سر ته د رسېدو په موقع وکړو چې زیاته توجه پکې په افغانستان او ايتهوپیا کې د کډوالو او انساني بحرانونو ته ورکړی شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي مشر فلېپو ګراندي ویلي د نړیوالې ټولنې د مرستې نه بغیر به د افغانستان اقتصاد او د بېنکونو نظام په مکمله توګه تباه شي.

فلېپو ګراندي دغه خبرداری د یو اېن اېچ سي د کلېزې غونډې سر ته د رسېدو په موقع وکړو چې زیاته توجه پکې په افغانستان او ايتهوپیا کې د کډوالو او انساني بحرانونو ته ورکړی شوه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ګراندي وویل افغانستان ته د امداد دغه هدف ترلاسه کېدلی شي خو د خوراک، سرپناه او د ضرورت نور شیان پکار ده چې ساړه د شروع کېدلو نه مخکې افغانستان ته ورسول شي. هغه وویل طالبان به په دغو امدادي عملیانو کې خنډ نه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر وویل که چېرې نړیواله ټولنه مرسته ونکړي نو په افغانستان کې لوی انساني بحران رامنځته کېدلی او د ملک د خدماتو، بېنکونو او اقتصادي نظام په مکمله توګه تباه کېدلی شي. هغه وویل د افغانستان دغه نظامونه وړاندې په نړیوال امداد چلېدل چې اوس یا خو منجمد کړی شوی او یا ځنډول شوی دی.

ګرېندي وویل "پوښتنه اوس دا ده چې دا څنګه یقیني کړي شي چې دغه خدمات او اقتصاد فعالیت ولري او مونږ څنګه د لوی انساني بحران مخه نیولی شوو؟"

هغه وویل د کلیزې غونډې د یوې هفتې په بحثونو کې په دې خبره ټول متفق وو چې امدادي ادارې دې په افغانستان کې دننه په مېلینونو بې کوره شویو خلکو ته په بیړني ډول او بغیر د کوم شرطه امداد ورسوي.

د یواېن اېچ سي ار په کلیزه غونډه کې د افغانستان پس زیاته توجه په ایتهوپیا کې صورتحال ته وشوه. هغه وویل په غونډه کې په دې اړه تشویش څرګند کړی شو چې د ایتهوپیا حکومت د یو اېن اېچ سي ار لوړ رتبه چارواکي د ملک نه وېستلي دي.

د یو اېن اېچ سي ار مشر وویل د غونډې برخه وال اندېشمن وو چې د ادارې د چارواکو د وتلو وروسته به د ايتهوپیا په ټېګر سیمه کې اېسار مېلینونو خلکو ته د امداد رسولو صلاحیتونه محدود شوي دي او دا چې ویره ده د ټېګری کړکېچ په نورو سیمو ته هم خپور شي.

ملګري ملتونه وايي په ټېګری کې پنېځه اشاریه دوه مېلین خلک یا د ابادۍ 90 فیصد برخه انساني امداد ته اړتیا لري.

فلېپو ګراندي وویل که څه هم د يو اېن اېچ سي ار د غونډې زیاته توجه په افغانستان او ايتهوپیا وه خو هغه د غونډې په برخه والو غږ وکړو چې د نړۍ په نورو برخو کې د مهاجرو مسلې دې هم د پامه نه غورځوي چې د هغه په قول د دنیا په هره سیمه کې وجود لري چې پکې د جنوب مشرقي اېشیا د روهینګیا د کډوالو ستونزه، د مغربي افریقې په ساحل سیمه کې کډوال، په منځني ختیځ کې د شام او د مرکزي امریکې په وېنزوېلا هېواد کې د بې کوره شویو خلکو مسلې شاملې دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG