لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي ار: د یورپ په سفر سږ کال ٢٠٠٠ کډوال په سمندر لاهو شوي


یورپي هېوادونه وايي د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي ملکونو خلک په غیرقانوني توگه د یورپ ته د تگ کوښښونه کوي
یورپي هېوادونه وايي د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي ملکونو خلک په غیرقانوني توگه د یورپ ته د تگ کوښښونه کوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي سږ کال یورپ ته د غیرقانوني تگ په مهال د ٢٠٠٠ نه زیات کډوال او هجرت کونکي په بحیره روم کې لاهو شوي او ژوندونه یې بېللي دي.

یو این ایچ سي ار ویلي په بحیره روم کې او په خصوصي توگه د بحیره روم په مرکزي برخه کې د کډوالو لاهو کېدل زیات شوې دي.

ادارې ویلي په بحیره روم کې د خلکو ډوبیدل ځکه هم زیات شوي چې د سمندر په ساحل پراته هېوادونه امدادي ادارو ته اجازت نه ورکوي چې په سمندر کې د لټون او یا د امداد کار وکړي.

د یو این ایچ سي ار ترمخه د سپټمبر په میاشت کې اټلي ته په بحیره روم د خطر سفر په مهال په اتوو کې یو تن لاهو او مړ شوی.

د یو این ایچ سي ار ترجمان چارلي یازلي وايي په سمندر کې د خلکو د زیاتې مړینې وجه د امداد کمی دی. هغه وویل یو این ایچ سي په هغه قانوني او د تگ راتگ په بندیزونو تشویش لري چې په بحیره روم کې په امدادي هلوځلو لگول شوې دي.

چارلي یازلي وویل په موجوده وخت کې د لیبیا ساحلي امن ساتونکي ځواکونه د لیبیا په سمندري سرحد کې د لټون او د کومک دنده ترسره کوي. که څه هم د یو این ایچ سي ار ترجمان د لیبیا د کوښښونو ستاینه وکړه خو وې ویل چې د سمندر نه ژغورل شوي تنان لیبیا ته بیرته لیږل کیږي چرته چې حالات محفوظ نه دي.

د یو این ایچ سي ار ترجمان ویل داسې دستاویزي ثبوتونه موجود دي چې کوم خلک لیبیا ته منتقل کړی شي، هغوي په زندانونو کې اچول کیږي او په دغه مهال د انساني حقونو سرغړونې هم رپورټ شوې دي.

یو این ایچ سي ار غوښتنه وکړه چې امدادي سمندري جهازونو ته دې په بحیره روم کې د لټون او د امدادي کار اجازت ورکړی شي چې دا رنگ د تشدد د او د غربت ځان خلاصونکي په اوبو کې د مرگ سره مخامخ نشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG