لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اداکاره ماهره خان ملگرو ملتونو د پاکستان دپاره د نیک نیتۍ سفیره وټاکله


ماهره خان
ماهره خان

د هندوستان د بالي وډ فلمونو او د پاکستاني ټېلې وژن مشهوره ادا کاره ماهره خان د ملگرو ملتونو د کډوالو د خیرښېگړې ادارې یو اېن اېچ سي ار پاکستان دپاره خپله د نیک نيتۍ سفیره وټاکله.

په دې لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې یوه دستوره هم وشوه. د یو اېن اېچ سي ار د یو بیان ترمخه، ماهره خان دستورې ته وویل "زه فخر محسوسوم چې د دې عظیم مقصد دپاره غوره کړی شوم."

یو اېن اېچ سي ار وویل ماهره خان د "رئیس" او د "سپرسټار" په رنگ فلمونو او په ټېلې وژن د اداکارۍ دلارې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کړی دی.

د نیک نیتۍ سفېرې په توگه د گمارل کېدو نه وړاندې ماهره خان د یو اېن اېچ سي ار د پلاوي ترڅنگ په پېښور کې میشته د افغان کډوالو سره ولیدل او د مطبوعاتو سره خپلو مرکو کې مېرمن خان په پاکستان کې اوسېدونکو یو اشاریه څلور مېلین افغان کډوالو د ضرورتونو په اړه یې غږ پورته کړی دی.

د اسلام اباد په دستوره کې ماهره خان د پاکستان ستاینه وکړه چې د تېرو ۴٠ کلونو راهسې یې د افغان مهاجرینو کوربتوب کړی دی. "زه په دې فخر کوم چې ځما ملک د افغانانو دریو نسلو ته د فیاضۍ ښودنه کړې ده."

د ماهره خان دغه وډیو د یو اېن اېچ سي ار خپره کړې

ماهره خان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نوې سفیره ټاکل شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG