لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: کډوال د یونان په جزیزو په سختو حالاتو کې په ژوند مجبور دي


د ملګرو ملتونو د کډوالو د اېجنسۍ UNHCR وياند چارلي ياکسلي وي او ای ته ويلي په دغسې سخاکېمپونو کې دېره خلک د يو شمېر ناروغو ښکار کېږي

د ملګرو ملتونو د پناهګزينو اېجنسي وايي په زرګونو پناهګزين او سياسي پناه غوښتونکي چې يورپ ته د بحيره اجيه په خطرناک سمندري سفر لاړ شي د يونان په جزيرو لېس بوس، سموس او چيوس کې جوړ مرکزونو کې ډېر په خرابو حالاتو کې په ژوند کولو مجبوره دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په دغه مرکزونو کې د خپل حساب نه بې کچه زيات پناهګزين اچول شوي دي او وايي د يونان په لېس بوس جزيره کې د ۲۰۰۰ کسانو لپاره جوړ کېمپ کې ۷۰۰۰ سياسي پناه غوښتونکې او پناهګزين دېره دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د اېجنسۍ UNHCR وياند چارلي ياکسلي وي او ای ته ويلي په دغسې سخاکېمپونو کې دېره خلک د يو شمېر ناروغو ښکار کېږي.

"مونږه وينو چې په دغه کېمپونو کې په ګن شمېر کې ماشومان د ذهني ناروغيو ښکار کيږي مونږه وينو چې په دغه کېمپونو کې د تش نابونو له کمي لکبله خلک د جنسي زورونو ښکار کېږي، په دغه کېمپونو کې اکثره تش نابونه يا لېټرينونه کار هم نه کوي"

د يو اېن اېچ سي آر وياند وېل دغلته د ورځې په حساب ١١۴ پناهګزين ورځي، چې ٧٠ فيصد کورنۍ پکې د شام، عراق او افغانستان نه ورځي او وايي د دغې نورو کورنيو په ورتلو سره په دغه کېمپونو کې حالات نور هم خرابيږي،

نوموړي وېل د يونان چارواکي دې د پناهګزينو يورپ ته په ورپرېښودلو کې دفتري لم لېټ ختم کړي او په کېمپونو کې د خپل وار په طمه ناست پناهګزينو په کار دې تندي اوکړي او که ورسره کومه لاره نه وي نو بيا دې په کېمپونو کې پرتو پناهګزينو له د هوټلونو يا کورونو بندوبست اوکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د اېجنسۍ وياند ووېل دوي د يونان د حکومت په غوښتنه دې خبرې ته تيار دي چې د ستمبر په مياشت کې د دغه کېمپونو نه پناهګزين د يورپ نورو برخو ته بوځي څوک چې د بحيره اېجيه د خونړي سمندري سفر وروسته سره د خپلو کورنيو له ډېرې مودې رهسې د يويان په جزيرو کې جوړ کېمپونو کې په دې انتظار ناست دي چې کله به د يورپ په خاوره قدم ږدي

XS
SM
MD
LG