لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري ضرورتونه هره ورځ زیاتېږي


د یو اېن اېچ سي ار ترجمان بابر بلوچ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل زیاتره بې کوره شوي افغان کورنۍ د موسم نه محفوظې سرپناه ګانې، تودې جامې او خشاک نلري. هغه وویل بې کوره شوي کورنۍ مناسب خوراک، دوایانې او نور د بنیادي ضرورت شیان هم نلري
د یو اېن اېچ سي ار ترجمان بابر بلوچ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل زیاتره بې کوره شوي افغان کورنۍ د موسم نه محفوظې سرپناه ګانې، تودې جامې او خشاک نلري. هغه وویل بې کوره شوي کورنۍ مناسب خوراک، دوایانې او نور د بنیادي ضرورت شیان هم نلري

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي شروع شوی هلته بشري ضرورتونه هره ورځ زیاتېږي او په مېلینونو افغانان د خوراک د کمي او د لوږې د بحران سره مخامخ دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ‌ ترمخه یو اېن اېچ سي ار خبرداری وکړو چې هغه درې اشاریه پېنځه مېلین افغانان چې د جنګ دلاسه بې کوره شوي دي د ژمي د یخ نه ځان د محفوظ ساتلو مناسب انتظام نلري.

د یو اېن اېچ سي ار ترجمان بابر بلوچ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل زیاتره بې کوره شوي افغان کورنۍ د موسم نه محفوظې سرپناه ګانې، تودې جامې او خشاک نلري.

هغه وویل بې کوره شوي کورنۍ مناسب خوراک، دوایانې او نور د بنیادي ضرورت شیان هم نلري.

بابر بلوچ وویل په افغانستان کې بشري بحران هره ورځ خرابېږي او د خوراک کمی "بې سارې کچې" ته رسېدلی دی.

هغه وویل 23 مېلین خلک چې د افغانستان د نیمايي ابادۍ نه زیاته شمېره ده، په سنګینه کچه د لوږې او قریباً نهه مېلین خلک د قحط د خطر سره مخامخ دي.

بابر بلوچ وویل افغانستان ته د ورستي سفر په مهال یې د خلکو د بې وزلتیا او ناامیدۍ حالات ولیدله چې د انسان "زړه ماتوي."

بابربلوچ وویل داسې مېرمنې یې ولېدلې په خپل سر یوازې د بچو پالنا کوي خو نه یې سرپناه لرله او نه یې د بچو دپاره خوراک و.

هغه وویل داسې سپن ږیري یې ولیدل چې په خپل سر د یتیمانو لمسو پالنا کوي ځکه چې په کورنۍ کې یې نور څوک نشته.

بابربلوچ وویل یوه مېرمن یې ولېدله چې خاوند یې په جنګ کې مړ شوی دی، او د خپلو دریو ماشومانو او د مور او پلار کفالت ور په غاړه شوی دی. هغه زیاته کړه کورنۍ د ملاتړ دپاره د دغې مېرمن 12 کلن زوی او لس کلنه لور هم کار روزګار کوي.

د یو اېن اېچ ترجمان په ماشومانو کې د خوراک د سخت کمي ذکر هم وکړو او ویې وېل د خوراک د کمي سره مخامخ د دریو مېلینو ماشومانو حال د تشویش وړ دی.

بابر بلوچ خبرداری وکړو که چېرې دغو ماشومانو د ضرورت امداد ترلاسه نه کړی شو نو د مرګ د خطر سره به مخامخ شي.

يو اېن اېچ سي ار وايي سږ کال یې د 700000 افغانستان سره مرسته کړې ده او اداره د هفتې په حساب 60000 کسانو ته د امداد دپاره ځان رسوي.

بابر بلوچ وویل د دې نه مخکې چې د ژمې واورې لارې وتړي، یو اېن اېچ سي ار غواړي چې د امداد ته سترګې په لار خلکو ته مرستې ورسوي.

بابربلوچ وویل د مرستو عملیات جاري ساتلو دپاره یو اېن اېچ سي ار د 375 مېلین ډالرو مالي امداد ته ضرورت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG