د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي، په روان کال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ تېزه شوې ده او وایي چې د سږ کال له مارچ میاشتې بیا تر جون میاشتې پورې د ستنېدو لړۍ ډېره تېزه وه.
یو این ایچ سي آر د اګست پر 21مه په خپل رپوټ ویلي چې په مې او جون میاشتو کې تقریباً 38,000 افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوي، خو وایي په جولای کې دا شمېر لږ کم شوی او تقریباً 36,000 کډوال ستانه شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د 2023م کال د ستمبر له 15مې د 2024م کال د جولای تر 31مې نېټې پورې تر 683,400 ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په رپوټ کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په ستانه شویو کې رجسټر او که نارجسټر کډوال شامل دي، خو وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو، هغه افغان کډوال به له هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري:
"یو این ایچ سي آر په افغانستان کې د بایومېټرک په وسیله د خلکو رجسټر کولو ته دوام ورکوي او د پي او آر کارډ لرونکو، د دوی د کورنۍ غړو، د یو این ایچ سي آر سلیپ لرونکو، د پناه غوښتنې سند لرونکو او نورو حفاظت غوښتونکو افغانانو ته نغدې مرستې چمتو کوي".
د پاکستان حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې له دې هېواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او له هغه راهیسې په لکونو کډوال ایستل شوي چې زیات شمېر یې د افغان کډوالو دی.
د افغانستان له بل ګاوندي هېواد ایرانه هم د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده. په تهران کې امنیتي چارواکو د اګست پر 19مه ویلي، په دغه هیواد کې مېشت هغه بهرني اوسېدونکي به له دغه هیواده وشړل شي چې د اوسېدلو قانوني موده یې ختمه شوې او غزول شوې نه وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا په تېره جولای میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، د روان کال د جنورۍ له پیله د مې میاشتې تر اخره شاوخوا 595,000 افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
که څه هم په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه ډول ډول شمېرې وړاندې شوي، خو وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د 2023م کال په دسمبر کې په بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر 5.82 میلینه ښوولی وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له هغه راهیسې 1.6 میلینه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې کوم هېواد ته څومره شمېر تللي دي.
د پاکستان حکومت په تېره جولای میاشت کې په خپل هېواد کې د څه باندې 1.4 میلینه قانوني اوسېدونکو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د یوه بل کال لپاره وغزوله، خو هغه خبر یې رد کړی وو چې ګواکې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې ده.
د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر د جولای پر 11مه ویلي وو، د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د مودې غزولو پرېکړه په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې شوې ده.
په بیان کې ویل شوي وو چې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو د رجسټرېشن یا پي او آر کارډونو د منل کېدو د مودې منظوري د را روان 2025م کال د جون تر 30مې پورې ورکړل شوه چې په قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي.
Forum