لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار د افغان کډوالو او کوربه هیوادونو لپاره د مرستو غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) نن د لوړې کچې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو او د دوي کوربه هیوادونو ایران او پاکستان لپاره د دوامداره مرستو او ملاتړ غوښتنه کړې.

په دغه انلاېن (ورچول) غونډه کې د یو اېن اېچ سي ار چارواکو تر څنګ د افغانستان، ایران او پاکستان حکومتي غړو هم ګډون کړی.

په داسې حال چې په افغانستان کې د لسیزو راهسې روانه جګړه پینځمې لسیزې ته داخلیږي، دا مهال ۲.۷ میلینه (۲۷ لکه) افغان کډوال د هیواده بهر د کډوالې،‌ او ۲.۶ (۲۶ لکه) د افغانستان دننه بې کوره یا کډوال دي.‌

هم دغه شان تیرکال اروپا ته د مېډېټرینین سمندر (بحیره روم) د لارې رسیدلي‌ غیرقانوني کډوالو کې تر ټولو زیاته شمیره هم د افغان کډوالو وه. او د تیرو کلونو په پرتله سږ کال د دغه افغان کډوالو سره د ښځو شمیره زیاته وه، چې ښايي افغانستان کې د روانې کشالې د حل امکانات مبهمه پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو اېن اېچ سي ار مشر فلیپو ګرېنډي دغه ورچول غونډې ته د وینا په وخت ویلي: ‌٫٫ د افغان کډوالو ستونزه د یو اېن اېچ سي ار د ۷۰ کالو د تاریخ تر ټولو اوږده ستونزه ده. مونږ ګورو چې د افغان کډوالو دریم نسل په کډوالې کې پېدا کیږي یا سترګې غړوي.٬٬

په غونډه کې د ایران او پاکستان لپاره د نورو نړیوالو مرستو غږ هم شوی چې په دغه کوربه هیوادونو کې ژوند کونکي افغانان د تعلیم او صحت په قامي پروګرامونو کې شامل کړی شي او په خپله خوښه افغانستان ته ستنیدونکي افغانانو مرستې وشي.

فلیپو ګرېنډي یادې غونډې ته ویلي: ٫٫ مونږ باېد د دې موقعې نه ګټه پورته کړو او د کډوالو د ستونزې حل اړخ ته پرمختګ وکړو.٬٬ غونډې ته ووېل شول چې افغانانو او د دوي کوربه هیوادونو د تیرو ۴۰ کالو په کډوالۍ کې ډیر زیات نرمښت ښودلی او ګڼ شمیر چېلنجونه یې تېر کړي.

د غونډې په مهال د یو اېن اېچ سي ار مشرفلیپو ګرېنډي د ایران لخوا د افغان کډوالو د زده کړو او صحت په برخه کې مصرف شوي سرمایې یادونه وکړه، چې له سببه یې په ایران کې د افغان کډوالو د زده کړې یا تعلیم شرح په ایرن کې د ۶ سلنه نه ۶۸ سلنه ته پورته شوې.

په پاکستان کې د اغیزمنو افغان کډوالو او کوربه سیمو د یو ځانګړي پروګرام لاندې نژدې ۱۲ میلینه کډوالو او ځايي خلکو ته مرستې ورکړل شوي چې ورسره د ټولنې د بیا رغونې کارونه ترسره شوي. په پاکستان کې اوس افغان کډوال بېنکي اکاونټونه خلاصولی شي او د دغه هیواد د اقتصادي نظام برخه جوړ شوي.

د یو اېن اېچ سي ار مشر زیاته کړې،‌ داسې کوششونه نور زیاتول پکار دي او د کرونا وبا په دې سختو حالاتو کې یې د نورو بیړنۍ مرستو غوښتنه کړې چې په اقتصادي توګه اغیزمنو سیمو/ هیوادونو مرستې وشي.

د کال ۲۰۱۲م راپه دیخوا افغانستان، ایران او پاکستان د یو سیمه ایز پلان لاندې د افغان کډوالو په خپله خوښه خپل هیواد ته د ستنیدو پلان عملي کړی چې ورسره افغان کډوال بیرته په افغان ټولنه کې ځاې پر ځاې کیږي او په کوربه هیوادونو یې هم فشار کم شوی.‌

د یو اېن اېچ سي ار په مرسته په تیرو اتو کالو کې ۵.۳ میلینه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تیر کال د دسمبر په میاشت کې د کډوالو په نړیواله غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خپلو ملګرو ادارو سره په ګډه د بې کوره افغان کډوالو د مرستو لپاره نوې لارې ټاکل شوې وې.

یو اېن اېچ سي ار د افغانستان، ایران او پاکستان د حکومتونو په مرسته د افغان کډوالو د صحت،‌ تعلیم، هنري زده کړو او کارونو روزګارونو په لړ کې مرستې سېوا کړي،‌ چې د حالاتو سمیدو وروسته دغه کډوال په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شی او د خپل هیواد خدمت وکړي.

د دغه میلینونو افغانانو راتلونکی د نړیوالو ادارو د مالي مرستو، سرمایې لګولو او همکارۍ سره تړلی چې د افغانستان دننه او کوربه هیوادونو ایران او پاکستان سره یې دوامداره وساتي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG