لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان سيلاب ځپلو ته بشري مرستې لېږلي


سږ کال د پشکال بارانونو بې ساري زيان کړی او د موسمياتو کارپوهان وايي دا د بدلېدونکي ماحولياتو اثر دی چې پاکستان يې تر ټولو زيات ځپلی دی
سږ کال د پشکال بارانونو بې ساري زيان کړی او د موسمياتو کارپوهان وايي دا د بدلېدونکي ماحولياتو اثر دی چې پاکستان يې تر ټولو زيات ځپلی دی

د متحده قومونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار په پاکستان کې د سېلاب ځپلو خلکو سره مرستې دپاره خوراکي مواد او نورې مرستې لېږلي دي.

د ملک وزير اعظم شهباز شريف د ملک د سويلي سيمو په خصوصي توګه سند صوبې په دوره دی چېرته چې د مانچر ډنډ د زياتېدونکي اوبو د لاسه ابادۍ ته نوې خطرې راولاړې شوی دی.

د ملګرو ملتونو دوه پروازونه تېره ورځ د کراچۍ په هوايي ډګر کوز شوي او دوه نور هم ډېر ژر ور رسېدونکي وو.

د امدادي سامان نه ډک يو پرواز د ترکمنستان نه هم کراچۍ ته رسېدلی دی چرته چې سيلابي اوبو په ټوله سند صوبه او په خصوصي توګه په کراچۍ ښار کې زيات نقصان کړی دی.

د سيلاب د لاسه په ټول ملک کې د 1300 نه زيات خلک مړه شوي او په ميلينونو خلک بې کوره شوي چې د کډوالۍ د ژوند سره مخ شوي دي.

سږ کال د پشکال بارانونو بې ساري زيان کړی او د موسمياتو کارپوهان وايي دا د بدلېدونکي ماحولياتو اثر دی چې پاکستان يې تر ټولو زيات ځپلی دی.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل اېنټونيو ګوټرېس د روان ناورين په اړه په نړۍ غږ کړی چې په دې ګران وخت کې دې ځان نه ناغرضه کوي. ګوټرېس په نهم سيپټمبر د پاکستان د سيلاب ځپلو سيمو دوره هم کوي.

د اتوار په ورځ انجينيرانو د مانچر ډنډ په يو اړخ کې د ډنډ ديوال مات کړی چې د جمع کېدونکو سيلابي اوبو د وتلو لار پيدا کړي ځکه سيلابونو د سيهون ښار او خوا و شا کلو ته خطر پيښ کړی. د جون نه راپه دېخوا سيلابو د يوې اندازې مطابق 1.6 ميلين کورنۍ اغېزمنې کړي دي.

شهباز شريف ته وزير خارجه بلاول بهټو په سکهر ښار کې هر کلی اوې او بيا دواړو د هيلي کاپټر نه د درياۓ سند د ډېرېدونکي اوبو جاج واخستلو. د صوبې وزير اعلا مراد علي شاه وزير اعظم ته د شوي نقصان او روان حالت په اړه معلومات ورکړل.

د پاکستان ټوله ابادې نزدې 220 ميلين جوړيږي چې دا وخت پکې د 3.3 ميلين نه زيات خلک سيلابونو ځپلي او بې کوره کړي دي. د حکومتي اندازو تر مخه د ملک په ډېرو برخو کې د لس بيلين ډالرو نه زيات نقصان شوی دی.

سيلابونو څلور واړه صوبې پنجاب، سند، بلوچستان او پښتونخوا ښې ډېرې ځپلي او حکومتي شمارې ښايي په مړه شوو خلکو کې زيات شمېر د ښځو او ماشومانو دی.

امريکا تېره اوونۍ د پاکستان سيلاب ځپلو خلکو د پاره 30 ميلين ډالره مرسته اعلان کړې او تېره ورځ د امريکا د کانګرس دوه کسيزه پلاوی چې شيلا جيکسن او ټام سوزي پکې دي د سيلاب ځپلو سيمو دوره هم کړې ده.

ماهرين وايي په نورو درېواړو صوبو کې د سيلاب اوبه په کمېدو دي خو په سند صوبه کې حالات خطرناک شوي دي او د جعفراباد نه په سلګونو خلک کډه شوي ځکه چې کورونه يې د سيلابي اوبو ډک شوي دي.

يو سيلاب ځپلی تن خادم کهوسو وايي چې کورونه يې په اوبو کې ډوب دي او وايي څنګه وتوانېدو چې تر سينې سينې په اوبو کې ډوب و او ځان يې وژغورو. هغه وايي چې کورنۍ يې هغه وخت خپل کور پرېښود کله چې سيلابي اوبو ماران د ځان سره راوړل.

کهوسو وايي تر اوسه ورته کومه حکومتي مرسته نه ده رسېدلې خو حکومتي چارواکي وايي دوی خپل وس کوي چې څومره ژر کولی پوره پوره مرستې خلکو ته ورسوي.

د ملک پخواني وزير اعظم عمران خان هم د سند صوبې او په خاصه توګه د سکهر ښار دوره کړې ده چې د سيلاب حالت د نزدې نه وويني.

د ملکي وګړو سره سره په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هم روانو سيلابو اغېزمن کړي او د سرکاري شمارو تر مخه دا وخت په ملک کې نزدې 1.3 ميلين رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي.

د يوې اندازې تر مخه د 420,000 نه زيات افغانان د مقامي خلکو سره شريک ژوند کوي او په داسې سيمو کې پراته دي چې سيلابونو ډېرې اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ادارې يونيسېف هم خلکو ته بشري مرستې رسول پيل کړي او د دوايانو وېشلو سره سره يې د 160 ميلين ډالرو د مرستو اپيل هم کړی چې د ماشومانو د پاره د 37 ميلين ډالرو د ځانګړې مرستې غوښتنه هم پکې ده.

په پاکستان کې د يونيسېف مشر عبدالله فادېل ويلي “سيلابونو ماشومان او کورنۍ د شين اسمان لاندې اوسېدو ته مجبوره کړي او د ژوند ضرورتونو او اسانتياو ته هيڅ لاس رسی نه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG