لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانان مرستې ته اړتیا لري، نړیواله ټولنه یې چې هېر نکړي


مېرمن منټوو د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د موجوده کړکېچ سره مخامخ افغانانو مرسته وکړي. هغې زیاته کړه په نورو ملکونو کې افغانانو د پناه اخیستلو په لاره کې د خنډان و نه درول شي
مېرمن منټوو د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د موجوده کړکېچ سره مخامخ افغانانو مرسته وکړي. هغې زیاته کړه په نورو ملکونو کې افغانانو د پناه اخیستلو په لاره کې د خنډان و نه درول شي

د کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي ار ویلي د غیر یقیني حالاتو سره مخامخ په مېلینونو افغانان مرستې ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه چې په دې مهال د پامه ونه غورځوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه سږ کال ۵۵۰۰۰۰ افغانان چې ۸۰ فیصد پکې ښځې او ماشومان دې د جنګ دلاسه بې کوره شوي دي.

رپورټ وايي دغه نوي بې کوره شوي د هغو دوه اشاره نهه مېلین افغانانو نه علاوه دي چې د ورستي حالاتو نه وړاندې په خپلو کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.

یو اېن اېچ سي ار وايي په موجوده وخت کې ۱۸ مېلین افغانان بشري امداد ته ضرورت لري.

په افغانستان کې د موجوده وضعیت په اړه یو اېن اېچ سي ار وايي په داسې حال کې چې ځای په ځای د تشدد رپورټونه مخې ته راځې په ملک کې حالات د غیر یقېنۍ ښکار دي او خلک د اینده په اړه تشویش لري .

د یو اېن اېچ سي ار ترجمانې شابیه منټوو وویل زیاتره افغانان د معمول په ډول د ملک نه بهر سفر نشي کولی او یو اېن اېچ سي ار د هغو ملکونو ستاینه کوي چې د خطر سره مخامخ افغانان د ملک نه وباسي.

مېرمن منټوو د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د موجوده کړکېچ سره مخامخ افغانانو مرسته وکړي. هغې زیاته کړه په نورو ملکونو کې افغانانو د پناه اخیستلو په لاره کې د خنډان و نه درول شي.

د یو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه امریکې سږ کال ۶۲۵۰ کډوالو ته پناه ورکړې ده. په ایران او پاکستان کې دوه اشاریه څلور مېلین افغان مېشته دي،

یو اېن اېچ سي ار وايي دا وخت په افغانستان کې د ادارې ۲۰۰ غیرملکي کارکوونکي موجود دي او د دې کال د شروع راهسې یې ۲۳۰۰۰۰ کسانو بېړنۍ مرستې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG