لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسېف وايي افغانستان ته یې د اسهال د علاج دپاره طبي امداد لېږلی


یونېسېف وویل په تېرو څو هفتو کې په کابل او خوا او شا سیمو کې د اسهال د 1500 نه زیات کېسونه رپورټ شوي دي
یونېسېف وویل په تېرو څو هفتو کې په کابل او خوا او شا سیمو کې د اسهال د 1500 نه زیات کېسونه رپورټ شوي دي

د ماشومانو د خېرښېګړې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسېف ویلي په افغانستان کې د اسهال د زیاتېدوونکو پېښو د علاج او مخنیوي دپاره یې کابل ته طبي امداد لېږلی دی.

یونېسېف د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل کابل ته 40 ټنه طبي امداد کې دوا او د اسهال د علاج الات شامل دي.

د ملګرو ملتونو ادارې وویل دغه طبي سامان د 10000 کسانو د علاج دپاره کافي ده. یونېسېف وویل د اضافي 90000 کسانو ضرورت پوره کولو دپاره به نور سامان په اینده هفتو کې افغانستان ته ورسول شي.

یونېسېف وویل په تېرو څو هفتو کې په کابل او خوا او شا سیمو کې د اسهال د 1500 نه زیات کېسونه رپورټ شوي دي.

یونېسېف افغانستان ته په بېړنۍ توګه د اسهال د مخنیوي دپاره د امداد لېږلو خبره په داسې حال کې کړې ده چې نړیوالې ټولنې خبرداری کړي چې که چېرې افغانستان سره مرستې ونشي نو په هېواد کې به اقتصادي او انساني بحران پېدا شي.

نړیوالوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف ویلي د اثاثو منجمد کېدلو او د بهرني امداد د بندېدلو له امله افغانستان د پېسو د کمي سره مخامخ شوی دی او د دې په نتیجه کې په مېلینونو خلک په غربت او په انساني بحران کې مبتلا کېدلی شي.

د امریکې په شمول مغربي ملکونو افغانانو سره د مرستو لوظونه کړي دي خو وايي نه غواړي چې د دوی امداد د طالبانو په لاس ورشي.

یونېسېف وايي د اسهال وبا په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان د ماشومانو د خوراک د کمي، د خسرې ناروغۍ او د کرونا وایرس سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د یونېسېف نماینده ویلي په افغانستان کې د ماشومانو ژوند د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دی او د افغانستان د صحت نظام د تباهۍ په درشل ولاړ دی چې د ماشومانو ژوندونه ورته اړتیا لري.

یونېسېف وویل اداره نه یوازې د صحت د خېرښېګړې د اسانتیاو مرسته کوي بلکې یونېسېف د نورو همکارو ادارو سره هلې ځلې ګړندۍ کړي دي چې افغان کورنیو ته د اسهال د مخنیوي په اړه معلومات ورکړي، د صحت الات او صفا اوبه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG