لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسېف: ګڼ شمېر ماشومانو د هغو ناروغو نه مړه کېدلی شي چې وېکسین يې مخه نېسي


د یونېسېف اېګزېکېټیو ډرېکټرې کېترین رسل وویل د کرونا وبا د عروج په وخت ساینس پوهانو په چټکتیا وېکسین تیار کړل او بې شمېره ژوندونه يې محفوظ کړل  خو د دې تاریخي کامیابۍ باوجود د هر ډول وېکسین په اړه ویره او غلط معلومات هم لکه د کرونا وایرس په شان په پراخه کچه خپرېدل
د یونېسېف اېګزېکېټیو ډرېکټرې کېترین رسل وویل د کرونا وبا د عروج په وخت ساینس پوهانو په چټکتیا وېکسین تیار کړل او بې شمېره ژوندونه يې محفوظ کړل  خو د دې تاریخي کامیابۍ باوجود د هر ډول وېکسین په اړه ویره او غلط معلومات هم لکه د کرونا وایرس په شان په پراخه کچه خپرېدل

ماشومانو د خېرښېګړې دپاره د متحده قومونو ادارې یونېسېف خبرداری کړی چې د کرونا وایرس وبا په مهال د عمومي وېکسین په استعمال کې د کمي له امله ګڼ شمېر ماشومان د هغو ناروغو نه مړه کېدلی شي چې وېکسین ترې ماشومانو ته تحفظ ورکوي.

د ماشومانو د صورتحال په اړه د کال ۲۰۲۳ د یونېسېف په رپورټ کې ۵۵ ملکونو ته کتنه شوې او په ۵۲ ملکونو کې د رپورټ ترمخه ماشومانو ته د وېکسینو په ورکولو د خلکو اعتماد کم شوی دی.

رپورټ وايي په یوازې دریو ملکونو، هندوستان، چین او مېکسیکو کې خلکو د وېکسین د ګتې په اړه مثبت نظر لرلو.

د کرونا وبا د شروع کېدو نه پس په زیاترو ملکونو کې د ۳۵ کلونو نه د کم عمر خلکو او ښځو ماشومانو ته د وېکسین ورکولو په د منفي اعتماد اظهار کولو.

رپورټ وايي د کرونا وبا په سبب د خنډانو له امله په نړیواله کچه ۶۷ مېلین ماشومان د یو او یا د زیاتو وېکسينونو نه محرومه پاتې شوي دي چې نیمايي برخه ماشومان په کې د افريقې په براعظم کې دي.

د يونېسېف د رپورټ مصنفینو خبرداری کړی چې د وېکسینو په اړه غلط معلومات، په ماهرینو د اعتماد کم او سیاسي اختلافات د مور او پلار حوصله شيکني کوي چې ماشومانو ته وېکسین ورکړي.

د یونېسېف اېګزېکېټیو ډرېکټرې کېترین رسل وویل د کرونا وبا د عروج په وخت ساینس پوهانو په چټکتیا وېکسین تیار کړل او بې شمېره ژوندونه يې محفوظ کړل خو د دې تاریخي کامیابۍ باوجود د هر ډول وېکسین په اړه ویره او غلط معلومات هم لکه د کرونا وایرس په شان په پراخه کچه خپرېدل.

د صحت په برخه کې کارونکي ادارې وايي په ماشوموالي کې وېکسین هر کال څلور مېلین ماشومان د مرګ نه محفوظ ساتي خو یونېسېف وايي په تېرو دریو کلونو کې د وېکسین دغه کامیابي کمزورې شوې ده.

د یونېسېف رپورټ وايي هندوستان او نایجيریا داسې ملکونه دي چې د ماشومانو تر ټول زیاته ابادي لري چې د مختلف قسمه ناروغو په ضد ورته څاڅکی وېکسین هم نه دی ورکړی شوی.

یونېسېف غوښتنه کړې چې په بېړني ډول دې ماشومانو ته هغه وېکسین ورکړی شي چې ترې محرومه پاتې شوي دي چې دا ډول د مرګونې بېماریو نه محفوظ وساتل شي. ادارې وویل چې د اوړم کال په مقابل کې په ۲۰۲۲ کې د شري ناروغۍ په کېسونو کې دوه چنده اضافه شوي وې او پولیو ۱۶ فیصد زیات ماشومان معذوره کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات جنیوا نه د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG